د برتانوي رسنیو په حواله له دغه هیواد څخه د اخراجېدونکو مهاجرو پلان شوی پرواز د حقوقي دلایلو له کبله لغوه شوی دی. له تېرو څو وختونو راهیسې برتانیا د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي مهاجر بېرته اروپایي هیوادونو ته اخراجوي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د یادو پناه غوښتونکو د دوسیو د بیا کتنې لپاره دغه پلان شوی پرواز ځنډول شوی دی.
دا په داسې حال کې چې تېره چهارشنبه برتانوي چارواکو په چارتر الوتکو کې ۶ مهاجر فرانسې او ۶ تنه نور جرمني ته اخراج کړل. دغه کسان د کویت، عراق، سوریې، ایران، سوډان او یمن اصلي اوسېدونکي وو.
یادو مهاجرو په تېرو څو وختونو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی و. خو برتانوي چارواکو بیا دوی له دولتي استوګنځایونو څخه د بروکس هوس د اخراج مرکز ته انتقال کړل. د بشري حقونو مدافع بنسټونه وایي چې له څو ورځو راهیسې بروکس هوس توقیف خونه کې ۲۲ کسانو د اخراجونو د لړۍ پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب کړی دی او ۸ تنو نورو د ځان وژنې هڅې کړې دي.
The Home Office says a flight planned for today to return migrants to mainland Europe was cancelled due to ‘a high volume of last-minute legal challenges which needed time for consideration.’
— Simon Jones (@SimonJonesNews) August 27, 2020
«خطرناکه او ګمراه کوونکې» ادعا
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت تېره چهارشنبه په خپله ټویټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې د اخراج په اړه اوسني مقرارت سخت دي خو سرغړونه ترې ممکنه ده. ویډیو کې زیاته شوې چې دا مقررات مدافع وکیلانو ته اجازه ورکوي چې د مهاجرو د اخراج په لړۍ کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړي.
په ورته مهال د برتانیا او وېلز د حقوقي ټولنې مشر سیمون دوېز د برتانیا د کورنیو چارو وزارت دا ادعا «ډېره خطرناکه او ګمراه کوونکې» بللې ده. نوموړي زیاته کړې چې د «حقوقي مسلک پر کلیت حمله کول» د قانون حاکمیت ته زیان اړوي.
We condemn a Home Office video referring to immigration lawyers who provide legal advice to migrants as ‘activist lawyers’.
— The Law Society (@TheLawSociety) August 27, 2020
Solicitors advise their clients on *their rights under the laws created by parliament*
https://t.co/4FHvIJ1RW5 pic.twitter.com/WcgCm7RzdM
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د اګست میاشتې تر دې دمه ټولټال ۲۷ کسان له برتانیا څخه اروپایي هیوادونو ته اخراج شوي چې د افغانستان، ایران، عراق، کویت، سوډان، سوریې او یمن اصلي اوسېدونکي دي.
د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر ۴۰۰۰ ډېرو مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې یوازې په اګست میاشت کې ۱۴۴۲ مهاجر په بېړیو کې برتانوي سواحلو ته رسېدلي دي.