د یونان او ترکیې ترمنځ پوله. کرېډېټ: حسین الدمیر/ رویترز
د یونان او ترکیې ترمنځ پوله. کرېډېټ: حسین الدمیر/ رویترز

د یونان حکومت تېره دوشنبه وویل په پام کې لري دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پر ګډه پوله بیا هم خنډونه جوړ کړي. د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د سمنټي دېوال او د ازغن تارونو د لګولو کار په کال ۲۰۱۲ کې پیل شوی دی.

د یونان د حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس تېره دوشنبه وویل چې دوی سږ کال له هغې وروسته دا پلان جوړ کړ چې د ترکیې د اروپایي پولو د پرانیستل کېدو په پایله کې په لسهاوو زرو مهاجرو دې هیواد ته د ننوتلو هڅې وکړې.

یونان د مهاجرو د مسلې په تړاو له ترکیې سره لانجمنې اړیکې لري. دغه هیواد د مهاجرو لپاره اروپا ته د راتګ دروازې بلل کېږي. د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال تر یو ملیون ډېر مهاجر د اروپا لوېدیځو هیوادونو ته د رسېدو په هیله یونان ته ننوتلي وو.  

تمه ده چې د یادو خنډونو د جوړولو کار د اته میاشتو په موده کې د یونان د څلورو ساختماني شرکتونو له خوا ترسره شي. ښاغلې پېتساس رسنیو ته ویلي چې د دې پروژې لګښت ۶۳ میلیونه یورو دی.

اته کاله مخکې د یونان او ترکیې پر ګډه پوله د ۱۲،۵ کیلومترو په اوږدوالي خنډونه جوړ شوي وو. د ښاغلي پېتساس په خبره اوس حکومت په پام کې لري چې د یوناني پولیسو او اردو په مشورې په ځینو برخو کې خنډونه لا اوږد کړي. ستېلیوس پېتساس تېره مارچ میاشت ویلي وو چې پوله کې ۴۰ کیلومتره نور خنډونه دروي.  

د یادولو ده چې په تېرو څو وختونو کې د یونان او ترکیې ترمنځ د مدیترانې په لوېدیځه برخه کې د هایدروکاربون سرچینو په اړه لانجې روانې دي.

 

نورې ليکنې