د سپټمبر ۱۱مه: تر اور لګېدنې وروسته مهاجرو د یو سوپرمارکېټ پارکېنک ته پناه وړې ده. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتینیدیس
د سپټمبر ۱۱مه: تر اور لګېدنې وروسته مهاجرو د یو سوپرمارکېټ پارکېنک ته پناه وړې ده. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتینیدیس

د دوو پر له پسې اور لګېدنو له امله د یونان د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته زرګونو پناه غوښتونکو دریمه شپه د لېسبوس ټاپو پر سړکونو تېرې کړې ده. په ورته مهال اروپایي هیوادونه وایي په پام کې لري چې د یادو مهاجرو د ستونزې د هوارولو لپاره د حل لاره پیدا کړي.

افغان مهاجر غلام له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره د لېسبوس ټاپو کاراتپې کمپ ته نږدې د سړک پر غاړه ژوند کوي. ورسره لسګونې نورې کورنۍ هم دي چې ډېری یې افغانان دي. کاراتیه کمپ چې موریا ته نږدې موقعیت لري د زیان منونکو مهاجرو استوګنځی دی. موریا کې تر اور لګېدنې وروسته په زرګونو مهاجرو دغه کمپ ته د ورتګ لپاره هڅه وکړه. خو دغه کمپ کې تګ راتګ منع شوي دي.

غلام کډوال نیوز سره په خبرو کې وویل: «کالي او وسایل مو سوځېدلي دي. موږ نه خیمه لرو، نه کمپل. تېره شپه مې ښځې او دوو ماشومانو پر یو پتو باندې خوب وکړ...»

نوموړی زیاتوی چې د خپلو پاتو وسایلو لکه تېلېفون د ساتلو لپاره یې تېره شپه نه دی خوب کړی. هغه وایی: «تېره شپه هوا ډېره یخه وه. زه ستړی شوی یم خو له مجبورۍ څخه خوب نه شم کولی.»  

د غلام په حواله د چهارشنبې په شپه ځینو «فاشیست» یونانیانو پر مهاجرو برید وکړ او څو تنه یې ټپیان وکړل. 

له تېرې سه شنبې شپې راهیسې د غلام په څېر زرګونه مهاجر او کورنۍ له خیمو او کمپلونو پرته پر سړکونو ژوند تېروي. موریا کې تر دوو پر له پسې اور لګېدنې وروسته نږدې ۱۲۷۰۰ پناه غوښتونکي بې ځایه شوي دي چې په ډله کې یې کورنۍ او ۴۰۰۰ ماشومان هم دي.

بیا ولولئ: د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ کې اور لګېدنه: «موریا ورانه شوې» 

کرېډېټ: دي ار
د فرانسې او جرمني ترمنځ د کم سنه مهاجرو د منلو ګډ پلان

په ورته مهال د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې له موریا کمپ څخه د کم سنه مهاجرو د منلو لپاره له فرانسې سره یو ځای پر یو پلان کار کوي.

نوموړې برلین ښار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: «جرمني او فرانسې دې پلان کې برخه اخلي، هیله مې دا ده چې د اروپایې ټولنې نور هیوادونه هم [د مهاجرو منلو ته] چمتووالی وښيي.»

هغې زیاته کړه چې د موریا غمجنه پېښه باید د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ترمنځ د یو ګډ مهاجرتي سیاست د جوړېدو سبب شي.  

بل خوا ته د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې پاریس د پناه غوښتونکو د منلو لپاره له المان سره ګډ کار کوي.

بیا ولولئ: موریا کمپ کې د اورلګېدنې په تړاو نړیوال عکس العملونه

هالنډ به سل مهاجر ومني

په ورته مهال هالنډ ویلي چې له بې ځایه شویو څخه د نږدې سل کسانو چې نیمایي به یې ماشومان وي منلو ته چمتو دی.

د هالنډ د عدلیې او امنیت وزیر مرستیالې انکي بروکرز – کنول په یوه خبرپاڼه کې وویل موریا کې تر اورلګېدنې وروسته د هالنډ حکومت په پام کې لري چې له موریا کمپ څخه یوه سل کسیزه ډله ومني چې ۵۰ تنه به یې کم سنه او بې پرسته مهاجر او ۵۰ نور به یې د ماشومانو د کورنۍ غړي وي.

اروپایي ټولنه لېسبوس ته کښتۍ لېږي

بل لور ته د اروپایي کمیسیون مرستیال مارګاریتریس شیناس چې تېره ورځ لېسبوس ټاپو ته تللی و وویل چې په راتلونکو ساعتونو کې به د اروپایي اتحادیې له خوا تمویل شوې بېړۍ د د زیان منونکو مهاجرو د سرپناه ورکولو لپاره دغه ټاپو ته ور ولېږل شي.

هغه زیاته کړه چې اروپایي کمېسیون په پام کې لري چې له لېسبوس څخه ۴۰۰ تنه کم سنه او بې سرپرسته مهاجر مرکزي یونان ته انتقال کړي. دوی به بیا د بیا مېشتولو پروګرام په چوکاټ کې اروپایي هیوادونو ته انتقال شي.

بیا ولولئ: یونان د موریا کمپ بې سرپناه سوو مهاجرو ته نظامي بېړۍ لېږي

یوازې ځینې مهاجر خیمې لري. خو ډېری ماشومان او ښځې پر ځمکه خوب کوي. کرېډېټ: دي ار
ځایي اوسېدونکي د نوي کمپ د جوړېدو سره مخالف دي

په ورته مهال د یونان حکومت د لېسبوس له ځایي چارواکو څخه غوښتي چې د بې ځایه شویو کسانو لپاره دې د حل لاره پیدا کړي. خو د لېسبوس ټاپو ځایي اوسېدونکي د یونان حکومت له خوا د تړلي کمپ د جوړولو پروژې سره مخالفت کوي.

تېره ورځ موریا کمپ ته نږدې د نویو خیمو د درولو کار د مخنیوي لپاره خنډونه جوړ شوي ول.

د پاناګیودا سیمې مشر واګېلیس ویولاتزیس اعلان کړی چې دا هغه وخت دی «چې موریا باید په دایمي توګه وتړل شي. موږ بل کمپ نه غواړو او د [کمپ د جوړولو] کار مخه نیسو.

تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو په پام کې لري لېسبوس او څلورو نور ټاپوګانو کې د پناه غوښتنې د ثبت تړلي مرکزونه جوړ کړي.

موریا کې د اورلګېدنې پېښې وروسته د یونان د ولسي ساتنې وزارت لېسبوس تاپو کې کې د څلورو میاشتو لپاره د بېړنۍ حالت اعلان کړی دی. که څه هم اورلګېدنې ځاني تلفات نه درلودل، خو کمپ او په ځانګړې توګه د ثبت او پېژندنې مرکز یې وړان کړي دي.

 

نورې ليکنې