د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل او د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر
د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل او د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر

زېهوفر غواړي چي د مهاجرو د ويش په تړاو نوی اروپايي تفاهم رامنځ ته سي او له دې کبله د آلماني ښارونو له خوا په يوازي له يونان څخه د مهاجرو د منلو مخالفت کوي.

په موريا کمپ کي د اورلګېدنۍ د پيښي سره سم په آلمان کي هغه بحثونه لا تاوده سوي دي، چي له يوناني مهاجر کمپونو څخه د مهاجرو د منلو په هکله دي. يو شمېر د آلمان ښارونو تر مخه لا دې ته چمتو والی ښودلی ؤ چي له يوناني مهاجر کمپونو څخه په معلوم شمېر مهاجر منلای سي. په دې ترڅ کي صرف د ناردراين وېستفالن ايالت ۴۰ ښارونو د مهاجرو منلو له پاره سينه ټکولې وه.

 د آلمان د نارد راين وېستفالن ايالت د هام ښاروال، پېتر هونستيګر پېترسمن،  يو له هغو ښاروالانو څخه دی چي د آلمان له لوري له يونان څخه د مهاجرو د منلو په حق کي دی. د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند دغه سياستوال د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۹مه) د آلمان اې آر دي رسنۍ ته وويل: «دا يو استثنايي حالت دی. موږ اجازه نه سو ورکولای چي په کوڅه کي زموږ سترګو ته مخامخ انسانان مړه سي.» 

د هام ښار د «زې بريوکه» په نوم مرستندوی غورځنګ سره هم ملګري کوي. ياد نړيوال غورځنګ د مهاجرو د بحران په ترڅ کي د مهاجرو سره د مرستي او د هغوی د ژغورنې له باره فعاليت کوي. دغه غورځنګ د نورو مرستندويه سازمانونو تر څنګ د آلمان د يو شمېر ښارواليو له ملاتړ څخه هم برخمن دی. د ياد غورځنګ په انټرنټ پاڼه کي د هغو آلماني ښارونو او ښارګوټو ليسټ هم موندل کيدلای سي چي چمتو دي چي په سمدلاسه توګه د يونان له تر اندازې ډکو مهاجر کمپونو څخه مهاجر ومني. پر دغه انټرنټ د هر درج سوي چي کوم همکار آلمانی ښار په کوم شمېر مهاجر منلو ته چمتو دی.

خو د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر د آلمان له لوري د مهاجر منلو په ابتکار کي د لومړي او يوازي اقدام مخالف دی. له دې کبله هغه آلماني ښارونه منع کړي دي چي بېله دې چي په برلين کي د آلماني مرکزي حکومت سره مشترکه فيصله وسي، ښارونه نه بايد چي په خپل سر مهاجر ومني. په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د حکومتي ګوند مسيحي اتحاد استازي، ماتياس ميدلبېرګ د اې آرد دي و تاګتېمن خپرونې ته وويل چي د نوو مهاجرو منل به د آلمان د مرکزي حکومت پر بوديجه او مصارفو اغېز کوي او له دې کبله بايد ښارونه او ښاروالۍ بايد دا ډول فيصلې د مرکزي حکومت سره په تفاهم کي وکړي.

د هام ښاروال هونسټيګر پېترسمن بيا وايي چي د نوو مهاجرو منل به د ښارواليو له پاره هم اضافي مصارف د ځان سره ولري. هغه وايي: «خو کله چي انتخاب د پيسو او د انسان د ژوند تر منځ وي، نو زموږ انتخاب د انسان ژوند دی.»

په برلين کي د آلمان مرکزي حکومت هڅه کوي چي په يونان کي د مهاجرو د بحران له پاره يو «اروپايي جواب» پيدا کړي. په داسي حال کي چي آلمان د اروپايي شورا د شپږمياشتنۍ دوره يي رياست مشري په غاړه لري، هڅه يې دا ده چي په رضاکارانه توګه د مهاجرو منلو ته چمتو غړو هيوادونو يوه ډله جوړه کړي.

د آلمان د پراختيايي چارو وزير ګېرد ميولر چي دوه کاله تر مخه پخپله د موريا کمپ ته ورغلی ؤ، هلته وضعيت يې د يوې داسي بنديخانې سره مقايسه کړی ؤ چي پکښي لوی جنایتکاران ساتل کيږي. نوموړي د موريا په کمپ کي د اورلګېدنې وروسته په يوه تلويزيوني مرکه کي وویل: «دا د يونان مهاجر نه دي. دا د اروپا مهاجر دي.» هغه پر دې ټينګار وکړ چي اروپايي اتحاديه مکلفه ده چي د مهاجرو دغه بحران ته يو حل پيدا کړي.

 

نورې ليکنې