د مقدونيي د پولیسو موټر. انځور: آرشیف
د مقدونيي د پولیسو موټر. انځور: آرشیف

پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې په شمالي مقدونیه کې يي په یو عملیاتو کې ۸۰ کډوال موندلي او د لارۍ چلوونکی يي د کډوالو د قاچاق په تور نیولی.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د مقدونيي پولیس په خپله یوه بیانیه کې ویلي چې د دغو کډوالو له ډلې ۷۹ تنه يي د پاکستان او یو تن يي د اریتریا هیواد اوسیدونکي دي.

د پولیسو په وینا دغه کډوال د شنبې په ورځ په یوه لوی موټر کې د شمالي مقدونيي د پلازمینې سکوپیه په شمالي برخه کې موندل شوي.

د موټر چلوونکی چې ۲۰ کاله عمر لري او د مقدونيي اوسیدونکی دی، د تیښتې پر مهال د نیول شوی. د جرم د اثبات په صورت کې به نوموړی په پنځه کال بند محکوم شي.یاد کډوال یونان ته څیرمه د مقدونيي جنوبي برخه کې د کډوالو یو کمپ ته لیږدول شوي او تمه ده چې له هغه ځایه یونان ته اخراج شي.

همدارنګه د جمعې په ورځ پولیسو په دوو بیلابیلو عملیاتو کې د یو ماشوم او دوو ښځو په ګډون ۵۵ تنه کډوال موندلي.

نور ولولی: شمالي مقدونیه: پولیسو په یوه لارۍ کې د افغانانو په ګډون ۹۴ مهاجر موندلي

د شمالي مقدونيي سره د یونان پوله د کال په وروستیو کې د کرونا ویروس له امله تړل شوې وه. خو د کډوالو د قاچاق فعالې ډلې کډوال له ترکیې څخه یونان، سربیا او بیا له هغه ځایه نورو اروپايي هیوادونو ته لیږدوي.

پولیسو ویلي چې یوازې د جولای په میاشت کې ټولټال ۵۶۷ تنه هغه کډوال نیولي چې په ناقانونه ډول يي شمالي مقدونیې ته د تیریدو هڅه کوله. پولیسو زیاته کړې چې په دغه ډله کې د دریو سربیایانو په ګډون نهه تنه، د کډوالو د قاچاق په تور نیولي.

 

نورې ليکنې