تېره شنبه د برتانیا ساحلي دوور ښار په دوو برخو کې مهاجر پلوو او د کډوالو ضد فعالانو لاریونونه وکړل. ډېری هغه کسان چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي په لومړي سر دوو ښار ته رسېږي.
د برتانوي رسنیو له مخې تېره شنبه د برتانیا دوو ښار کې د مهاجرو ضد فعالانو د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته د مهاجرو د ورتګ پر وړاندې لاریون وکړ.
راپورونه زیاتوي چې د مهاجرو ضد مظاهره کوونکو یوه لاره وتړله او له پولیسو سره یې نښته وکړه.
دوی د برتانیا بېرغونه له ځان سره درلودل او د «ازادۍ» شعارونه یې ورکول. همدا راز ځینو کسانو شعار ورکاوه چې د برتانیا سړکونه باید له دغو «کثافاتو» پاک شي.
په همدې حال کې د برتانیا د کېنت سیمې پولیسو په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د عامه نظم د اخلال، د راسیستي چلند او د بېړنیو خدماتو له یوه کارکوونکي سره د تاوتریخوالي په تړاو یې لس کسان نیولي دي.
Kent Police officers made 10 arrests as they worked to minimise the disruption caused by protests in #Dover
— Kent Police (UK) (@kent_police) September 5, 2020
Details here... https://t.co/3HLZtk0X6s
«موږ د مهاجرو هرکلی کوو»
په ورته مهال د دوور ښار په یوه بله سیمه کې مهاجر پلوه فعالانو د مهاجرو په حمایت کې لاریونونه وکړل.
د کېنت رفیوجي هېلپ ټولنې غړې پیتر کینان مظاهره کوونکو ته وویل کله چې یوه ټولنه له جګړو تښتېدلي کسان ردوي، دا د یادې ټولنې د وضعیت څرګندوي. هغه زیاته کړه: «موږ داسې کسان نه یو. موږ پاڅېږو او د هغو کسانو هرکلی کوو چې په سختو شرایطو کې له وېروونکو حالتونو څخه تښتېدلي دي.»
Thanks you to Kent Refugee Help for their support#RefugeesWelcome #westandwithyou pic.twitter.com/5qedQnjjb1
— KENT ANTI RACISM NET (@KentAntiRacism) September 4, 2020
په داسې حال کې چې کارپوهان وایي د برګزېت له کبله به برتانیا کې د کډوالۍ شرایط نور هم سخت شي، خو د برتانوي چارواکو د شمېرو له مخې یوازې تېره چهارشنبه ۴۰۰ کسان د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي دي.
بیا ولولئ: له فرانسې نه بریتانیا ته د اوبو له لارې د کډوالو کمساری اووښتل
تر دې دمخه برتانیا ژمنه کړې وه چې د مانش کانال له لارې به دې هیواد ته د مهاجرو سفرونه پای ته ورسوي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله د روان کال له پیل راهیسې تر ۵۶۰۰ زیاتو مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي.