ویال کمپ په خیوس ټاپو کې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز
ویال کمپ په خیوس ټاپو کې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز

د یونان د یوې ځایي رسنۍ په حواله د دې هیواد د خیوس ټاپو په ویال کمپ کې د درېو نورو کسانو د کووید-۱۹ ازموینې مثبتې دي. دغه کمپ کې اوس په کورونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۵ تنو ته رسېږي.

دمګړۍ د خیوس ټاپو په ویال کمپ کې ټولټال ۵ مهاجر په کورونا ویروس اخته دي. د یونان د یوې ځایي رسنۍ له مخې ۳ نورو مهاجرو د کورونا ویروس مثبتې ازموینې کړې دي او قرنطین شوي دي.

یادې رسنۍ زیاته کړې چې دغو کسانو له هغه ۳۵ کلن یمني مهاجر سره تماس درلود چې تېره اونۍ یې د کورونا مثبته ازموینه کړې وه. د یاد مرکز یو کارکوونکی هم په کورونا اخته شوی دی.

بیا ولولئ: یوناني ټاپوګان: د مهاجرو په یو کمپ کې د کورونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه

ویال کمپ چې نږدې ۳۰۰۰ کسان پکې اوسېږي اوس تر قرنطین لاندې دی. د ویال اوسېدونکي له کمپه د وتلو اجازه نه لري او یوازې څو تنه په یو وخت کې کمپ ته ننوتلی شي.  

په ورته مهال د یونان د روغتیا وزیر ویلي چې چارواکي به د کمپ اوسېدونکو ته خواړه او اوبه برابروي. تمه ده چې کمپ کې روغتیایي نظارت هم ترسره شي.

 

نورې ليکنې