له ارشیف څخه
له ارشیف څخه

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري کې چې په دې وروستیو کې برتانیا ته د مانش کانال له لارې رسېدلي پناه غوښتونکي اخراج کړي. خو سازمانونه بیا وایي په داسې حال کې ده چې اروپا کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی، د مهاجرو د اخراجول «عامې روغتیا ته سپکاوی» بلل کېږي.

د برتانوۍ ورځپاڼې اندېپنډت د یو راپور په حواله تمه ده چې راتلونکې اونۍ به د دوبلین مقرراتو له مخې برتانیا ته د مانش کانال له لارې رسېدلي مهاجر په دوو چارتر الوتکو کې درېو اروپایي هیوادونو ته اخراج شي. د دوبلین مقررات وایي چې پناه غوښتونکي باید په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي د کوم لارې چې لومړی اروپا ته را داخل شوي وي.

د یادو درېو هیوادونو په ډله کې فرانسه او المان شامل دي. دا په داسې حال کې چې په دواړو هیوادونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې یو ځل بیا په لوړېدو دي.

اندېپنډت زیاتوي چې د مانش له لارې برتانیا ته رسېدلي ځینې مهاجر تېره جمعه له استوګنځیو څخه وایستل شول او د بروک هوس د اخراج په مرکز کې زنداني شول. یادو کسانو ته ویل شوي چې دوی به د اګست په ۲۵ په چارتر الوتکو کې فرانسې او جرمني او یا د روانې میاشتې پر ۲۶مه اسپانیا ته اخراج شي.

بیا ولولئ: بروکس اداري توقیف خانه: درې افغان مهاجرو د برتانیا د کورنیو چارو ادارې پر وړاندې محکمې ته شکایت کړی

په ورته مهال د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو د برتانیا د کورنیو چارو زارت څخه غوښتي ډول چې د کډوالو د شړلو پر پرېکړه غور وکړي.

تېره اونۍ ۱۴ پناه غوښتونکي په یوه الوتکه کې له برتانیا څخه فرانسې او جرمني ته انتقال شول. ټاکل شوې وه چې یاده الوتکه کې ۱۹ عراقي، یمني، کویتي، ایراني او افغان مهاجر هم اخراج شي، خو په وروستۍ شېبه کې یې پرواز وځندول شو.  

«عامې روغتیا ته سپکاوی» 

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې که څه هم سږ کال مهاجرو د مانش له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي، خو د دوی شمېر لږ او د کنترول وړ دی. یادې ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان له برتانیا څخه غوښتي دي چې د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي. 

بل لور ته اندېپنډنت د ډېتېنشن اکشن خیریه سازمان مشرې بېلا سانکي له قوله وایې چې په داسې حال کې چې فرانسه او برتانیا د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي په موخه نوي تدابیر اعلانوي د کډوالو اخراجول «عامه روغتیا ته سپکاوی» بلل کېږي.

هغې زیاته کړې: «تاریخ به د هغه دیپارتمنت په اړه ښه قضاوت نه کوي کوم چې د یوې وژونکې وبا پر مهال د پناه غوښتونکو استوګنځیو ته برید کوي تر څو د یمن، عراق، سوریې او نورو جګړه ځپلو هیوادونو وېرېدلي پناه غوښتونکي په زور اخراج کړي.»

دغه راز د برېتیش رفیوجي کونسل په نامه یوې ټولنې ویلي چې پناه غوښتل جرم نه دي او دا «منطقي ده چې خلک د پناه غوښتنې لپاره له پولو څخه تېر شي.» یادې ټولنې زیاته کړې چې که چېرې هیوادونو ته د ورتګ لپاره امنې لارې موجودې وي – لکه د مهاجرو د بیا مېشتولو پروګرام، بشردوستانه ویزې او یا له کورنیو سره یو ځای کېدل – د مانش له لارې برتانیا ته د ورتلونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی راځي.

د فرانسې او برتانیا ترمنځ خبرې اترې

د یادولو ده چې د روان کال له لومړۍ میاشتې راهیسې تر ۴۰۰۰ ډېر مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي دي. د رسمي شمېرو له مخې یوازې په اګست میاشت کې ۱۲۰۰ مهاجر په بېړیو کې برتانوي سواحلو ته رسېدلي دي.

فرانسې او برتانیا له اوږدې مودې راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ په اړه خبرې کوي. تېره میاشت د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل فرانسې ته د سفر پر مهال له خپل فرانسوي سیال ژرالد دارمنن سره مانش کې د قاچاقي ډلو پر ضد د یو استخباراتي واحد د جوړولو هوکړه وکړه.

بیا ولولئ: مانش کانال: لنډن او پاریس د کډوالو د مخنیوي لپاره د یو نوی پلان پر سر خبرې کوي

دغه راز د اګست میاشتې پر ۶مه د برتانیا د سلطنتي ګارد پخوانی افسر دان اوماهوني مانش کې د مهاجرو کښتیو د مخنیوي ځانګړی واحد د مشر په حیث وټاکل شو. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلی اوماهوني به «د دندې د ښه ترسره کولو او د جدي تدابیرو د نیولو په برخه کې له فرانسوي چارواکو سره همکاري کوي.»

د برتانیا د کډوالو چارو وزیر کیس فېلپ د اګست پر ۱۱مه پاریس ته د خپل سفر پر مهال وویل چې پاریس او لنډن پر دې موافق دي چې د مانش کانال څخه تېرېدل «غیرعملي» کړي.

هغه زیاته کړه چې دواړو خواوو مانش کې د مهاجرو د مخنیوي په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی. د نوموړې په حواله فرانسه به د دې پلان د ترسره کولو لپاره یو مسول کس وګوماري. ښاغلي فیلپ دا هم وویل چې دواړو هیوادونو د «یو نوی عملیاتي پلان» پر سر موافقه کړې.

 

نورې ليکنې