آرشيف انځور
آرشيف انځور

د کرونا کړکیچ په منځ کې د آلمان څخه د اخراج شوو کسانو یوه الوتکه پاکستان ته رسیدلې ده. د کرونا د بحران له کبله د رد شوو مهاجرو د اخراج لړۍ د پخوا په پرتله کراره شوې ده.

په پاکستان کې تحقیقاتي فدرالې ادارې د آلمان خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۱۹مه) وويل چې په دغه الوتکه کې ۳۳ پاکستانیان سپاره ول. زیاته شوې ده چې دغه الوتکه د چهارشنبې په سهار وختي پلازمېنې اسلام آباد ته رسیدلې ده.

د آلمان په مونشن هوایي ډګر کې فدرالي پولیسو هم پاکستان ته ډله ایز اخراج تائید کړی دی. د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه پرواز کې اخراج شوي ۲۴ پاکستاني اتباع له آلمان، اووه له اتریش او دوه له پولنډ څخه دي.

د آلمانۍ رسنۍ شپيګل د راپور له مخي له اخراج شوو يو شمېر پاکستاني مهاجرو څخه بعضي نارينه و پاکستان ته د رسېدو وروسته په سمدلاسه توګه زندان ته انتقال شوي دي.

دغه کسان په دې تور و اسلام آباد ته د رسېدو وروسته زندان ته لېږدول شوي چي ورباندي د پاکستان د مهاجرت او سفر د قوانينو پر ضد عمل باندي تورن دي. په دغو تورونو کي په ناقانونه توګه او قاچاق وړونکو ته د پيسو د ورکړې په بدل کي د ايران هيواد ته اوښتل شامل دي.

په راپور کي راغلي چي د ياد شمېر وګړو د اخراج پر وخت د هغوی سره ۱۴۳ امنيتي چارواکي هم مل ول. زياته شوې چي په دغه ډليز اخراج کي د آلمان بايرن، نارد راين وېستفالن او د هېسن فدرالي ايالتونو ونډه واخيسته.

د کرونا د وبا له پیلیدو وروسته د لومړي ځل له پاره یوه میاشت ترمخه له آلمان څخه ډله ایز اخراج بیرته پيل شو. دغه پرواز هم پاکستان ته شوی وو.

 

نورې ليکنې