ماېرسک اتېن کښتۍ. کرېډېت: کای فون کوتڅ، سي واچ، رویترز
ماېرسک اتېن کښتۍ. کرېډېت: کای فون کوتڅ، سي واچ، رویترز

مدیترانه کې د ۲۷ مهاجرو تر ژغورنې دوه اونۍ وروسته ماېرسک اتین کشتۍ دمګړۍ د مالتا په ساحلي اوبو کې ولاړه ده. د ماېرسک اتین مشر له چارواکو غواړي چې د دغو مهاجرو د کوزولو لپاره حل لاره پیدا کړي.

د ډنمارکۍ کمپنۍ ماېرسک تانکرس کښتۍ له دوو اونیو راهیسې د مالتا په ساحلي اوبو کې بنده پاتې ده. دغه کښتۍ کې د یوې مېندوارې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۲۷ مهاجر سپاره دي.

ماېرسک اتین د اګست پر ۴مه د مالتایي چارواکو په غوښتنه دغه مهاجر له مدیترانې څخه وژغورل. یادو مهاجرو څو ورځې په سمندر کې تېرې کړې وې او تر ژغورنې وروسته یې لرګینه بېړۍ ډوبه شوه.  

په ورته مهال د ماېرسک اتین مسولین وایي چې دمګړۍ وضعیت ښه نه دی ځکه چې دغه کښتۍ د زیاتو کسانو د ځایېدو ظرفیت نه لري. د کښتۍ کارکوونکو رویترز خبري اژانس ته ویلي چې مهاجر پر کمپلونو باندې خوب کوي.

«خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي»

د ماېرسک اتین تخنیکي مشر تامي توماسن رویترز ته ویلي: «کښتۍ د اضافي کسانو لپاره ځای نه لري او خوراکي توکي مخ په خلاصېدو دي.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ له چارواکو او دولتونو څخه غواړو چې ماېرسک اتین سره بشردوستانه مرسته وکړي او د ژغورل شویو کسانو د ښکته کېدو لپاره دې عاجله حل لاره ومومي.»

یادو مهاجرو د اګست پر ۳مه د الارم فون تېلېفوني پلتفورم ته د خپل وضعیت په اړه اطلاع ورکړې وه او د مرستې غوښتنه یې کړې وه. دوی یوه شپه مخکې له لیبیا څخه خپل سفر پیل کړی و.

په ورته مهال ماېرسک تانکرس کمپنۍ ویلي چې مالتایي او تونسي چارواکو کښتۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې بندرونو ته یې داخله شي. د یادې کمپنۍ په حواله دنمارکي چارواکي اوس له مالتا او تونس سره د دې ستونزې د هوارولو لپاره په تماس کې دي.

 

نورې ليکنې