د پاریس په ختیځ کې د آرنا جمنازیم کې اوسمهال شاوخوا ۹۰ کډوال اوسیږي. انځور : مهاجر نیوز. ۲۴ اګست ۲۰۲۰
د پاریس په ختیځ کې د آرنا جمنازیم کې اوسمهال شاوخوا ۹۰ کډوال اوسیږي. انځور : مهاجر نیوز. ۲۴ اګست ۲۰۲۰

وروسته له هغه چې د جولای په ۲۹ د پاریس په شمال ختیځې برخې د اوبرویلیه سیمه کې د کډوالو کمپ و تړل شو، د دغه کمپ شاوخوا ۹۰ اوسیدونکي یو ورزشي جمنازیم ته و لیږدول شول. مهاجر نیوز دغه جمنازیم ته تللی تر څو د یادو کډوالو حال و پوښتي.

د «آرنا» په نوم دغه جمنازیم چې د پاریس ختیځې برخې په ۱۰ کیلومترۍ کې د «ګاني» په سیمه کې موقعیت لري یوازې د اګست په میاشت کې به د شاوخوا ۹۰ تنه کډوالو کوربه وي.

د د غو کډوالو له ۹۰ سلنې ډیره برخه يې له افغانستان او پاتې نور له پاکستان، سومالیا، سوډان او اریتریا هیوادونو څخه فرانسې ته راغلي. دغه کډوال چې یوه موده يې تر خیمو لاندې د سړک پر غاړه سختې شپې او ورځې سبا کولې اوس په جمنازیم کې خوشحاله بریښي خو دغلته له یوې لنډې مودې تېرولو وروسته د خپل راتلونکي سرپناه په اړه اندیښمن دي.

نور ولولئ: پاریس: تر ۱۴۰۰ ډېر کډوال له پورت دوبرویلیې کمپ څخه وایستل شول

د سه شنبې په ورځ د اګست په ۲۵ ، جمنازیم ته له ننوتو سره سم د افغان کډوالو یوې ډلې سره مخامخ شو چې په موبایل کې يې لوبې او ګیم کولې. یو شمېر په خپلو تختونو کې ویده ول. د جمنازیم د ننه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ۵ جلا خونې هم جوړې شوې دي. دغلته د کډوالو لخوا ټولنیز واټن هم په سمه توګه نه مراعت کیږي او ګڼ شمیر اوسیدونکي يې ماسکونه هم نه و تړلي.

جمنازیم کې د کډوالو نامعلوم برخلیک

له جمنازیم وروسته دغو کډوالو ته د سرپناه پیداکول هغو ستونزه ده چې نه یوازې کډوال يې په اړه اندیښمن دي بلکه د جمنازیم مسولین هم ورته ځواب مناسب ځواب نه لري. د کډوالو یوه لویه برخه وايي چې له دې نه وروسته به زمونږ برخلیک څخه کیږي.

۳۴ کلن بخت زاده چې د پاکستان اوسیدونکی دی، له یوې میاشتې ډېره موده يې د سړک پر غاړه خیمو کې ژوند تېر کړی او اوس په جمنازیم کې نسبتاً خوشحاله ښکاري خو د جمنازیم وروسته د سرپناه د موندلو په اړه اندیښمن دي.

۳۴ کلن بخت زاده د پاکستان له باجوړ څخه د طالبانو له ویرې فرانسې ته پناه راوړې. انځور: مهاجر نیوز. ۲۴ اګست، ۲۰۲۰
هغه وايي: «د سړک پر غاړه په خیمو کې مو د لمبلو ځای نه درلود. خوراک او د څښاک اوبه نه و، د باران پر مهال له خیمې مو اوبه څڅیدلې خو دلته په جمنازیم کې دا ستونزه نشته. ډوډۍ مونږ ته راکول کیږي، تشنابونه شته او د مسولینو لخوا مونږ سره په اداري کارونو کې مرسته کیږي.»

بخت زاده وايي چې دا معلومات راته نشته چې له دې ځایه به مو چیرته ولیږي.

۲۱ کلن شمشیر خان چې د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایت څخه د طالبانو د جګړې له امله خپل هیواد پریښودو ته اړ شوی د سړک غاړې په خیمه کې له دوو میاشتو تیرولو وروسته اوس جمنازیم ته انتقال شوی. هغه هم وايي نه پوهیږي چې له جمنازیم وروسته به يي برخلیک څه وي.

دغه افغان کډوال زیاتوي: «د سړک له غاړې دغلته ژوند غوره دی خو په چپرکټ کې سم خوب نشم کولای، سهار چې پاڅیږم ملا مې درکوي. کله چې له مسولینو پوښتنه کوو چې له دې وروسته مونږ چیرته لیږئ؟ دوې وايي نه پوهیږو.»

شمشیر خان وايي که چېرې ځای مونږ ته پیدا نه کړي مجبوره یو بیرته سړک غاړه کې خیمو ته ولاړ شو.

د جمنازیم بل اوسیدونکی عمر عبدکافي چې د سومالیې اوسیدونکی دی هم د خپل راتلونکي سرپناه په اړه اندیښنه لري. دغه ۲۱ کلن ځوان چې په پښه هم ژوبل دی وايي:«نه پوهیږم چې له دې وروسته به د جمنازیم مسولین مونږ ته بل کور راکړی او که نه؟ مسولینو نه چې پوښتنه کوو وايي نه پوهیږو. که چیرې ما ته سرپناه پیدا نه کړي نو مجبور یم چې بېرته د خیمو ژوند ته وګرځم.»

د دوبلین د هوکړې قربانیان

مسولین وايي چې د جمنازیم د اوسیدونکو له ډلې شاوخوا ۲۷ تنه يي ډوبلیني کډوال دي. فرانسه غواړي چې دغه کډوال بیرته هغو ملکو ته واستوي چې په لومړي ځل دوی هلته د پناه غوښتنه کړې. خو کډوال بیا دا نه مني.

فضل الله موسوي یو له دغو ډوبلیني کډوالو دی، دغه ۲۳ کلن افغان پنځه کاله په آلمان کې و او هلته يې درې ځلې د پناه غوښتنه نه ده منل شوې. آلمان غوښته چې هغه افغانستان ته واستوي نو ځکه فرانسې ته يې پناه راوړې.

فضل الله موسوی هغه افغان کډوال دی چې درې وارې يي پناه غوښتنه په آلمان کې رد شوې. انځور: مهاجر نیوز. ۲۴ اګست،۲۰۲۰
فضل الله په دې اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي:«فرانسه کې چارواکي راته وویل چې آلمان بیرته غوښتی يي. که چیرې ما آلمان ته ولیږي نه دا په دې معني ده چې زه يې افغانستان ته ولیږلم ځکه آلمان ما بیرته افغانستان ته لیږي او زه نه غواړم بیرته ولاړ شم.»

نوموړي چې له دوو میاشتو راهیسې په فرانسه کې ژوند کوي، آلمان ته د بیرته استولو د پریکړې پر وړاندې يي اپیل کړی او د وکیل د ځواب په تمه دی.

فضل الله موسوی یوازینۍ کس نه دی چې د ډوبلین د مقرراتو په اړه کړیږي، په جمنازیم کې ګڼ شمیر ځوانان له دغې ستونزې سر ټکوي.

بخت زاده چې له دوو میاشتو راهیسې په فرانسه کې اوسیږي اوس پرې پرېکړه شوې چې باید بیرته اتریش ته ولاړ شي چیرته چې يې په لومړي ځل خپل د پناه غوښتنه ثبت کړې وه.

دغه پاکستانۍ ځوان وايي: «ما نه غوښتل چې په اتریش کې د پناه غوښتنه ثبت کړم خو د پولیسو د فشار له امله مې دا کار وکړ. زه نه غواړم چې بیرته اتریش ته ولاړ شم.»

چارواکي څه وايي؟

د جمازیم اداري چارې د «کسپ» په نوم د یوې ادارې لخوا چې د کډوالو کورنیو ته ټولنیز او اداري خدمات وړاندې کوي اداره کیږي.

«میلاني اوکلیغ» چې د دغې ادارې لخوا د جمنازیم د اداري چارو مسولیت لپاره ګمارل شوې وايي، مونږ هڅه کوو چې د اوفي او یو شمیر نورو ادارو سره په همغږۍ له جمنازیم وروسته کډوالو ته سرپناه پیدا کړو.

میرمن اوکلیغ د کډالو د سرپناه د اندیښنې په ځواب کې وویل: «مونږ دا منو چې یو شمیر کډوال د خپل سرپناه په اړه اندیښمن دي. د اوس لپاره مونږ دغې پوښتنې ته ځواب نه لرو. د تیرې اونۍ په پای کې اوفي مونږ ته خبر راکړ چې یوازې د یو څو محدودو کسانو لپاره به سرپناه پیدا کړي.»

افغان کډوال په جمنازیم کې د موبایل ګیم کوي. انځور: مهاجر نیوز. ۲۴ اګست ۲۰۲۰
نوموړې وايي زه ویره لرم که چیرې اوفي او نورې اړوندې ادارې دوې ته سرپناه برابر نه کړي نو دوې به بیرته سړک غاړو کې خیمو ته مخه کړي.

هغه وویل چې د کډوالو د وضعیت ارزولو وروسته مونږ هغوې سره په اداري، حقوقي او ټولنیزو برخو کې مرستې کوو.

د کرونا ویروس آزمایښت

د کسپ ادارې مسولین وايي چې له روغتیايي ادارو سره په همغږۍ يي د جمنازیم دننه د کرونا ویروس د مخینوي په اړه روغتیايي تدابیر په پام کې نیولي.

میرمن کلیغ وویل: «د بې پولې ډاکټرانو د ادارې په همغږۍ په جمنازیم کې د شاوخوا ۴۰ کډوالو د کرونا آزموینې تر سره شوې چې پایلې يي منفي وې. په جمنازیم کې د کوید د تدابیرو لپاره ۵ جلا کوټې هم جوړې شوې دي، ماسکونه او نور لازم مواد هم ویشل کیږي.» 

د معلوماتو له مخې جمنازیم کې مېشت کډوال له حقوقي اړخه بیلابیل وضعیت لري. یوازې ۵۵ تنه يي پناه غوښتونکي دي او لا يي د مهاجرت اسناد نه دي ترلاسه کړي.

 

نورې ليکنې