د پاکستان او ایران ترمنځ د تفتان پوله. انځور: دویچه ویله
د پاکستان او ایران ترمنځ د تفتان پوله. انځور: دویچه ویله

ایراني چارواکو خبر داری وکړی چې شاوخوا پنځه زره ناقانونه پاکستاني کډوال چې غوښتل يي د ایران له لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي نیولي او زنداني کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې، نن سه شنبه د اګست په ۱۸ مه خبر ورکړ چې ایراني چارواکو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د تفتان پر پوله، پاکستاني ځواکونو ته ویلي چې زرګونه ناقانونه کډوال يي د ایران په بیلابیلو زندانونو کې بندیان دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ډان ورځپاڼې ته ویلي چې له ۵۰۰۰ څخه ډیر ناقانونه پاکستاني کډوال د ایران په بیلابیلو زندانونو کې بندیان دي. هغه وویل یوازې د تیرې اونۍ په جریان کې يي له ایران څخه تر زرو ډیر ناقانونه کډوال تر لاسه کړي.

دغه پاکستاني چارواکی وویل:« مونږ هره ورځ د ایران لخوا شاوخوا ۲۰۰ کډوال ترلاسه کوو چې اوس د پاکستان په تحقیقاتي مرکزونو کې نور ځای ورته نشه. په دغو کډوالو کې چې ښځې او ماشومان هم شامل دي له قانوني اسنادو پر ته پر ډیرو خطرناکو لارو سفر کوي.»

سرچینه زیاتوي چې د ایران په بیلابیلو ښارونو کې هره ورځ دا ډول بې اسناده کډوال نیول کیږي.

دغه موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې د ایراني ځواکونو لخوا د بلوچستان د شاګۍ ولسوالۍ د تفتان پولې له لارې ګڼ شمیر پاکستاني کډوال اخراج شول.

نور مطالب ولولئ: کورونا ویروس: پاکستان څخه اروپا ته انساني قاچاق يو ځل بيا چټک شوی

د سرچینې په وینا د کورنا وایروس د خپریدو له امله د ترکیې او اروپايي هیوادونو پر پوله د ناقانونه کډوالو پر تګ راتګ محدودیتونه ډیر شوي نو له همدې امله دغه کډوال خپل مقصد ته په رسیدو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بیلابیلو سیمو کې لسګونه ناقانونه پاکستاني کډوال چې په یوه لارۍ موټر کې سپاره ول و نیول شول.

بلوچستان د پاکستان هغه ایالت دی چې له ایران سره ګډه پوله لري او ګڼ شمیر افغان او پاکستاني کډوال له دغې لارې د قاچاقچنیانو په ملاتړ ځانونه ایران، ترکیه او بیا اروپايي هیوادونو ته رسوي.

 

نورې ليکنې