کښتۍ کې سپاره ۲۵ مهاجر پوزالو بندر کې ښکته شوي. کرېډېت: مدیترانیا سازمان
کښتۍ کې سپاره ۲۵ مهاجر پوزالو بندر کې ښکته شوي. کرېډېت: مدیترانیا سازمان

تر نږدې ۴۰ ورځو انتظار وروسته تجارتي کښتۍ ماېرسک اتین کې سپاره ۲۵ مهاجر بالاخره د تېرې شنبې په شپه د ایټالیا په سیسیل بندر کې ښکته شول. دغه کسان د اګست پر ۴مه مدیترانه کې ژغورل شوي وو.

مدیترانه کې تر ۵ اونیو انتظار وروسته ماېرسک اتین تجارتي کښتۍ کې سپاره مهاجر بالاخره د ایټالیا په سیسیل بندر کې ښکته شول. تېره اونۍ دغه کښتۍ کې سپاره مهاجر د مار جونیو بشردوستانه کښتۍ ته انتقال شوي وو.

ماېرسک اتین کمپنۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «تر ۴۰ ورځو انتظار وروسته د ماېرسک اتین کښتۍ له خوا ژغورل شوي کسان له کښتیه ښکته شول او د مار جونیو کښتۍ له خوا د سیسیل پوزالو بندر ته انتقال شول.»

ماېرسک اتین د اګست پر ۴مه د مالتا په غوښتنه مدیترانه کې د یوې ښځې او یو ماشومان په ګډون ۲۷ مهاجر وژغورل. د دغو مهاجرو بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وه. تر دې دمخه ایټالیا او مالتا د دغو کسانو د منلو څخه ډډه کړې وه.   

بیا ولولئ: ماېرسک اتین کښتۍ له ۲۷ مهاجرو سره د یو امن بندر په لټه کې ده

کښتۍ کې د مهاجرو د اقامت اوږدې مودې د دوی پر روحي او جسمي وضعیت اغېز کړی و. د روانې سپټمبر میاشتې پر ۶مه ماېرسک اتین کې سپرو درېو مهاجرو ځانونه اوبو ته وغورځول، خو بیا د کښتۍ د کارکوونکو له خوا وژغورل شول.

ماېرسک اتین کمپنۍ بیا له مدیترانیا سازمان څخه غوښتنه وکړه چې مهاجر مار جونیو ته انتقال کړي. دغه کسان د تېرې جمعې په ورځ مار جونیو ته انتقال شول.

مدیترانیا مار جونیو کې د مهاجرو تر انتقالولو وروسته اعلان وکړ چې د دوی د کورونا ازموینې ترسره کړې خو ازموینو پایلې یې منفي دي.

د مدیترانیا سازمان په حواله تېره شنبه د سپټمبر ۱۲مه ایټالوي چارواکو اعلان وکړ چې دغه کسان پوزالو بندر کې کوزېدلی شي. ۲۷ مهاجر بیا د شپې په ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو یاد بندر کې ښکته شول. دوه نور مهاجر - یوه مېنداوره او مېړه یې - د تېرې جمعې په شپه د ایټالوي چارواکو له خوا له کښتیه ایستل شوي وو. 

تر دې دمخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان او د کډوالۍ نړیوالې ادارې له اروپایي هیوادونو څخه غوښتنه کړې وه چې د یادو مهاجرو د ښکته کولو لپاره اقدام وکړي. یادو ادارو زیاته کړې وه چې دغه وضعیت د نړیوالو حقونو څخه سرغړونه بلل کېږي.

 

نورې ليکنې