تقریباً ټول کمپ سوځېدلی دی. کرېډېت: رویترز
تقریباً ټول کمپ سوځېدلی دی. کرېډېت: رویترز

نن چهارشنبه سهار وختي د یونان د کډوالو تر ټولو لوی موریا کمپ کې اور لګېدنه رامنځ ته شوې ده. یوناني اور وژونکي وایي چې د ژغورنې پراخ عملیات یې پیل کړي دي. موریا کمپ د یونان په لېسبوس ټاپو کې موقعیت لري چې تر ۱۲ زره ډېر مهاجر پکې اوسېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې اورلګېدنه ښايي د هغو مهاجرو له خوا رامنځ ته شوې وي چې د کورونا ویروس وبا له امله د موریا کمپ پر اوسېدونکو د لګول شویو بندیزونو پر وړاندې احتجاجونه کړي وو.

په ورته مهال یوناني اور وژونکي وایي چې تقریباً ټول کمپ ویجاړ شوی دی. دوی زیاته کړې چې تر دې دمه ځاني تلفات نشته، خو ځینې کسان په سطحي توګه ټپیان دي او د سا اخیستلو ستونزې سره مخ شوي دي.

د فرانسې د خبري اژانس یو عکاس چې دمګړۍ په موریا کمپ کې دی ویلي: «تقریباً ټول کمپ په اور کې سوځي، هم د کمپ دننه او هم هغې خیمې چې د کمپ بهر تر زیتون ونو لاندې درول شوې دي.» نوموړي زیاته کړې چې تر اور لګېدنې وروسته سلګونو پناه غوښتونکو میتیلېن بندر ته د تښتې هڅه وکړه خو د عامه نظم ځواکونو یې مخه ونیوله. ځینو کسانو هم شاوخوا تپو ته پناه وړې ده.

بې ځایه شوي مهاجر. کرېډېت: دي ار
بل لور ته د لېسبوس د اور وژونکو سنډیکا مشر یورګوس نتینوس نن چهارشنبه وویل چې «[موریا] کمپ ۹۰ سلنه سوځېدلی» او تر دې دمه اور نه دی مړ شوی. دوی په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې ځینو مهاجرو کمپ ته د هغوی د ننوتلو مخه نیولې، نو ځکه دوی له امنیتي ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د لېسبوس پوست په نامه ځایي سایټ د راپور له مخې دغه اور لګېدنه کې تر ۳۰۰۰ خیمې، زرګونه کانټینرونه، اداري دفاتر، او یو کلېنیک سوځېدلي دي.

بېړنی حالت اعلان شوی

په همدې حال کې د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس له یوه یوناني تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې «لېسبوس ټاپو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی».

تمه ده چې نن سهار «موریا کمپ کې د وضعیت د ارزولو او د ضروري اقداماتو» په تړاو د یونان د لومړي وزیر او د یونان د بېړنیو حالاتو مشر غونډه وکړي. 

د یونان خبري اژانس انا په حواله اورلګېدنه ممکن د ځینو هغو پناه غوښتونکو د احتجاج وروسته رامنځ ته شوې وي چې تمه وه قرنطین شي. دغو کسانو د کورونا مثبتې ازموینې کړې وې او یا له داسې کسانو سره یې اړیکه لرله چې د کورونا ازموینې یې مثبتې وې.

په همدې حال کې د موریا کمپ اوسېدونکی الفا کډوال نیوز ته وایي چې «افغانانو نه غوښتل چې چارواکي د کورونا ویروس ازموینې ترسره کړي.» وروسته بیا وضعیت خراب شو او «یوناني ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه.» هغه زیاتوي: «زه خپل کانتینر کې وم او یو غږ مې واورېد. نه مې غوښتل چې له کانتیره ووځم. خو کانتینر ته مې اور دننه شو. زه وتښتېدم. وېره مې درلوده.»

په زرګونه کسان نور سرپناه نه لري. کرېډېت: رویترز
بل لور ته د موریا او ګاوندیو کلیو ټولنې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې چارواکي باید ډېر ژر د بې سرپناه نه لرونکو پناه غوښتونکو د ستونزې د هوارولو لپاره د حل لاره پیدا کړي.

د یونان حکومت ویاند له مخې «دغه کمپ کې [د کورونا] ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او دوی ټول باید قرنطین شي...» نوموړي زیاته کړې چې د کمپ اوسېدونکي له لېسبوس ټاپو څخه د وتلو اجازه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ موریا کمپ کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوې وه، نو ځکه چارواکو د ۱۵ ورځو لپاره پر دغه کمپ ګرځبندیز ولګاوه.  همدا شان موریا کمپ کې د کورونا ویروس د ۲۰۰۰ ازموینو تر ترسره کېدو وروسته د ۳۵ نورو کسانو ازموینې مثبتې وې.

موریا کمپ له تېرې مارچ میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې دی. که څه هم د بشري حقونو مدافع بنسټونه دا یو تبعیضي چلند بولي، خو یوناني چارواکو تر اوسه دغه بندیزونه نه دي پورته کړي. الفا وایي: «موږ له میاشتو راهیسې کمپ کې ایسار پاتې یو. له کمپه وتلی نه شو...»

 

نورې ليکنې

Webpack App