د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي ځینې مهاجر یې اخراج کړي دي. په ورته مهال د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو پر حکومت غږ کړی چې د مهاجرو د اخراج لړۍ دې ودروي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د دغه هیواد چارواکو د مانش کانال لارې برتانیا ته رسېدلي ۶ مهاجر فرانسې او ۶ تنه نور جرمني ته اخراج کړي دي. دغه کسان د کویت، عراق، سوریې، ایران، سوډان او یمن اصلي اوسېدونکي دي.
د یاد وزارت یو ویاند ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې نور کسان هم په چارتر الوتکو کې له برتانیا څخه وشړل شي. دغه وزارت زیاته کړې چې په روانه میاشت کې یې ټولټال ۲۷ کسان یې اخراج کړي دي.
The Home Office says 12 migrants were returned to mainland Europe on a flight from the UK today - six people were removed to France and six to Germany. This included nationals from Kuwait, Iran, Syria, Iraq, Kuwait Bidoon, Sudan and Yemen.
— Simon Jones (@SimonJonesNews) August 26, 2020
تېره اونۍ برتانوۍ ورځپاڼې اندېپنډنت لیکلي وو چې د برتانیا حکومت په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې د دوبلین مقرراتو له مخې برتانیا ته د مانش کانال له لارې رسېدلي مهاجر په دوو چارتر الوتکو کې فرانسې، جرمني او اسپانیا ته اخراج کړي.
ورځپاڼې زیاته کړې وه چې چارواکو د اګست میاشتې په نیمایي کې دغه کسان له دولتي استوګنځیو څخه ایستلي او د بروک هوس د اخراج په مرکز کې یې زنداني کړي وو.
راپورونه ښيي چې یاد مرکز کې بندو پناه غوښتونکو له څو ورځو راهیسې د اخراجونو پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
بیا ولولئ: د سازمانونو د اندېښنو سربېره برتانیا په چارتر الوتکو کې نور پناه غوښتونکي اخراجوي
د پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پر وړاندې مظاهره
په ورته مهال د سواس د بندیانو ملاتړ په نامه یوه سازمان تېره یکشنبه د کورنیو چارو وزارت مخ ته د مهاجرو د اخراج پر وړاندې مظاهرې وکړې.
مظاهره کوونکو له حکومته د بروکس هوس توقیف خونې د تړلو غوښتنه وکړه. دغې ټولنې د برتانیا د کورنیو چارو وزیر پریتي پاتل څخه غوښتي دي چې چارتر الوتکو کې باید د پناه غوښتونکو د اخرج لړۍ ودروي.
د یاد سازمان په پټېشن کې راغلي چې ټاکل شوې د سپټمبر پر ۳مه ځینې نور پناه غوښتونکي هم له برتانیا څخه وشړل شي.
The Home Office is going ahead with deportations of asylum seekers this week and next week- please sign and share this petition demanding the cancellation of the charter flights #brookhouseprotest #canceltheflights #enddeportations https://t.co/bVPt1O2Re3
— SOAS Detainee Support (@sdetsup) August 26, 2020
د یادولو ده چې د روان کال له لومړۍ میاشتې راهیسې تر ۴۰۰۰ ډېرو مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې یوازې په اګست میاشت کې ۱۴۴۲ مهاجر په بېړیو کې برتانوي سواحلو ته رسېدلي دي.
بل پلو د فرانسې خبري اژانس وایي چې فرانسوي چارواکو د روان کال له پیله راهیسې د مانش اوبو له لارې برتانیا ته د زرو ډېرو مهاجرو د ورتګ مخه نیولې ده.