د ليسبوس د موريا کمپ يو انځور
د ليسبوس د موريا کمپ يو انځور

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دغه هیواد د ایالتونو له خوا، له یونان څخه د مهاجرینو د منلو د ځنډ لامل شوی. خو ایالتي حکومتونه بیا دغه کار یوه افتضاح بولي.

د یونان ټاپوګانو د مهاجرینو کمپونه تر اندازې ډک دي. د لیسبوس د موریا کمپ چې د شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجرینو لپاره جوړ دی، اوس پکې له ۱۳ څخه تر ۱۷ زره مهاجرین په سختو شرایطو کې ژوند تیروي. دغلته د مهاجرینو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ کله ناکله شخړې هم رامنځ ته کیږي.

په ټاپوګانو کې مهاجرین غواړي چې ځانونو د اروپا وچو ته ورسوي.سر بیره پردې چې د روان میلادي کال له پیل څخه د یونان حکومت شاوخوا ۱۴ زره مهاجرین له دغو ټاپوګانو څخه وچې ته انتقال کړي خو له ترکیې څخه د نویو مهاجرینو ورتګ دوام لري او دغه چاره يي ستونزمنه کړې.

بل پلو بیا د کورنا ویروس د مخنیوي له امله د ترکیې حکومت د اوس لپاره هغه مهاجرین بیرته نه مني چې په یونان کې د پناه غوښتنه نه کوي. په ۲۰۱۶ کال کې ترکیې له اروپايي ټولنې هوکړه کړې وه چې دغه مهاجرین به بیرته به ومني او په بدل کې به په همدغه شمیر مهاجرین د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه له ترکيي مني.

«د ناهیلو چیغه»

 د آلمان د «نارد راين وېستفالن» ايالتي لومړی وزير آرمين لاشېت پخپله د يونان د مهاجرینو بیلابیلو کمپونو ته د وضعیت د ارزونې په موخه سفر وکړ. نوموړي په کمپونو کې د مهاجرینو د وضعیت له لیدلو وروسته «د ناهیلو کسانو له چیغې» څخه خبره وکړه.

خو وروسته بیا د آرمین لاشېت دغه سفر ځکه په نیمايي کې پاتې شو چې په کمپونو کې میشت مهاجرین فکر کاوه چې لاشېت د ټول آلمان لومړی وزیر دی. دغلته میشت مهاجرین فکر کاوه چې دغه آلماني سیاستوال له کمپ څخه د دوې د آزادولو لپاره ورغلی.

دغه آلماني چارواکی د یادې ستونزې د اوارولو لپاره د اروپا د پاملرنې غوښتنه وکړه. نوموړي وايي چې نه غواړي په دې اړه د اروپا له لوري د ګډ ځواب موندلو ته انتظار وباسي.

نارد راین وېستفالن ايالت، له یونان څخه د هغو مهاجرینو د منلو وړاندیز کړی چې ځانګړي محافظت ته اړتیا لري. خو دا به د آلمان له خوا د انسجام شوي اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو سره د مشترک پروګرام برخه وي. د ياد ولايت د ادغام وزير يوآخيم شټمف چې د ليبرال ګوند سياستوال دی اندېښنه څرګنده کړې چې د ايالت له خوا د مهاجرو د منلو ځانګړی پروګرام به د «انسجامي ستونزو تر څنګ په لوړه اندازه قانوني ستونزي هم ولري

 د آلمان مرکزي حکومت مسؤل دی

 د آلمان برلين او تيورينګن ايالتونو په خپله خوښه د مهاجرینو د منلو وړانديز کړی دی. که څه هم چې دا یوازې د څو سوو مهاجرو سره تړلې خبره ده، خو بيا هم دغه موضوع د ايالتونو او د آلمان د کورنیو چارو د وزير تر منځ د شخړې لامل شوی. د دوې ترمنځ د شخړی شدت د یادو سیاستوالو د ګونډي سیاست سره هم تړاو لري.

برلين او په همدې توګه د تيورينګن په ايالت کي د کيڼ اړخو په ملګرۍ ائتلافي حکومتونه کار کوي. په برلين کي د سوسيال دموکرات ګوند په مشرۍ او په تيورينګن کي د کين ګوند په مشرۍ حکومتونه شتون لري. دواړه ياد ايالتي حکومتونه ډیری وخت د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر سره د نظر اختلاف لري. زېهوفر يو وخت ويلي ول چي «مهاجرت د ټولو ستونزو  مور ده

زېهوفر ځکه د برلين او تيورينګن پروګرامونه چي غوښتل يې له يونان څخه مهاجر ومني ودرول، چي د دغې موضوع له پاره بايد ګډ اروپايي ځواب پیدا شي. هغه وويل چي «د نړۍ هيڅ هيواد په یوازې توګه د مهاجرت له دروند بار څخه نه شي وتلای

 هغه زياته کړه: «له همدې کبله دا لا مهمه ده چي موږ د پناه غوښتنې د اروپايي سياست په ترڅ کې پرمختګ وکړو. موږ پر سمه لاره روان یو او زه چمتو نه يم چي دغه کار ته ګواښ پېښ شي.» زېهوفر وويل چي د هيوادونو له خو د خپلسري او يوازي اقداماتو ملاتړ نه کوي.

 دا بیا په داسې حال کې ده چې پخپله په آلمان کې د ايالتونو له خوا د خپلسري او يوازې اقداماتو امکانات شته.

 زېهوفر د برلين سنا ته يو ليک لېږلی او دوه دلیلونه يي ذکر کړي چي ولې يې دغه آلماني ايالت ته اجازه نه ده ورکړې چي د مهاجرینو د منلو خپل پروګرام عملي کړي.

لومړی دلیل يي په آلمان کې د مهاجرینو د منلو لپاره د یو ګډ قانوني بنیاد رامنځ ته کول دي. خو تر دې وړاندې د آلمان وفاق یا مرکزي حکومت د هر ولایت د بیلو قوانیو پر بنسټ مهاجرین منلي. کارپوهان بیا پر دغو توپیرونو نیوکه کړې.

 آلمان باید په داسې حال کې د مهاجرینو د منلو په تړاو یو ګډ سیاست ته ورسیږي چې په اروپايي کچه د دغې ستونزې هوارول ډیر لرې بریښي.

 

اصلي ليکونکی: کريستوف هسلبخ

منبع: د آلمان ږغ آلماني څانګه (د چاپ ټول حقونه د آلمان ږغ سره خوندي دي)

د لومړۍ خپرېدنې نېټه: د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۰مه نېټه



 

نورې ليکنې