نادیم ندیم هغه پخوانۍ افغان مهاجره ده چې اوس د پاریس سن جرمن د ښځېنې لوبډلې غړیتوب لري. تمه ده چې نوموړې د چهارشنبې په ورځ چامپینز لیګ سیالو کې له لیون المپیک لوبډلې سره د پاریس سن جرمن مهاجمې په توګه لوبه وکړي.
نادیه ندیم ۳۲ کاله مخکې د افغانستان په هرات ښار کې زېږېدلې ده. پلار یې د افغانستان د اردو ملي جنرال و. هغه د طالبانو له خوا د خپل پلار تر وژنې وروسته له خپلې مور او څلورو خوېندو سره لومړی پاکستان ته لاړه. دوی له پاکستانه د جعلي پاسپورټونو په وسیله ځانونه ایټالیا ته ورسول او بیا یې یوه لارۍ کې په قاچاقي توګه ډنمارک ته سفر وکړ.
آغلې ندیم او کورنۍ یې لومړی د ډنمارک کوپنهاګن ښار ته نږدې سندلم کې د مهاجرو په یوه کمپ کې ژوند کاوه. خو وروسته بیا چارواکو دوی د ډنمارک شمالي البورګ ښار ته څېرمه د پناه غوښتونکو یو کمپ ته انتقال کړلې. نادیې په همدغه کمپ کې فوټبال پیل کړ.
د ادغام بېلګه
آغلې ندیم تېره ډسمبر میاشت د کډوال نیوز انګلیسي څانګې سره په یوه مرکه کې وویل: «د انجونو د فوټبال لوبډله مې ولیده او ځان سره مې وویل دا باید همداسې وي. هلته مې له فوټبال سره مینه پیدا شوه.»
نوموړې بیا د فوټبال له لارې په یوه داسې ټولنه کې د ځان د اغادمولو هڅه وکړه چې مهاجرتي سیستم یې خورا پیچلی و.
نادیه ندیم چې له ۲۰۰۰ راهیسې په ډنمارک کې ژوند کوي په ۲۰۰۸ کې د دې هیواد تابعیت ترلاسه کړ او په ۲۰۰۹ کې د ډنمارک ملي لوبډلې غړې په توګه وټاکل شوه. هغه لومړنۍ مهاجره ده چې د ډنمارک د ملي لوبډلې غړیتوب یې ترلاسه کړی دی.
نوموړې د ډنمارک د ملي لوبډلې غړیتوب «دویم چانس» بولي او وایي چې فکر نه کوي افغانستان کې د پاتې کېدو په صورت کې هغه او کورنۍ یې ژوندې پاتې شوې وای.
Preparat ❤️💙@PSG_inside @PSG_Feminines @PSG_English @MarieKatoto pic.twitter.com/OnLENABCWy
— Nadia Nadim (@nadia_nadim) August 24, 2020
د نړۍ په مهمو لوبغاړو کې لوبه
ډنمارکۍ لوبډلو کې د آغلې ندیم ښه لوبه د دې لامل شوه چې نوموړې نړیوالو لوبډلو کې د لوبولو چانس پیدا کړي. هغې لومړی د امریکا په پورتلند تورنس او بیا منچستر سیتي لوبډلو کې لوبه کړې او دمګړۍ د پاریس سن ژرمن لوبډلې غړې ده.
خو ۲۰۱۷ کې نادیې له هغې وروسته په ټول ډنمارک کې شهرت وموند چې د ډنمارک ښځینې لوبډلې د یورو کپ دویم مقام ترلاسه کړ. ډنمارکۍ ورځپاڼې برلینګسک بیا نادیې ندیم ته د کال ډنمارکۍ لقب ورکړ.
نادیې په ۲۰۱۸ کې د «زما ژوند» په نامه یو کتاب چاپ کړ چې د هغې د تېر ژوند او تجربو په اړه دی. تمه ده چې دا کتاب به د راتلونکي کال په پیل کې فرانسوي ژبه کې خپور شي.
”Winning is the most important thing in my life, after breathing. Breathing first, winning next.” — George Steinbrenner
— Nadia Nadim (@nadia_nadim) August 22, 2020
LETS GO @uwcl pic.twitter.com/DSml8XTRKN
بشردوستانه فعالیتونه
آغلې ندیم په دې اند ده چې
ماشوم مهاجر د فوټبال له لارې ځانونه په ټولنه کې ادغامولی شي. نوموړې چې په کال
۲۰۱۹ کې د ډنمارک د مهاجرو شورا سفیرې په توګه ټاکل شوې، د خپلو فعالیتونو په
چوکاټ کې د کنیا د کاکوما د مهاجرو کمپ
څخه د لیدنې پر مهال د ښځو ځایي لوبډلې سره لوبه وکړه.
نادیه وایي چې د ډنمارک په ملي لوبډله کې د هغې غړیتوب نورو ماشومانو ته دا چانس برابروي چې دوی هم هڅه وکړي او د بریا هیله ولري. نوموړې زیاتوي: «ستاسو تېر ژوند، تجربو، دین او فرهنګ مهم نه دي. که تاسې لوی ارمان لرئ، نو [پوره کول] یې ممکن دي.»
هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د «نړۍ ښارونده» ده او د راسیسم پر وړاندې مبارزه کوي. نوموړې دغه راز د ښځو د حقونو مدافعه ده. تر دې دمخه یونسکو آغلې ندیم ته د ښځو او انجونو د زده کړې اتلې لقب ورکړی و.