له ارشیف څخه. مالاسکا کمپ د اټن په شمال کې موقعیت لري. کرېډېت: دي ار
له ارشیف څخه. مالاسکا کمپ د اټن په شمال کې موقعیت لري. کرېډېت: دي ار

یوناني چارواکي وایي چې د مهاجرو په درېو کمپونو کې یې ټولبندیز لګولی دی. دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه.

پرون سه شنبه د یونان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې «د یونان په مالاکاسا، شیستو (د اټن په شمالي او لوېدیځه سیمه) او الیانوس کمپونو کې روغتیایي ټولبندیز لګول کېږي.» تمه ده چې دا ټولبندیز د سپټمبر تر ۲۱مې پورې دوام وکړي.

تېره اونۍ د یونان په موریا کمپ کې د کورونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه. دغه کمپ کې ۱۲۷۰۰ مهاجر په غیرانساني شرایطو کې ژوند کوي. چارواکو بیا موریا او دوه نور کمپونه د ۱۵ ورځو لپاره قرنطین کړل.

دغه راز موریا کمپ د کورونا ویروس د ۱۶۰۰ ازموینو تر ترسره کېدو وروسته د شاوخوا ۱۷ کسانو د ازموینو پایلې مثبتې وې.  

په ورته مهال لېسبوس کې د ډاکټرانو ټولنې دغه ټاپو کې د روغتیایي کارکوونکو د شمېر د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

له مارچ میاشتې راهیسې تر قرنطین لاندې

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هالنډ حکومت له خوا ورکړل شوي ۶۲ بسترونه باید ژر تر ژره چمتو شي او دغه راز له موریا څخه د زیان منونکو کسانو د انتقالولو زمینه برابره شي.

موریا کمپ له مارچ میاشتې د کورونا ویروس له امله تر قرنطین لاندې دی، حال دا چې یونان کې د مۍ میاشتې په پیل کې ګرځبندیز پای ته رسېدلی دی.

بیا ولولئ: یونان د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز بیا تمدید کړ

تر دې دمخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو ویلي وو چې دا له مهاجرو سره یو تبعیضي چلند دی.

تېره ورځ د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر نوتیس میتاراچي وویل چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د یونان په پنځو ټاپوګانو کې د مهاجرو شمېر ۳۸ سلنه کم شوی دی. دغه کسان د یونان مرکزي سیمو کې د هرکلي مرکزونه ته انتقال شوي دي.

نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې د ۲۰۱۹ پر تله سږ کال له ترکیې څخه یونان ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی دی.

 

نورې ليکنې