د ۲۰۲۰ د اګست ۲۹مه. کډوال لمپدوسا بندر کې ښکته کېږي. کرېډېت: انسا، الیو دېسیدېریو
د ۲۰۲۰ د اګست ۲۹مه. کډوال لمپدوسا بندر کې ښکته کېږي. کرېډېت: انسا، الیو دېسیدېریو

تېره یکشنبه تر ۷۵۰ ډېر مهاجر د یوې کب نیوونکې بېړۍ په وسیله د ایټالیا له لمپدوسا ټاپو څخه یوې کښتۍ ته انتقال شول. چارواکو ویلي چې د کورونا ویروس پېښو د ډېرېدو د مخنیوي لپاره یې دا اقدام کړی دی.

ټاکل شوې چې یاد مهاجر به ۱۴ ورځې دغه کښتۍ کې تېرې کړي. سیسیل کې د کورونا ویروس د خپرېدا په اړه د دې سیمې د مشر تر شکایت وروسته د ایټالیا حکومت ځینې کښتۍ د مهاجرو قرنطین ته ځانګړې کړې.

 په تېرو څو میاشتو کې لمپدوسا کې د مهاجرو د شمېر د زیاتوالي له کبله د دغه ټاپو د پناه غوښتونکو په مرکز کې د کډوالو شمېر۲۰۰۰ کسانو ته رسېدلي و، حال دا چې یاد مرکز یوازې د ۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

د لمپدوسا ښاروال سالواتور مارتېلو په حواله پرون یکشنبه ټولټال ۷۵۲ تنه مهاجرو ته ځانګړې شوې کښتۍ ته انتقال شوي دي. خو د سره صلیب سازمان وایي چې د دغو کسانو له ډلې څخه هېڅ یو یې د کورونا مثبته ازموینه نه ده کړې.

تمه ده چې یاد مهاجر کښتۍ ته تر انتقالېدو او د ۱۴ ورځو تر پای ته رسېدو وروسته د کورونا ویروس ازموینې ترسره کړي.

چارواکي به دوی بیا سیسیل او یا د ایټالیا مرکزي سیمو ته انتقال کړي.

نور مهاجر به کښتیو ته انتقال شي 

راپورونه زیاتوي چې د سختو شمالونو له امله پرون مهاجرو ته ځانګړې شوې کښتۍ و نه توانېده چې د لمپدوسا په بندر کې لنګر واچوي. نو ځکه یاد کسان لومړی د ایټالیا د ساحلي ځواکونو بېړۍ او بیا یوې کب نیوونکې بېړۍ ته انتقال شول.

تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د لمپدوسا د مهاجرو له مرکز څخه نور کسان هم یوې بلې چارتر کښتۍ ته انتقال شي.

د کورونا ویروس د کړکېچ پر مهال د ایټالیا حکومت ویلي وو چې د روغتیایي دلایلو له کبله خپل بندرونه د مهاجرو د کښتیو پر مخ تړي. 

له څو کلونو راهیسې ایټالیا په معموله توګه بشردوستانه کښتیو ته خپلو بندرونو کې د مهاجرو د ښکته کولو اجازه نه ورکوي. دغه هیواد وایي چې بشردوستانه کښتۍ اروپايي بندرونو ته د کډوالو په رسولو سره له قاچاقي ډلو سره مرسته کوي.

دغه راز ایټالیا او مالتا له اروپایي ټولنې څخه غواړي چې د مدیترانې له لارې دغو هیوادونو ته د رسېدلو مهاجرو یوه برخه باید ومني. خو تر دې دمه لږو اروپایي هیوادونو د یادو کډوالو منلو ته چمتوالی ښودلی دی.

سږ کال د مدیترانې له لارې د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. ډېری دغه مهاجر له تونس څخه اروپایي هیوادونو ته د راتګ هڅه کوي. د ایټالوي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې د روان کال تر دې دمه ۱۷۰۰۰ مهاجر سیسیل او په ځانګړې توګه لمپدوسا ټاپو ته رسېدلي، حال دا چې تېر کال په همدې موده کې یوازې ۴۶۶۴ کسانو د مدیترانې له لارې ځانونه سیسیل ته رسولي ول. 

 

نورې ليکنې