کرېډېټ: پېکچر الاینز
کرېډېټ: پېکچر الاینز

په فرانسه کې هغه اسناد نه لرونکې ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قربانیانې دي د ښځو د ساتنې مکانیزمونو ته لاسرسی نه لري. که څه هم په تېرو څو کلونو کې دې برخه کې ځینې قوانین وضع شوي، خو پلې کېدل یې له ستونزو سره مخ دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال ویلي وو چې په پام کې لري د ښځو او نارینه و د برابرۍ په چوکاټ کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه وکړي. خو سیماد سازمان کې د جنډر او ساتنې چارو مسوله ویولېن هوسن کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې دغه قوانین پر اسناد نه لرونکو بهرنیانو نه پلی کېږي. په ۲۰۱۹ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د حکومتي خبرو اترو پر مهال بې اسنادې مېرمنې بحثونو کې شاملې نه وې. دغه راز د فرانسې حکومت د ښځو او نارینه و د برابرۍ منشۍ مارلېن شیاپا د مهاجرو د مدافع بنسټونو د استازو له هرکلي ډډه وکړه.

د فستي یا د مهاجرو د ملاټر ټولنو فدراسیون غړې لولا شوالیر کډوال نیوز ته وایي: «هغه اسناد نه لرونکې ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قربانیانې دي له تبعیضي چلند سره مخ دي. رښتیا خبره دا ده چې قانون د ټولو ښځو د ساتنې لپاره وضع شوی نه دی. د بهرنیانو حقونه د بهرنیانو قوانینو پر بنسټ تنظیمېږي: مانا یې دا ده چې دوی له یو شان حقونو څخه برخمنې نه دي.»

بل پلو کمونیسته سناتوره لورانس کوهن وایي چې د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې په برخه کې ځینې بدلونونه رامنځ ته شوي، خو دا تغییرات کافي نه دي.

شته ستونزې

له ۲۰۱۶ راهیسې هغه اسناد نه لرونکې ښځې چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي د اقامې سند د ترلاسه کولو او بیا تمدیدولو حق لري. خو په عمل کې ستونزې ډېرې دي: هغه ښځې چې له یو غیر فرانسوي سړي سره یې واده کړی او یا د منل شویو مهاجرو ښځې دي تر دغې قاعدې لاندې نه راځي. د سیماد غړې ویولېن هوسون وایي: «مانا یې دا ده چې دا قانون یوازې د لږو کسانو لپاره جوړ شوی دی.»

بله ستونزه دا ده چې دغه ښځې باید د خپلو ټپونو د عکسونو په وړاندې کولو، د ګاوندیو د شهادتونو، د طبي او یا رواني سرتېفېکېتونو، او د پولیسو کمیساریو کې د شکایت په ثبتولو سره خپلې ادعاوې ثابتې کړي. خو ډېری وختونه اسناد نه لرونکې ښځې د اخراج له وېرې د پولیسو کمیساریو ته مراجعه نه کوي.  

ویولېن هوسون زیاتوي: «هغه کسان چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي او اسناد لري غالباً خپلې ښځې په دې تورنوي چې دوی د اقامې سند د ترلاسه کولو لپاره داسې ادعاوې کوي. په دې حالت کې د پولیسو قومنداني د نارینه و خبرې مني او د شکایتونو څېړنه نه پیلوي.»

«د شک منطق»

د قانون د یوې بلې مادې پر بنسټ د کورني تاوتریخوالي قربانیانې هم د اقامې سند اخیستلی شي او هم حق لري چې له خپلو مېړو څخه جلا شي. قانون زیاتوي چې هغه مېرمنې چې د ساتنې جواز لري د اقامې سند ترلاسه کولی شي. خو ویولېن هوسون وایي چې «ډېری قاضیان ښځو ته د دغه جواز د ورکولو څخه ډډه کوي ځکه چې دوی فکر کوي چې وړاندې شوي شواهد کافي نه دي.» بل پلو لولا شوالیر وایي چې په ځینو حالاتو کې د پولیسو قومنداني جواز لرونکو ښځو ته د اقامې سند نه ورکوي.

د سیماد په حواله په ۲۰۱۹ کې جواز لرونکو ښځو ته یوازې د اقامې ۷۵ کارتونه ورکول شوي دي، په داسې حال کې چې فرانسوي او بهرنیو ښځو ته د ورکول شویو ټولو کارتونو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي. 

کمونیسته سناتوره لورانس کوهن وایي چې دا ښييٍ چې دولت «سیاسي اراده» نه لري. هغه زیاتوي: «زما د ډلې له خوا وړاندې شوي تعدیلونه رد شوي او په ټولو کچو کې خنډونه شته.»

د آغلې لالو شوالیر له نظره «مشکل دا دی چې چارواکي د اسناد نه لرونکو ښځو پر وړاندې د شک له منطق څخه کار اخلي، ځکه چې دوی فکر کوي چې دغه مېرمنې جعل کارانې دي او د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره ځان د قربانیانو په توګه معرفي کوي.» هغه وایي چې ټولې ښځې باید د هغوی د تابعیت او اداري وضعیت پرته له مساوي حقونو څخه برخمنې وي.

د استثمار او یا ځان وژنې ګواښ

کارپوهان زیاتوي چې د مېرمنو د تابعیت پر اساس قانون بدلېدلی شي. د بېلګې په توګه الجزایرۍ ښځې تر یاد قوانین لاندې نه راځي. ویولېن هوسون وایي: «د دغو ښځو د اقامې حق د فرانسې او الجزایر ترمنځ یوه هوکړه لیک کې تنظیم شوی دی. خو دغه قانون د وروستي ځل لپاره په کال ۲۰۰۱ کې  تعدیل شوی. حال دا چې ۲۰۰۱ کې د بهرنیو ښځو پر وړاندې د مبارزې قوانین جوړ شوي نه وو. مانا یې دا چې الجزایرۍ ښځې کوم حق نه لري.»

خو له دې سره سره په ځینو برخو کې بدلونونه هم راغلي دي. د سازمانونو په حواله تر ۲۰۱۱ پورې چې د اروپا د بشري حقونو محکمې فرانسه محکومه کړه، هغه اسناد نه لرونکې ښځې چې د کورني تاوتریخوالي قربانیانې وې په ځینو حالاتو کې له زندان او یا اخراج سره مخ وې. ویولېن هوسون وایي: «د پولیسو قومندانۍ ویل چې دا د ښځو په ګټه ده ځکه چې دوی له خپلو مېړو څخه لرې کېږي.»

هغه ښځې چې فرانسه کې پاتې کېږي او له خپلو مېړو څخه جلا کېږي دوی هم له خطر سره مخ دي: استثمار، روحي ستونزې، سړکونو کې ژوند کول، ځان وژنه او... ویولېن هوسون وایي: «ځینې ښځې بندیانې کېږي ځکه چې دوی اړې دي چې په یوازیتوب سره له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»


* د اسناد نه لرونکو قربانیانو لپاره د بشري حقونو لیګ لارښود دلته لوستلی شئ. 

 

نورې ليکنې