د موريا کمپ زيات شمېر مهاجرو تېره شپه هم تر آسمان لاندي تېره کړه.
د موريا کمپ زيات شمېر مهاجرو تېره شپه هم تر آسمان لاندي تېره کړه.

د موريا په کمپ کي په دويمه شپه هم اورونه بل سول او د راپورونو له مخي «پاته سرپناوي يې هم وسوځلې.» يونان په سلونو بې سرپرسته ماشوم مهاجر مرکزي وچې ته لېږلي دي.

د سپتمبر ۹مې او ۱۰مې نېټي تر منځ شپه کي د موريا کمپ د نوو خو کوچني اورونو شاهد ؤ. د راپورونو له مخي په دغو اورونو کي لږ هغه سرپناوي چي يوه شپه مخکي په لويو اورونو کي سوځل سوي وې، هم وسوځل سوې. د شمېرو له مخي په ټوليزه توګه تر ۱۲۰۰۰ زيات د موريا کمپ مهاجر عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

د تيري شپې د يادو اورونو د لګېدلو سره سم مهاجرو د اور له سيمي د تښتېدو هڅې وکړې. خو د هغوی د سرپناه او د نورو مرستندويه امکاناتو بنسټيزه جوړښتونه د اور سره سوځلي او له کاره لوېدلي دي. په زرهاؤ مهاجر بې سرپناه سوي دي. د يونان حکومت اعلان کړی چي د پنجشنبې د ورځي په جريان کي به دوې نظامي بېړۍ و اړونده ساحل ته ولېږي. د چارواکو په وينا دغه کښتۍ به د يو شمېر بې سرپناه سوو مهاجرو د سرپټي په توګه وکارول سي او مهاجر له ورته له کمپ څخه ور انتقال کړل سي. د استراحت په يوه بېړۍ کي د ۱۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجرو د ځايولو خبره تېره ورځ لا سوې وه.

له دې مخکي تېر ماښام په سلونو بې سرپرسته يوازي ماشوم مهاجر له ليسبوس ټاپو څخه د يونان و مرکزي وچې ته انتقال کړل سوي ول. په دې ترڅ کي د ۴۰۰ ماشومانو خبره سوې وه. خو د پنجشنبې د ورځي د راپورونو پر اساس د ۴۰۰ ماشومانو انتقال په پام کي نیول سوی ؤ، خو دا لا نه ده څرګنده چي ايا ټول پلان سوي ماشومان انتقال سوي او که بعضي يې لا پاته دي.

په مهاجرو او همدې شان د موريا په سيمه کي اوسېدونکو ځايي خلکو تر منځ د کرونا د خپرېدو بيره هم زياته سوې ده. دا ځکه چي حد اقل ۲۷ د موريا کمپ اوسېدونکي مهاجر د کرونا ويروس په تېست کي مثبت ارزول سوي ول. دغه ۲۷ مهاجر چي په کرونا اخته دي، دمګړی يې ځای نه دی معلوم چي چيري دي. هغوی د تېست کېدلو وروسته تښتېدلي ول.

يوناني چارواکي اټکل کوي چي دغه اورونه په قصد سره د توندلارو مهاجرو له خوا لګول سوي دي چي له د اورلګېدنې له کبله د رامنځ ته سوي حالت څخه په ګټه «ځان مرکزي اروپا ته ورسوي.» خو چارواکو هوډ څرګند کړی چي ټول امکانات به په کار واچوي چي له دغه ځای څخه د اروپا نورو هيوادونو ته مهاجر مخه ونکړي.

 

نورې ليکنې