د فرانسې د پا – دو – کالې سیمې قومندانۍ د یو فرمان په صادرولو سره ویلي چې له سر نن جمعه د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې د دولت له خوا نا تایید شوي سازمونه کالې ښار کې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو اجازه نه لري.
د فرانسې د پا – د – کالې قومندانۍ په یوه فرمان کې ویلي چې د «روغتیایي او د عامې نظافت سره تړاو لرونکو ګواښونو» له امله د دغه ښار پر ۲۰ سړکونو پر مهاجرو د خوړو او څښاکو وېشل منع دي.
یاده قومندانۍ زیاته کړې چې د دولت له خوا تایید شوی سازمان له وي اکتیو هره ورځ ۴ ځله پر مهاجرو خواړه وېشي. دغه راز مهاجر د اوبو ۳۸ نلونو ته لاسرسی لري. د یادې قومندانۍ په حواله «دغه بشردوستانه خدمات د مهاجرو د اړتیاوو سره مطابقت لري او کافي ګڼل کېږي.»
د کالې قومندانۍ دا هم ویلي چې نا تایید شوي سازمانونه د خوړو وېشلو پر مهال د کورونا ویروس پر وړاندې لګول شوي تدابیر نه مراعاتوي او ځایي اوسېدونکو ته مزاحمت هم کوي.
بیا ولولئ: فرانسه: سازمانونه وایي چې کالې ښار کې ځینې مهاجر د څښاک پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لري
دا په داسې حال کې ده چې پرون پنجشنبه د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ژرالد دارمنن د کالې ښاروالې ناتاشا بوشار سره په پاریس کې لیدنه وکړه.
آغلې بوشا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کورنیو چارو وزیر په پام کې لري چې د ښار په مرکز کې د مهاجرو د راغونډېدو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او د خوړو وېشلو هغو پروګرامونو مخه ونیسي چې په خپل سر ترسره کېږي.
د آغلې بوشار په حواله د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د سپټمبر میاشتې تر پایه پورې به کالې ته ۳۰ نور عدلي سرتېري واستوي.
سازمانونه د قومندانۍ فرمان غندي
په همدې حال کې کالې کې د مهاجرو مدافع بنسټونه د قومندانۍ پر دې فرمان نیوکه کوي. د یوتوپیا ۵۶ غړی انتوان نېر کډوال نیوز ته وایي چې دا د شرم ځای دی.
هغه زیاتوي چې ورکړل شوي دلایل سم نه دي. نوموړی وایي: «کله چې خلک سړکونو کې پرېږدو، نو واضحه خبره ده چې د واټن مراعاتول ممکن نه دي.»
د اوبرژ دو میګران غړی فرانسوا ګېنوک له مخې تر
دې فرمان وروسته به په زرګونو مهاجر د له وي اکتیو سازمان د خوړو وېشلو ځای کې
راټول شي. هغه وایي چې په داسې یو حالت کې د کډوالو ترمنځ د ټولنیز واټن ساتلو سپارښتنې
مراعاتول ناممکن دي.
د سازمانونو په حواله نن سبا ۱۴۰۰ مهاجر په کالې کې ژوند کوي.
تېره اکټوبر میاشت د کالې ښاروالۍ د یو ورته فرمان په صادرولو سره کالې کې پر مهاجرو د خوړو وېشل منع کړي وو. خو د ۲۰۱۹ په ډېسمبر میاشت کې د لیل ښار اداري محکمې وویل چې ښاروالۍ پر مهاجرو د خوړو وېشلو د منع کولو صلاحیت نه لري.
محکمې زیاته کړې وه چې یوازې د کالې قومنداني صلاحیت لري چې داسې یو فرمان صادر کړی.
د تېرې جولای میاشتې په پای کې نړیوال ډاکټران، د بخښنې نړیوال سازمان، د بې سرحده ډاکټرانو ادارې، سکور کاتولیک او سیماد اندېښنې ښودلې وې چې کالې کې مهاجر «نن سبا د څښاک پاکو اوبو، حمامونو او خوړو ته لاسرسی نه لري.»