لمپدوسا ټاپو ته نږدې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: انسا، الیو دسیدیریو
لمپدوسا ټاپو ته نږدې د مهاجرو بېړۍ. کرېډېټ: انسا، الیو دسیدیریو

د ایټالیا د سیسیل سیمې مشر نېلو موسومېجي پرون دوشنبه د اګست ۲۳مه په یو فرمان کې وویل چې سیسیل کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مهاجرو ټول مرکزونه تړي.

تېره ورځ د ایټالیا د سیسیل سیمې نېلو موسومېجي د یو فرمان په صادرولو سره وویل چې سیسیل کې د مهاجرو ټول مرکزونه تړي. په ورته مهال د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې دا فرمان قانوني اعتبار نه لري ځکه چې دا د دولت صلاحیت دی.

په دغه فرمان کې راغلي چې د دوشنبې ورځې تر نیمې شپې پورې «ټول هغه مهاجر چې په هاټ سپاټونو او د سیسیل د هرکلي په مرکزونو کې ژوند کوي باید له [سیسیل] ټاپو بهر نورو مرکزونو ته انتقال شي.»

بشردوستانه کښتۍ سیسیل ته نه شي ننوتلی

دغه فرمان سیسیل سیمې ته د مهاجرو ننوتل او ترانزیت منع کړي دي. فرمان کې دا هم راغلي چې د بشردوستانه کښتیو په ګډون کوچنۍ او یا لویې بېړۍ نور نه شي کولی چې مهاجر د یادې سیمې په بندرونو کې ښکته کړي.  

د سیسیل مشر زیاته کړې چې د روغتیایي تدابیرو د مراعاتولو او د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

نوموړي همدا راز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې «په داسې حال کې چې اروپا د [روان] حالت له لیدو ډډه کوي او [د ایټالیا] حکومت څوک نه اخراجوي، پر سیسیل یرغل ممکن نه دی.»

په ورته مهال د ایټالیا د کورنیو چارو پخواني وزیر د سیسیل مشر د دې فرمان هرکلی کړی دی. نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال ایټالوي بنادرو ته د ژغورونکو کښتیو له خوا د مهاجرو د ښکته کولو مخه نیولې وه.

لمپدوسا کې تر زرو زیات مهاجر

دا په داسې حال کې ده چې نن سبا زیات شمېر مهاجر د بېړیو په وسیله ځانونه د سیسیل سوېلې ټاپو لامپدوسا ته رسوي. که څه هم د تېرې جمعې په ورځ نږدې ۳۰۰ کسان د سیسیل هرکلي مرکزونو ته واستول شول، خو پرون دوشنبه یاد ټاپو کې لا هم نږدې ۱۲۰۰ کسان حاضر وو.

همدا راز پرون یکشنبه جرمني سازمان سي واچ ۴ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۱۰۴ مهاجر ژغورلي دي. تمه ده چې یاده کښتۍ د ژغورل شویو کسانو د ښکته کېدو لپاره د ایټالیا او مالتا د یو امن بندر د ټاکلو غوښتنه وکړي. 

په تېرو څو اونیو کې د سیسیل د مهاجرو د هرکلي مرکزونو کې د لسګونو مهاجرو د کورونا ویروس ازموینې مثبتې ثابتې شوې دي.  

 

نورې ليکنې