ارشیف. مهاجر د لېسبوس په موریا کمپ کې. کرېدېټ: امان الله جواد
ارشیف. مهاجر د لېسبوس په موریا کمپ کې. کرېدېټ: امان الله جواد

یونان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره د دې هیواد په پلازمېنه او د لېسبوس ټاپو په ګډون په ۱۲ نورو سیمو کې تدابیر سخت شوي دي. د چارواکو په حواله سر له نن دوشنبې لېسبوس کې د شپې له خوا پر تګ راتګ بندیز لګول کېږي او په یو ځای کې تر ۵۰ زیات کسان راغونډېدلی نه شي.

پرون یکشنبه یوناني چارواکو وویل چې د یونان پلازمېنه اټن او د لېسبوس ټاپو په ګډون ۱۲ نورو سیمو کې روغتیایي تدابیر سختوي. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې روغتیایي چارواکي وایي په یوه ورځ کې یې د کورونا ۲۸۴ پېښې ثبت کړې دي.  

د دې پرېکړې پر بنسټ سر له نن دوشنبه د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یادو سیمو کې ټول رستورانتونه او کلپونه پر نیمه شپه تړل کېږي او عامه ځایونو کې یوازې ۵۰ کسان د راغونډېدو حق لري.

د یونان حکومت تر دې دمخه ویلي وو چې دا تدابیر به د اګست تر ۲۴مې پورې عملي کېږي، خو اوس یې پرېکړه کړې چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې تمدید کړي.

لېسبوس اژې سمندر څېرمه یو یونانی ټاپو دی چې نږدې ۱۵۰۰۰ مهاجر پکې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند تېروي. د یادولو ده چې لېسبوس کې د مهاجرو کمپونه د مارچ میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې دي.

تېره اونۍ یوناني چارواکو وویل چې د خیوس ټاپو په ویال کمپ کې د ۵ کسانو د کورونا ازموینې مثبتې دي. دغه کمپ کې نږدې ۳ زره کسان ژوند کوي. د اخته شویو په ډله کې ۴ مهاجر او د کمپ یو کارکوونکی شامل دي.

یونان کې تر اوسه د کورونا ویروس ۸۶۰۰ پېښې ثبت شوې او ۲۴۲ کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې