په شينګن ويزه څوک د شينګن ساحې ټولو هيوادونو ته سفر کولای سي
په شينګن ويزه څوک د شينګن ساحې ټولو هيوادونو ته سفر کولای سي

د دوبلین د هوکړې له مخې دا څرګنده شوې چې د يو کس د پناه غوښتنې د پروسې مسؤليت کوم اروپايي هيواد لري. خو ایا د ويزه لرونکي پناه غوښتونکي له پاره هم کوم اصل شته؟ د دغې پوښتنې ځواب په دغه لیکنه کې موندلای شئ.

د دوبلین د هوکړې له مخي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو څخه هغه هيواد د پناه غوښتونکي د دوسيې له پاره مسؤل دی، چي دغه پناه غوښتونکی د لومړي ځل له پاره اروپا ته د همدغه هيواد له لاري د ننه شوی وي. که پناه غوښتونکی يو اروپايي هيواد ته داخل سي خو وروسته په بل هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، نو د دوبلین د اصولو له مخي پناه غوښتونکی بېرته هغه لومړي هيواد ته لېږدول کيږي چي هلته يې د پناه غوښتنه ثبت کړې.

 مهاجر نيوز پر خواله رسنۍ د کامرون هيواد سره تړاو لرونکي اکوما (مستعار نوم) له خوا د دوبلین د تړون په تړاو يوه پوښتنه ترلاسه کړه. هغه پوښتنه کړې وه چي که يو کس د اروپايي اتحاديې د هيواد سياحتي ويزه واخلي او دغه هيواد ته د سفر کولو وروسته  بل اروپايي هيواد ته د همدغې ويزې په مرسته ولاړشي او هلته د پناه غوښتنه وکړي، نو څه به ورسره کیږي؟ هغه پوښتلي چي ايا پر هغه هم د دوبلین اصول تطبقيږي او لومړي هيواد ته لېږدول کيږي که څنګه؟

 دا کار څخه ډول ترسره کیږي؟

 اکوما همدغه کار کړی ؤ او د ويزې له لاري ايټاليې ته تللی ؤ. دا چي هغه د شينګن ويزه لرله نو د بلجيم څخه د هواد له لارې ایټاليي ته ولاړ او هلته په هوايي ډګر کې يي پناه غوښتنه ثبت کړه. هغه زياتوي: «زه ۸۴ ورځي په توقيف ځای کي وساتل شوم او بېله دې چي کوم جرم مي کړی وي له خپل تليفون او مهم تماس څخه بې برخي وساتل سوم

 د کامرون د انګريزي ژبي سيمي سره تړاو لرونکي دغه کس ليکلي چي د بلجيم چارواکو غوښتل چي پر ده د دوبلین اصول عملي کړي. هغه وايي چي اېټاليې ته د بېرته لېږد د مخنيوي له پاره يې زياتي هڅي وکړې خو بريالی نه شو او بالآخره ايټالې ته ولېږدول شو.

 اکوما وايي چي اوس په ايټاليا کي له محافظت څخه برخمن دی خو بې روزګاره دی او ورته رسېدونکي مرستي کمي دي.

 هغه وايي:«زه دمګړی په ايټاليا کي ژبې له ستونزو سره مخامخ يم، کار نه لرم.» نوموړی له «ناکافي روغتيايي آسانتياؤ او د ادغام د کورسونو او له رواني مراقبت له نشته والي» له ستونزو سر ټکوي. اکوما ځکه غوښتل چي بلجيم ته ولاړ شي چي هلته يې دوستانو تر مخه لا ژوند کاوه.

 په ويزې سفر او بيا د پناه غوښتنه

 دا چي اکوما په توقيف کي ساتل شوی ؤ، ښايي بېل لاملونه ولري چي موږ پرې خبر نه یو.  موږ په دې هم نه پوهيږو چي هغه په دقيقه توګه د کومو وجوهاتو له کبله بېرته ايټاليې ته ولېږدول شو. خو موږ د مهاجرو او کډوالو له پاره د اروپايي شورا (ECRE) له کارپوهې« بېترا باينس»  په مرسته دغه موضوع مو روښانه کړه.

 لومړۍ خبره دا ده چي دا ممکنه ده چي يو څوک د لنډمهاله ويزې (د بېلګي په توګه د سيلانيانو په ويزه) په مرسته د اروپايي اتحاديې يو هيواد ته سفر وکړي او هلته له رسېدو سره سم د پناه غوښتنه وکړي.

 په همدې توګه د هغو هيوادونو وګړي چي د اروپايي اتحاديې سره ويزه نه لري لکه د لويديځ بالکان، ګرجستان يا ونيزويلا هيواد وګړي هم کولای شي چي اروپايي اتحاديې ته سفر وکړي او بيا هلته د پناه غوښتنه وکړي.

 خو د «دوبلین» اصول پر ويزه لرونکو کسانو هم عملي کيږي. د دې له پاره ځانګړي پړاوونه او شرايط د دوبلین قواعدو په ۳يم فصل کي په ۱۲ ماده  کي بيان شوی دی.

 لنډمهاله ويزې چي ورته د شينګن ويزې يا C-visas هم ويل کيږي د شينګن د ټولې ساحې له پاره کار کوي. دا په دې معنی چې د شينګن ويزه لرونکی کس کولای شي چې د دغه تړون لاسليک کوونکو ټولو اروپايي هيوادونو ته سفر وکړي.

 که د شينګن ويزه لرونکی يو کس ويزه له يو هيواد څخه اخيستې وي خو بل هيواد ته په دغه ويزه سفر وکړي او هلته د پناه غوښتنه وکړي، نو د دبلن اصولو له مخي بېرته هغه هيواد ته لېږدول کيږي، کوم چي د شينګن ويزه ورکړې وي. دا په هغه صورت کي هم که دغه کس له سره ويزه ورکوونکي هيواد ته نه وي تللی. دلته د پناه غوښتنې د دوسيې د څېړلو مسؤليت د هغه هيواد په غاړه وي چي پناه غوښتونکي کس ته يې ويزه جاري کړې وي.

 که د ويزې د مودې د پای ته رسیدو وروسته هم څوک خپل اقامت ته دوام وکړي ؟ 

 که يو څوک د خپلي ويزې د معياد د پای ته رسېدو وروسته لا هم په هغه هيواد کي پاته شي، نو دغه معلومات د ويزې په تړاو د معلوماتو د ځېرمه کولو په ځانګړي سيسټم کي ثبت کيږي. د دغه سيسټم په تړاو نور معلومات پر لاندني لينک په انګرېزي ژبه لوستلای شئ:

Visa Information System (VIS)

د پناه غوښتنې د چارو کارپوهه باينس وايي چي که څوک د ويزې تر ميعاد څخه زيات وخت په يو اروپايي هيواد کي تير کړي نو که يو بل وخت ورته د ويزې غوښتنليک ورکړي، ښايي په دې دليل ورته بيا له ويزې ورکولو ډه ډه وشي ځکه چي تېر ځل يې تر ويزې زيات وخت تېر کړی ؤ.

 که د يو چا د ويزې ميعاد پای ته رسېدلی وي او هغه بيا هم په هغه هيواد کي پاته وي، بېله دې چي د بل ډول اقامې څښتن وي، نو په هغه هيواد کي شتون يې ناقانونه کيږي. د دې سره دا ګواښ تړلی دی چي اړونده کس اخراج کړل شي.

 که يو څوک د خپلې ويزې تر ميعاد پای ته رسېدو وروسته بيا هم په يو هيواد کي پاته وي او د پناه غوښتنه وکړي، نو کولای شي. البته اړ به وي چي د نړيوال محافظت په دليل د پناه غوښتنې له پاره زيات انتظار وکړي. تر ويزې زيات وخت تېرول د اړونده کس اعتبار ته هم ښايي زيان ورسوي.

 جعلي ويزه او اسناد

 هيڅ داسي دلیل نشته چي له امله يي اکوما د سياحتي ويزې علاوه بل ډول ويزه لرله. خو د مخدره توکو او جرايمو ضد د ملګرو ملتونو د دفتر په حواله جعلي ويزې د انساني قاچاق کوونکو له خوا په لوړه اندازه په کار اچول کيږي. مهاجر نيوز له کارپوهيي پېترا باینس څخه پوښتنه وکړه چي که يو څوک قاچاق وړونکي په مرسته او یا په جعلي ويزه يا اسنادو سفر  وکړي نو څه پیښیږي؟

 باينس وايي چي د جعلي ويزې يا جعلي اسنادو له لارې د سفر په ترڅ کي بيا هم د پناه غوښتنه ممکنه ده. خو د اړونده کس پناه غوښتنه به ارزيابي کيږي چي ايا له هغو هيوادونو سره تړاو لري چي ورته اخراج ممکن او بېله د شکنجې يا بل ډول جدي جسمي يا آزادۍ د تاوان ګواښ اخراج کوونکي ته نه پېښوي که څنګه.

 خو باينس وايي چي د جعلي اسنادو په مرسته سفر د اړونده سفر کوونکي له پاره په توقيف کې پای ته رسېدلای شي. د دې تر څنګ دغه ډول عمل د پناه غوښتنې پر وخت د اړونده کس اعتبار ته زيان اړولای شي.

 که د پناه غوښتونکي اسناد جعلي وي، نو چارواکي دا د اخراج د پروسې او د پناه غوښتنې د ردولو له پاره د يو دليل په توګه نيولای شي. هغوی دا استدلال کولای شي چي جعلي اسناد لرونکي کس هڅه کړې چي چارواکي تېر باسي.

 د دبلن تړون په تړاو ستاسو د پوښتنو او د کارپوهانو پر جوابونو ولاړ يو تفصيلي مطلب پر لاندني لينک په کليک کولو سره موندلای سئ:

 د دبلن مقرراتو په تړاو د مهمو سوالونو جوابونه

 

نورې ليکنې