د یونان لېسبوس ټاپو ته نوي رسېدلي مهاجر. کرېډېت: رویترز، الکیس کونستانتینیدیس
د یونان لېسبوس ټاپو ته نوي رسېدلي مهاجر. کرېډېت: رویترز، الکیس کونستانتینیدیس

امریکایۍ ورځپانه نیویارک ټایمز په یوه نوی راپور کې وایي چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې یونان په ناقانونه طریقه تر ۱۰۰۰ ډېر پناه غوښتونکي اخراج کړي دي. کډوال نیوز د فرانسې د عامه اړیکو انستېتیوټ څېړونکي متیو تاردیس سره په دې هکله مرکه کړې.

د نیویارک ټایمز راپور چې د اګست پر ۱۴مه خپور شوی د هغو مهاجرو د سترګو لیدلي تاییدوي چې له مخې یې د یونان ساحلي ځواکونو اژې سمندر کې د کډوالو کښتۍ په شا تمبولې دي.

نیویارک ټایمز له ځینو داسې کسانو سره خبرې کړې چې یونان ته تر رسېدو وروسته له دغه هیواد څخه شړل شوي دي. یوې سوریایۍ پناه غوښتونکې یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د جولای په پای کې پولیسو له رودز توقیف خونې څخه د هغې او د دوو ماشومانو په ګډون تر ۲۰ ډېر مهاجر ونیول. نوموړې زیاته کړې چې یوناني سرتېرو بیا نیول شوي مهاجر یوه داسې بېړۍ کې سپاره کړل چې موتور یې نه درلود. یاد کسان د ترکیې ساحلي ځواکونو له خوا وژغورل شول. 

د دې راپور له مخې دوی دې ته هم اړ شوي وو چې د یونان او ترکیې ترمنځ اوبو کې په خرابو بېړیو کې سپاره شي.

نیویارک ټایمز همدارنګه د امجد نعیم سره مرکه کړې ده. دغه ۲۴ کلن فلسطیني زده کوونکي ویلي چې تېره مۍ میاشت یې بېړۍ چې ۳۰ نورو مهاجرو هم پکې سپاره وو ساموس ټاپو ته نږدې شوې وه، خو پولیسو دوی ونیول. دوی بیا یاد کسان په دوو کوچنیو بېړیو سپاره کړل او ترکیې ته یې اخراج کړل.  

د کارپوهانو په خبره داسې ګومان کېږي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال د مهاجرو اخراجول ډېر شوي وي.

په ورته مهال د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د نیویارک ټایمز دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دا د ترکیې له خوا تنظیم شوی جعلي خبر دی. هغه د چهارشنبې په شپه سي ان ان سره په خبرو کې وویل: «یونان قانون او حقوق مراعاتوي او په لسهاوو زرو کسانو ته یې پناه ورکړې ده.»

د فرانسې د عامه اړیکو انستېتیوټ څېړونکي متیو تاردیس په دې هکله د کډوال نیوز پوښتنو ته ځواب ورکړی.

کډوال نیوز: د اروپا او یونان قوانین د کډوالو د اخراج او په شا تمبولو په اړه څه وايي؟

ماتیوس تاردیس: د نړیوالو قوانینو له مخې د مهاجرو او د پناه غوښتونکو په شا تمبول د ژنېو د ۱۹۵۱ کنوانسیون پر بنسټ غیرقانوني ګنل کېږي. همدارنګه د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون دا کار منع کړی دی. خو که دا کار په داسې طریقه ترسره شي لکه چې نیویارک ټایمز ویلي، نو دا به بیخي د قانون خلاف وي. هر هغه کس چې اروپا کې پناه غواړي باید دې حق ته لاسرسی ولري.

کډوال نیوز: ایا دا لومړی ځل دی چې یونان له خپلې خاورې مهاجر په شا تمبوي؟

نه، د ۲۰۰۰ کلونو پر مهالو المانۍ ټولنې پرو ازیل اژې سمندر کې د کښتیو د په شا تمبولو او له مهاجرو سره د بد چلند په اړه راپور ورکړی و. راپور کې راغلي وو چې ځینې وختونه دا کار د نقاب پوښو سړیو له خوا ترسره کېږي، نو ځکه دا معلومه نه ده چې ایا دوی یوناني سرتېري دي که نه. د همدې امله [د نیویارک ټایمز راپور] د تعجب وړ خبره نه ده.

د پرو ازیل راپور تر خپرېدو وروسته اروپایي پارلمان یونان ته د دوبلین مقرراتو له مخې د مهاجرو د ستنولو پروګرام د ځنډ پر سر بحث وکړ، ځکه چې دې هیواد کې د پناه غوښتنې لپاره مناسب شرایط نه وو موجود. د اروپا د بشري حقونو محکمې په ۲۰۱۱ کې پرېکړه وکړه چې اروپایي هیوادونه باید مهاجر یونان ته اخراج و نه کړي. تر ۲۰۱۶-۲۰۷ پورې وضعیت همداسې و.

کډوال نیوز: د یونان نوی حکومت د پناه غوښتونکو پر وړاندې خپل سخت سیاست نه پټوي. ایا د مهاجرو اخراج د یوې سیاسي ستراتژۍ برخه ده؟

داسې چلندونه د اوسني پاپیولیست حکومت له سیاست سره تړاو لري. دا حکومت غواړي چې د مهاجرو په اړه د سختو تدابیرو په نیولو سره عامه افکارو ته شکل ورکړي.

د یونان حکومت د خپل مهاجرتي سیاست د سختولو لپاره له کورونا ویروس څخه ګټه واخیسته. نن سبا اصلي پوښتنه د قانون د حاکمیت په اړه ده. د حکومت خلاف جریانونه ضعیف شوي ځکه چې اوس داسې فکر کېږي چې د اروپا د ساتلو لپاره باید «غیرقانوني» مهاجرت پای ته ورسېږي. ایټالیا کې هم همدا خبره روانه ده.

اوس باید یونان کې د مهاجرو د هرکلي لپاره له دې هیواد سره د اروپایي ټولنې پر مالي مرستو بحث وشي. یونان په سلهاوو ملیونه یورو، بشردوستانه مرستې، او د سازمانونو زرګونه رضاکاران ترلاسه کړي دي. خو اوس څه پاتې دي؟

 

نورې ليکنې