سي واچ ۴ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې تر ۲۰۰ ډېر مهاجر ژغورلي. کرېډېټ: سي واچ
سي واچ ۴ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې تر ۲۰۰ ډېر مهاجر ژغورلي. کرېډېټ: سي واچ

دمګړۍ سي واچ ۴ کښتۍ کې د ژغورل شویو مهاجرو شمېر ۲۰۰ کسانو ته رسېږي. دغه مهاجر په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په مدیترانه کې ژغورل شوي دي.

ژغورونکې کښتۍ سي واچ ۴ پرون دوشنبه د اګست ۲۴مه مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې عملیات ترسره کړل. دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سي واچ ۴ دریم عملیات دي. د دې کښتۍ چارواکي وایي چې د یادو عملیاتو پر مهال یې تر ۲۰۰ دېر کسان یې ژغورلي دي.

د سي واچ ۴ د عملیاتو مشر فیلیپ هان زیاتوي: «خوشاله یو چې اوس مو کښتۍ کې تر ۲۰۰ زیات مهاجر سپاره دي، خو ځینې کسان تېره اونۍ [سمندر کې] ډوب شول... دغه درې عملیاتونه یو ځل بیا ښيي چې مدیترانه کې د بشردوستانه کښتیو شتوالی یوه اړتیا ده... دا د اروپایي ټولنې د شکست بېلګه هم ده چې پرېږدي مهاجر ډوب شي.»

په ورته مهال سي واچ ۴ کښتۍ کې د بې سرحده ډاکټرانو نړیوال سازمان غړې باربارا دېک وایي: «[د ژغورل شویو مهاجرو په وروستۍ ډله کې] تر ۹۰ ډېر کسان په بېړني توګه حمامونو ته اړتیا لري ځکه چې دوی د بېړۍ تېل تنفس کړی دی.»

نوموړې دا هم وایي چې د ۳۰ مهاجرو د بدن د حرارت درجې ټیټې شوې دي. هغه زیاتوي: «هر څومره چې خلک پرته له خوړو او اوبو په سمندر کې پاتې شي، همدومره د روغتیايي ستونزو خطر لوړېږي. بل ګواښ هم د ډوبېدو خطر دی.»

دا په داسې حال کې چې سي واچ ۴ د اګست پر ۲۲ او ۲۳مه د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۱۰۴ مهاجر ژغورلي وو. لومړي عملیات د لیبیا د ساحلي اوبو په ۴۵ مایلۍ کې ترسره شوي وو چې په پایله کې یې ۷ مهاجر وژغورل شولڅو ساعته وروسته همدغه سیمه کې د ژغورنې یو بل عملیات ترسره شول چې په پایله کې یوه بېړۍ کې سپاره ۹۷ کسان وژغورل شول. سي واچ سازمان وایي چې د ژغورل شویو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.

بیا ولولئ: سي واچ ۴ کښتۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۰۰ ډېر مهاجر ژغورلي 

سي واچ ۴ دمګړۍ یوازنۍ بشردوستانه کښتۍ ده چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې فعالیت کوي. د دغې کښتۍ مساحت ۱۳۵ متر مربع دی او پکې روغتیایي امکانات او د مهاجرو لپاره د خوب او اوسېدو ځایونه هم شته.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د روان کال له پیله راهیسې مرکزي مدیترانه کې لږترلږه ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې