د بخښنې نړیوال سازمان نن سه شنبه د مالتا حکومت په دې تورن کړی چې مدیترانه کې د مهاجرو د سفر د مخنیوي لپاره «ناقانونه طریقې» کاروي.
د بخښنې نړیوال سازمان نن سه شنبه د سپټمبر ۸مه د «د معافیت څپې: مرکزي مدیترانه کې د مالتا له خوا د مهاجرو او پناه غوښتونکو له حقونو سرغړونې» په نامه یو راپور خپور کړی. دې راپور کې راغلي: «د مالتا حکومت سمندر کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د سفر د مخنیوي لپاره خطرناک او غیر قانوني اقدامات کړي دي.»
د بخښنې نړیوالې ادارې زیاته کړې مالتایي چارواکو مهاجر په شا تمبولي دي او یا د دوی د کښتیو مسیر د ایټالیا په لور منحرف کړی. راپور کې زیاته شوې چې چارواکو دغه راز په غیر مجهزو کښتیو کې سلګونه کسان بندیان کړي دي.
د مالتا او لیبیا ترمنځ هوکړه
راپور کې دا هم راغلي چې د تېرې مۍ میاشتې په پای کې د مالتا او لیبیا تر منځ د مهاجرو د مخنیوي هوکړه د دې سبب شوې چې مهاجر لیبیایي کمپونو ته تر ستنېدو وروسته له تاوتریخوالي سره مخ شي.
یاده اداره زیاتوي چې د مالتایي چارواکو له خوا لګول شویو ځینو تدابیرو ممکن د جرمي اعمالو سبب شوي وي.
تېره اپریل میاشت مالتا او ایټالیا وویل چې د کورونا ویروس وبا له امله خپل بندرونه د مهاجرو پر مخ تړي. دوی زیاته کړې وه چې غواړي خپلې منابع او توان د کورونا کړکېچ د مبارزې په برخه کې مصرف کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د روان کال له پیله راهیسې مالتا ټولټال ۲۱۶۱ مهاجر منلي دي چې «د دوی د هرکلي لپاره مالي منابع او کوښښونه د یو داسې کوچنی هیواد لپاره نسبتاً ډېر دي.»
خو یاده اداره زیاتوي چې دا په دې مانا نه ده چې مالتا د ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کېدو لپاره د یو امن بندر له ټاکلو څخه ډډه وکړي.
ماېرک اتین کښتۍ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی
د بخښنې نړیوال سازمان راپور په داسې حال کې خپرېږي چې دمګړۍ یوه ډنمارکۍ کښتۍ له ۲۷ مهاجرو سره په مدیترانه کې سرګردانه ده.
ماېرسک اتین د اګست پر ۴مه د مالتایي چارواکو په غوښتنه سمندر کې یاد مهاجر ژغورلي وو، خو مالتا بیا دغې کښتۍ ته خپلو ساحلو اوبو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه.
په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او د کډوالۍ نړیوالې ادارې پرون دوشنبه وویل چې یاد مهاجر باید ډېر ژر له ماېرسک اتین کښتۍ څخه د ښکته کېدو اجازه ترلاسه کړي.
د مالتا لومړي وزیر روبرت ابېلا تېره یکشنبه مالتا تودي مجلې سره په خبرو کې وویل چې مالتایي چارواکو د ماېرسک اتین مسولیت په غاړه نه لري ځکه چې دا یوه ډنمارکۍ کښتۍ ده.
د راپورونو له مخې ماېرسک اتین کې د بند پاتو مهاجرو وضعیت مخ په خرابېدو دی. تېره یکشنبه کښتۍ کې سپرو درې مهاجرو ځانونه اوبو ته وغورځول چې بیا د کښتۍ کارکوونکو له خوا وژغورل شول.