فرانسه کې د اداري مکاتباتو لپاره د ادرس درلودل حتمي دي. کرېډېټ: پیکسابي
فرانسه کې د اداري مکاتباتو لپاره د ادرس درلودل حتمي دي. کرېډېټ: پیکسابي

د پناه غوښتنې پروسې پر مهال د اداري لیکونو د ترلاسه کولو لپاره د رسمي ادرس درلودل ډېر مهم دي. پناه غوښتونکي باید ډاډه شي چې د اداري لیکونو د ترلاسه کولو په برخه کې مشکل نه لري.

فرانسه کې د پناه غوښتونکو لپاره د ادرس تعیینولو دنده د هرکلي مرکزونو په غاړه ده. پناه غوښتونکي دغو ادرسونو کې د فرانسې د پناه غوښتنې ادارې یا اوفپرا، د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي، او د پروفکتور یا د پولیسو قومندانیو له خوا استول شوي لیکونه ترلاسه کوي او د خپلو غوښتنو د پرمختګ څخه خبرېږي.

د ژیستي په نامه د مهاجرو د ملاتړ سازمان وایي چې د کډوالو د هرکلي ټول مرکزونه (CADA) او هغه مرکزونه چې د کډوالۍ په چارو کې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له مرستو څخه برخمن کېږي، مهاجرو ته د لیکونو د رسولو دنده په غاړه لري.

دا مرکزونه باید مهاجرو ته د یو کال له پاره د ادرس لرلو سرتېفېکت هم ورکړي تر څو دوی وکولی شي ځان ته بانکي حساب پرانېزي.

سپادا کې د اداري مکاتباتو لپاره د ادرس تعیینول

خو په فرانسه کې اصلي ستونزه دا ده چې له دوو مهاجرو څخه یوازې یوه یې سرپناه لري. له همدې کبله د پناه غوښتونکو د هرکلي لومړي مرکزونه (Spada) مکلف دي د هغو مهاجرو لپاره چې په هرکلي مرکزونو کې یې ځای نه دی موندلی اداري ادرس تعیین کړي. 

د سیماد سازمان غړې سولن لوکونت وایي: «کله چې پناه غوښتونکی قومندانیو کې د پناه غوښتنې غرفې یا ګودا ته مراجعه کوي، نو ګودا مسولیت لري چې یاد مهاجر د فرانسې د مهاجرت او ادغام ادارې یا اوفي ته واستوي. اوفي بیا پناه غوښتونکو ته د سرپناه ورکولو، د اداري ادرس د تعیینولو او د حقوقي مرستو د برابرولو دنده پر غاړه لري.»

د ساحلي عاج اوسېدونکې فاتو* د فرانسې په ځینو هوټلونو او ټولنیزو اپارتمنتونو کې اوسېدلې ده، خو د هغې اداري ادرس په کافدا (Cafda) او یا د پناه غوښتونکو کورنیو د منلو په همغږۍ مرکز کې دی. دغه مرکز د مهاجرو لپاره یو انټرنټي سایټ (http://dom.casp.asso.fr/) جوړ کړی. پناه غوښتونکي کولی شي چې یاد سایټ ته په مراجعه کولو سره د خپلو لیکونو په اړه معلومات ترلاسه کړي. فاتو وایي چې هره ورځ دغه سایټ ته مراجعه کوي او د شین رنګ په لیدلو سره پوهېږي چې لیک یې تر لاسه کړی. هغه زیاتوي: «خو که سور رنګ وي نو مانا به یې دا وي چې کوم لیک مې نه دی ترلاسه کړی.» د یادولو ده چې فرانس تغ دزیل یا فرانسه د پناه غوښتنې خاورې ادارې (FTA) مجردو نارینه و ته د لیک رسولو دنده په غاړه لري.

د اداري مکاتباتو تعقیبول

پناه غوښتونکي په هر ځای کې چې ژوند کوي باید وکولی شي چې په منظمه توګه اداري لیکونه ترلاسه کړي او د خپل اداري وضعیت څخه خبر شي. که نه یې وضعیت پیچلی کېږي.

فاتو وایي چې د اوفي یا د کډوالۍ او ادغام ادارې دوه لیکونه یې ادرس ته نه وو رسېدلي، نږدې و چې هغه د سرپناه د لرلو حق او د دولت له مالي مرستې څخه بې محرومه شي. نوموړې اوفي ته تېلېفون وکړ او د د کډوالۍ او ادغام ادارې کارکوونکو ته یې د پېښې په اړه اطلاع ورکړه. وروسته بیا یې ستونزه هواره شوه.

هغه کسان چې د مهاجرو په توګه پېژندل شوي خو ثابته او مستقله سرپناه نه لري، یا هغه کسان چې غوښتنې یې رد شوې دي، خپلو اړوندو ښارونو کې د ټولنیزو خدماتو مرکز (CCAS) ته مراجعه کولی شي. دوی همدا راز کولی شي چې مرستندویو سازمانونو ته مراجعه وکړي او د اداري ادرس د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. خو په دې شرط چې یاد سازمانونه د ادرس د ورکولو لپاره رسمي جواز ولري.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې