د کالې ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې سمندرغاړې ته نږدې له کډوالو پاتې شوې کښتۍ. ۳۱ سپتمبر ۲۰۲۰. انځور: مهدي
د کالې ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې سمندرغاړې ته نږدې له کډوالو پاتې شوې کښتۍ. ۳۱ سپتمبر ۲۰۲۰. انځور: مهدي

په تیرو اتو میاشتو کې د تیرکال پرتله شپږ برابره زیاتو کډوالو د اوبو له لارې له فرانسې نه بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې. دغه کډوال د انګلش چینل د اوبو له لارې د فرانسې له شمالي سمندر غاړې خپل سفر پیلوي. د مهاجرنیوز خبریالان د فرانسې شمالي بندري ښار کالې ته نږدې ۸۰ کیلومټره اوږد هغه سمندر غاړي ته ورغلي چې کډوال د کوچنیو کښتیو له لارې بریتانیا ته ترې ځي.

سمندر ته نږدې له کډوالو پاتې شوې آثار

د فرانسې په شمال کې د کالې بندري ښار په ۳۰ کیلو مټرۍ کې سمندر غاړې ته نږدې د شګو د غونډیو او بوټو ترمنځ په وچه دښته کې دوه بادي بیړۍ، د لمبلو واسکټونه، د اوبو بوشکې،د موبایل چارجر او سګرټ پراته ول.

د دغو پاتې شویو اثارو ترمنځ د پوست یو کاغذ هم و چې چې ګمان کیږي ایرانۍ نوم دی.  یوازې یو څو متره فاصله کې د بوټو ترمنځ ګڼ شمیر واسکټونه، بیکونه او نور وسایل هم د سمندر پر غاړه پراته ول.

له دغو آثارو داسې ښکاریده چې یو شمیر کډوال چې غوښتل يي د همدغو کښتیو له لارې بریتانیا ته ځوانونه ورسوي خو بریالي شوي نه ول. ښايي دوې د پولیسو له ویرې خپل هر څه دلته پریښي وي.

                    په سیمه کې فرانک او جولي هغه فرانسوۍ جوړه ده چې ټوله شپه يي په خپل «کمپر وان»  بس کې چې په سفر کې د استوګنې لپاره کارول تیر کړي ول. دغه ښځه او میړه د پولیسو د هغې ګزمې له امله چې د ګډوالو د لټون په موخه ترسره شوې وه، سم خوب نه و کړی.

دوې په سیمه کې سهار وختي د سپتمبر په لومړۍ نیټه مهاجر نیوز ته وویل:« د شپې یوه بجه وه چې د پولیسو غږونه مو واوریدل. پولیسو غټ سراغونه روښانه کړي ول. درې نور موټر هم ولاړ ول او په خپلو منځو کې يي خبرې کولي. دوې د کډوالو د موندلو لپاره راغلي ول.»

د اوبو له لارې بریتانیا ته د اوښتو هڅه په کمساری ډول لوړ شوی

د فرانسې او بریتانیا ترمنځ انګلش چینل د نړۍ یو له بوختو سمندري لارو بلل کیږي چې کډوال په ناقانونه ډول د کښتیو له لارې بریتانیا ته د اوښتو لپاره له همدغه سمندر څخه ګټه پورته کوي. کډوال د قاچاقچیانو په مرسته د فرانسې د « بولان- سور-مر» او کالې له شمالي ښارونو له سواحلو خپل سفر پیلوي. بریتانیا ته درسیدو لپاره له ګازي او بادي کښتیو همدارنګه له وړو کښتیو ( کایاک) څخه کار اخیستل کیږي.

په تیرو څو وروستیو میاشتو کې بریتانیا ته د انګلش چینل د اوبو له لارې د کډوالو د اوښتو په کچه کې د پام وړ ډیروالی راغلی.

په کالې کې د انګلش چینل د سمندري ځواکونو اداره د سپتمبر په ۲ مه مهاجر نیوز ته وویل:« په تیرو اتو میاشتو کې ټولټال ۶۲۰۰ کډوال چې بریتانیا ته يي د تګ هڅه درلوده موندل شوي. په ۲۰۱۹ کال کې بیا دغه شمیر ۲۲۹۴ تنه و»

دغه شمیرې د دې ښودنه کوي چې د بیړو له لارې بریتانیا ته د ورتلونکو کډوالو شمیر شپږ برابره ډیر شوی.

نور ولولئ: مانش کانال کې ۱۱۶ کډوال چې بریتانیا ته يي د تلو هڅه درلوده ژغورل شوي

چارواکي بریتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د کډوالو د تلو د زیاتوالي عوامل مناسبه هوا، د کوچنیو کښتیو له لارې د رسیدو بریالۍ هڅې، د لاریو په وسیله ناکامې هڅې، بریتانیا ته د تلونکو لاریو په شمیر کې کموالی او د کښتیو له لارې د قاچاقچیانو ډیره ګټه په ګوته کوي.

د قاچاقچیانو کاروبار

په سیمه کې فرانسوي چارواکي وايي چې ۲۰۱۸ کال کې په لومړي ځل ایراني قاچاقچیانو بریتانیا ته د اوښتو لپاره له دغې نوې لارې ګټه پورته کړه.اوس دغه سوداګري یوازې ایراني قاچاقبرو پورې محدوده نه ده پاتې بلکې د یو شمیر نورو هیوادونو اوسیدونکي هم خپلې شبکې جوړې کړي چې ډیرۍ يي د کالې په بندري ښار کې فعالې دي.

د فرانسې په شمال کې د بولان- سور-مر د سمندري ښار پوځي څارنوال« پاسکال مارکونویل» مهاجر نیوز ته وویل:« بریتانیا ته د لاریو په تګ کې کموالی د دې لامل شوی چې اوس کډوال له کوچینو کښتیو ګټه پورته کړي. خو لاهم یو شمیر افریقايي کډوال چې پوره پیسې ورسره نه وي په لاریو کې پټیږي او بریتانیا ته د اوښتو هڅه کوي.»

هغه وايي « د انساني قاچاقچیانو سازمان شوي شبکو لپاره له کوچینو کښتیو ګټه اخیسته یوه ښه طریقه ده. هغوی د سمندر پر غاړه لومړی د تګ ځایونه غوره کوي، بیا سمندري وسایل چمتو کوي. له هغه وروسته مسافر پیداکوي.»

                   د دغه پوځي چارواکي په خبره سمندري ځواکونه د قاچاقچیانو د موندلو لپاره له چورلکو او نور پرمختللو وسایلو استفاده کوي. پاسکال وايي هغه کسان چې له قاچاچقیانو سره د سمندري توکو په چمتو کولو او ساحل ته يي په لیږلو کې مرسته کوي د قاچاقچي ته ورته جرم تر سره کوي او د فرانسې د قوانینو له مخې ورته سزا ورکول کیږي.

مکسیم چې د ساحلي ښار بولان- سور-مر د کښتیو په یو دوکان کې کار کوي له تخنیکي اړخه د کوچنیو بیړو په اړه مهاجر نیوز سره په خبرې کې وویل:« د فرانسې په شمال کې د « کپ کیغي نی» له سمندر غاړې نه د بریتانیا تر سواحلو ۳۲ کیلومټر فاصله ده.د کډوالو مقصد د بریتانیا اوبه ته ځان رسول دي تر څو د بریتانیا سمندري ساتونکو ته تسلیم شي. د غې فاصلې ته د رسیدو لپاره ۲۰ نه تر ۳۰ لیتره تیلو ته اړتیا ده خو دا په بیړۍ کې د سپاره کسانو وزن پورې تړاو لري.»

                                     ۳۸ کلن ایرانۍ کډوال آریا چې د خپل اصلي نوم له ښودنې ډ ډه کوي، د بیړۍ له لارې يي څو ځلې بیرتانیا ته دتګ ناکامه هڅه کړې. هغه په کالې کې چې له یو شمیر ایراني کډوالو سره یوځای راټول شوي وویل:« د اګست میاشتې په لومړیو کې مو هڅه وکړه چې د بیړۍ په وسیله خپل سفر پیل کړو خو د سمندر په ساحل کې د پولیسو لخوا زمونږ دغه هڅه ناکامه شوه.

آریا وايي:« د سهار ۴ بجې وې، بیړۍ هم له مخکې د سمندر په غاړه چمتو وه چې ناڅاپه پولیس سیمې ته راغلل او مونږ له سیمې تیښته وکړه. تپه تیاره وه او پوه نشم چې زما شاته کسان پولیس و او یاهم کډوال.»

آریا اوس په کالې کې د انګلش چینل له لارې بریتانیا ته د اوښتو انتظار باسي.هغه وايي داسې خلک هم شته چې له قاچاقچیانو له مرستې پرته دغه سفر پیلوي خو دا چاره آسانه نه ده.

«خپل مرګ مې په خپلو سترګو ولید»

۲۴ کلن خالد خان چې د افغانستان اوسیدونکی دی دوه اونۍ وړاندې يي د قاچاقچي په مرسته د کوچنۍ کښتۍ له لارې بریتانیا ته د اوښتو هڅه کړې وه خو په کښتۍ کې د اوبو د ننوتلو له امله د سمندر له منځه بیرته را ګرځیدلی دی.

د دغه افغان کډوال تره ځوې په بریتانیا کې درې زره پونډه قاچاقچیانو ته ورکوی ترڅو هغه په کښتۍ کې د اوبو له لارې بریتانیا ته ورسوي.  

له خالد خان سره په دغه سفر کې د ریو نورو افغانانو په ګډون ۶ تنه ایرانیان، ۴ تنه ویتنامیان هم په یوه ۵ مترۍ کښتۍ کې ملګري ول.

هغه چې اوس بریتانیا ته د تګ انتظار باسي په کالې کې يي مهاجر نیوز سره خپرو کې وویل:« د شپې شاوخوا درې بجې وې چې د قاچاقچیانو لخوا سمندر غاړې ته انتقال شو. زما او یو بل افغان نه پرته ټولو مسافرو د ژغورنې واسکټونه په تن کړل. مونږ ټول په یوه وړه بیړۍ کې د شپې سفر پیل کړ.»

                             خالد خان وايي :« له یو ساعت مزل وروسته زمونږ د بیړۍ انجن خراب شو او بیړۍ ته اوبه د ننه شوې. د سفر ملګرو ته مو وویل چې بیړې بیرته راتاوه کړي خو نه يي منل او د بریتانیا د سواحلو پر لور روان و. له سختو لفظي شخړو ورسته بیړۍ مو بیرته راتاوه کړه او د فرانسې سواحلو ته مو ځان راورساوه.»

ساحل ته له رسیدو سره سم څلور تنه افغانان له بیړۍ ښکته کیږي چې له دې سره د بیړۍ وزن کمیږي او پاتې نور بیرته بریتانیا ته خپل سفر پیلوي. خالد خان وايي هغوی اوس په بریتانیا کې دي.

نوموړي د لاری په وسیله هم بریتانیا ته د اوښتو ډیرې هڅې کړي خو بریالی شوی نه دی. هغه وايي په وروستي ځل مې غوښتل چې په لارۍ کې پټ شوم نو د لارې په دروازه کې مې لاس هم ژوبل کړ.

د لارۍ په و سیله بریتانیا ته د اوښتو ناکامې هڅې د دې لامل شوې چې دغه افغان کډوال اوس د بیړۍ له لارې بریتانیا ته واوړي.

هغه وايي چې د بیړۍ له سفر څخه سخت ویریدلی و وايي په بیړۍ کې مو « خپل مرګ مې په خپلو سترګو ولید»

کالې کې له ګړاوه ډک ژوند

د فرانسې شمالي بندري ښار کډوالو لپاره بریتانیا ته د سفر تمځای بلل کیږي. د ځنګله په نوم مشور پنډغالی چې کلونه وړاندې شاوخوا ۸۰۰۰ کډوال پکې میشت ول، په ۲۰۱۶ کال کې د فرانسوي پولیسو خوا و نړل شو. اوس د ځنګل له څلورو خواوو اوسپنیز دیوالونه راتاو دي.

په کالې کې مرستندویان وايي چې په سیمه کې ورځ تر بلې پر کډوالو د ژوند ساحه تینګیږي او پر مرستندویه سازمانونو هم فشار ډیر شوي.

د « l'Auberge des Migrants » سازمان په کالې کې کډوالو ته د مرستو د ویش او د دوې له حقونو د ملاتړ په برخه کې کار کوي. د دغه سازمان مرستیال «فرانسوا ګینوک»  وویل:« د جنوري په میاشت کې د کالې په یو شمیر صنعتي سیمو کې د کډوالو د خیمو د ړنګولو عملیات پیل شول او له هغه راهیسې شاوخوا ۳۵۰ څخه ۴۰۰ کډوالو په سختو شرایطو کې د سړک پر غاړه، تر پلونو لاندې او نورو سیمو کې ویده کیږي.»

                                    فرانسوا وايي چې له صنعتي سیمو د کډوالو تخلیه د دې لامل شوه چې د « La Vie Active »  سازمان ( هغه سازمان چې د دولت لخوا کډوالو ته د خوراکي موادو د ویش دنده درلوده) خدمات و درول شي.

هغه وايي:« اوسمهال شاوخوا ۷۰۰ کډوال د کالې روغتون ته نږدې او نورو سیمو کې د ژوند سخت شرایط تیروي. دوې ټولو لپاره یوازي ۷ تشنابونه موجود دي. اوس د یاد سازمان لخوا د خوراکي موادو ویش هم دغلته درول شوی. دوې تشنابونو ته لاسرسۍ نه لري.»

د نوموړي په خبره پر کډوالو او له کډوالو د ملاتړ پر سازمانونو د فرانسې دولت لخوا فشار ورځ تر بلې ډیریږي چې له دې سره په کالې کې د کډوالو ژوند تریخ شوی.

فرانسوا یاد حالت ته د اندیښنې په څرګندولو وویل « مونږ د کډوالو لپاره د ژوندانه شرایط د خرابوالي شاهدان یو».

 

نورې ليکنې