ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې نږدې نیمايي برخه مهاجر ماشومان له ښوونځي بې برخي دي
ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې نږدې نیمايي برخه مهاجر ماشومان له ښوونځي بې برخي دي

د کرونا ویورس د کډوالو ماشومانو د زده کړې آسانتیاوې محدودې کړي. د پنجشنې په ورځ، ملګري ملتونه په دې برخه کې په خپل یوه نوي راپور اعلان وکړ چې یوازې د ټولې نړۍ د کډوالو ماشومانو نیمايي يي زده کړو ته لاس رسۍ لري.

د مګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنرۍ مشر فيليپو ګراندي، د زده کړو په تړاو د خپلې ادارې د راپور د وړاندې کولو په غونډه کې وویل کرونا د مهاجرو ماشومانو زدکړو ته ګواښ زيات کړی دی. هغه وويل د کرونا له بحران وړاندې هم د مهاجرو ماشومانو یوازې نیمايي برخه يي زده کړو ته لاسرۍ درلود.

 د مګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په ياد راپور کي راغلي چي په آلمان کې هم د مهاجرو ماشومان د کرونا د بنديزونو له کبله په تعليمي برخه کي زيات اغېزمن شوي دي. لامل يي ټیکنالوژۍ ته د دغو ماشومانو د لاسرسۍ نه درلودل بلل شوي.

فلیپو ګراندي وويل هغه څه چې د مهاجرو پر ماشومانو ډیرې سختې تیرې شوي او « مونږ باید دغه ماشومان د زده کړې د حق په سلبولو سره د هغوې راتلونکي ته زیان ورسوو.» هغه په دې برخه کې د نووښتو او د حل د نویو لارو د موندلو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار  وکړ چې په تیرو کلونو کې په دې برخه کې شته لاسته راوړني خوندي وساتل شي.

 په ياد راپور کي راغلي چي تېر کال په ټوليزه توه ۱،۸ مليونه د مهاجرو ماشومان ښوونځي ته نه دي تللي چي د ټولو ثبت شوو مهاجر ماشومانو ۴۸ سلنه برخه جوړوي. د راپور له مخې د کرونا اوبا تر ډیره د مهاجرو انجونو پر زدکړو سختي منفي اغېزې لرلي دی.

د ملګرو ملتونو د ارقامو پر بنسټ د ملاله په نوم بنسټ په روان کال کې د ټولګیو د بیا پرانیستلو وروسته، د مهاجرو انجونو چې په متوسطه دوره کي دي ښوونځیو ته لاسرسي و نه لري.

 د راپور له مخي په آلمان کي هم د کرونا پاندمي د مهاجرو د ماشومانو پر زدکړو لوی اغېز کړی . د UNHCR اداره د آلمان د څانګې استازي، فرانک رېموس وويل چي د مارچ مياشتي راهيسي په ډيرو ښوونځيو کي ماشومانو ته د ديجيتل لاري د زدکړو جاري ساتلو امکانات برابرشوي. د هغه په وينا اکثره مهاجر ماشومان اړين تخنيکي وسايل نه لري چي په دا ډول آنلاين زدکړو کي ګډون وکولای شي. نوموړي د دې تر څنګ د مهاجرو ماشومانو د آرامه زدکړې له پاره د ځای کمښت او د هغوی د مور او پلار ژبني محدوديتونه او د سواد کچې ټیټوالی چې له کبله يې د ماشومانو سره په زدکړو کي اړينه مرسته نه شي کولای په دې برخه کې یو لوی خنډ بولي.

 د مګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنرۍ د خپل ياد راپور د چمتو کولو له پاره د دولسو هغو هيوادونو څخه اعداد او شمېرې ارزولي دي چي پکښي د نړۍ د نيمايي څخه زياته برخه مهاجر اوسيږي. د دغو شمېرو له مخي تېر کال ۷۷ سلنه د مهاجرو ماشومان په ابتدايي ښوونځي کي او یوازې ۳۱ سلنه يې په لوړو ښوونځيو کي په زدکړو بوخت ول. هغه کسان چې د کډوالو کورنیو پورې تړاو لري یوازې یو سلنه يي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

 

نورې ليکنې