د سپټمبر ۱۰: د موریا کمپ تر سوځېدو وروسته ګڼو مهاجرو په سړکونو کې شپه سبا کړې. کرېډېت: رویترز، الکس کنستانتینیدیس
د سپټمبر ۱۰: د موریا کمپ تر سوځېدو وروسته ګڼو مهاجرو په سړکونو کې شپه سبا کړې. کرېډېت: رویترز، الکس کنستانتینیدیس

تېره سه شنبه شپه د یونان په موریا کمپ کې تر اور لګېدنې پېښې وروسته نړیوالې ټولنې د بې ځایه شویو مهاجرو د برخلیک په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. جرمني پرون چهارشنبه وویل چې اروپا باید په «بېړني ډول» یو واحد مهاجرتي سیاست اختیار کړي. په ورته مهال فرانسې ویلي چې خپل مسولیت به ادا کوي.

د اور لګېدنې له امله د یونان د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته ځینو اروپایي چارواکو د یاد کمپ د اوسېدونکو منلو ته چمتووالی ښودلی. 

جرمني چې دمګړۍ د اروپایي ټولنې مشري په غاړه لري د یونان په موریا کمپ کې د اور لګېدنې پېښې وروسته د کډوالو مسلې په تړاو د یو واحد اروپایي مکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده. پرون چهارشنبه اروپایي چارو کې د جرمني د دولت منشي مایکل رات د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «... یونان زموږ ملاتړ ته اړتیا لري. اروپایي دولتونه باید په بېړني ډول د [مهاجرو] د هرکلي لپاره یو ګډ پروګرام جوړ کړي او د کډوالۍ او پناه غوښتنې په تړاو یو واحد سیاست اختیار کړي.»

نور ولولئ: د موریا کمپ اورلګېدنې په آلمان کې د مهاجرو پر سیاست بحثونه راپارولي دي

ښاغلي رات زیاته کړه چې که څه هم د روان کال تر پایه پورې د اصلاحاتو عملي کول مشکل ښکاري، خو جرمني ډاډه ده چې په دې برخه کې اساسي اقدامات وکړي.  

نوموړي د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ کړکېچ پنځه کاله وروسته د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو ترمنځ د یو واحد سیاست د نشتوالي په اړه خواشیني څرګنده کړه.

په ورته مهال د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له اروپایي هیوادونو څخه غوښتي چې د مهاجرو مسولیت دې په غاړه واخلي.

تېره سه شنبه شپه د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا کې تر اور لګېدنې وروسته په زرهاوو کډوال بې ځایه شوي دي. دغه کمپ کې تر ۱۲ زره ډېر مهاجر په غیر انساني شرایطو کې اوسېدل.

بیا ولولئ: د یونان په موریا کمپ کې اور لګېدنه: «تقریباً ټول کمپ ویجاړ شوی دی» 

پېښې اروپا کې د پناه غوښتونکو د هرکلي په تړاو بحثونه راپارولي دي.

په همدې حال کې  د جرمني په ځینو ښارونو کې زرګونو کسانو د یو لړ لاریونو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې یاد پناه غوښتونکي دې ومني. برلین، هامبورګ، هانور او مونستر ښارونو کې لاریونوالو د «اقامې حق، په هر ځای کې، هېڅوک غیرقانوني نه دي» او «موږ ځای لرو» شعارونه ورکول.

بل پلو د اروپایي کمېسیون مشرې ارسولا ون دېر لین د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او زیاته یې کړې چې اروپایي ټولنه له یونان سره مرستې ته چمتو ده. لږ مخکې اروپایي کمېسیون ویلي وو چې له لېسبوس ټاپو څخه د ۴۰۰ کم سنه مهاجرو د انتقالولو مسولیت په غاړه اخلي.

فرانسه وایي خپل مسولیت ادا کوي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په خپله ټویټر پاڼه د لېسبوس په موریا کمپ اور لګېدنه یوه غمجنه پېښه بللې او زیاته یې کړې چې فرانسه به د یونان ملاتړ کوي.  

لږ مخکې د فرانسې حکومت ویاند ګابریل اتل ویلي وو چې فرانسې تل خپل مسولیتونه ادا کړي او اوس هم چمتو ده چې د یونان سره مرسته وکړي. نوموړي لېسبوس ټاپو کې اوسنی حالت یوه بشري غمجن وضعیت بللی دی. هغه ویلي چې اروپایي چارو کې د فرانسې دولت منشي کلمان بون له خپل یوناني سیال سره خبرې کړې دي. 

بیا ولولئ: د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ کې اور لګېدنه: «موریا ورانه شوې» 

سازمانونه څه وایي؟  

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو مدافع سازمانونه لېسبوس ټاپو کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښنې ښيي. د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د یونان او اروپایي ټولنې مهاجرتي سیاست د اور لګېدنې لامل دی. 

بل لور ته د مهاجرو لپاره د یوناني شورا په نامه ټولنې ویلی چې د مهاجرو په تړاو د یونان او اروپایي ټولنې سیاست باید تغییر کړي. دغې ټولنې زیاته کړې چې اوسنی سیاست ناکام شوی دی.

دغه راز کسفام د څو کلنو راهیسې د مهاجرو په تړاو د  اروپایي ټولنې د «سرګردانۍ» په اړه افسوس څرګند دی.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال په میلیونو مهاجر اروپایي هیوادونو ته راغلل. جرمني د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ تر یو میلیون ډېر مهاجر ومنل. خو د اروپا او ترکیې ترمنځ د مهاجرو د مخنیوي په اړه د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی راغی. 

 

نورې ليکنې