اوپن ارمز په درېو جلا عملیاتو کې مدیترانه کې ۲۷۸ مهاجر ژغورلي. کرېډېت: پرواکتیوا اوپن ارمز
اوپن ارمز په درېو جلا عملیاتو کې مدیترانه کې ۲۷۸ مهاجر ژغورلي. کرېډېت: پرواکتیوا اوپن ارمز

اوپن ارمز بشردوستانه کښتۍ تېره اونۍ د درېو عملیاتو په پایله کې د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۲۷۸ مهاجر ژغورلي دي. دمګړۍ دا کښتۍ د مالتا او ایټالیا د ساحلي اوبو کې د یو امن بندر په لټه کې ده.

د اسپانیایي سازمان اوپن ارمز بشردوستانه کښتۍ وایي یو امن بندر ته اړتیا لري. دغه سازمان له مالتا او ایټالیا څخه غوښتنه کړې چې د ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کېدو لپاره امن بندر وټاکي. د اوپن ارمز بنسټګر اسکار کمپز پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د هوا حالات مخ په خرابېدو دي او ځینې مهاجر بېړنیو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.

اوپن ارمز زیاته کړې: «شپه په سختۍ تېره شوه. ستړیا، باران او اوږدو ورځو پر ۲۷۸ مهاجرو ناوړه اغېز کړی دی.»

بل پلو د اوپن ارمز سازمان غړې لورا لانوزا کډوال نیوز ته وایي چې تر اوسه له کښتیه د مهاجرو د انتقالولو ټولنې غوښتنې رد شوې او د دوی د ښکته کېدو لپاره کوم بندر نه دی ټاکل شوی دی.

اوپن ارمز تېره اونۍ د لیبیا په ساحلي اوبو کې نږدې ۳۰۰ مهاجر وژغورل. لومړي عملیات د سپټمبر پر ۸مه ترسره شول چې په پایله کې یې د ۴ ښځو په ګډون ۸۴ کسان وژغورل شول. دغه راز اوپن ارمز د پنجشنبې په شپه د ۱۲ ښځو په ګډون ۷۸ کسان او د جمعې په ورځ د دوو ښځو په ګډون ۱۱۶ مهاجر وژغورل.

اسکار کمپز ویلي چې د ۱۱۶ مهاجرو د بدن د حرارت درجې تیتې شوې وې. دغو کسانو سمندر کې درې ورځې تېرې کړې وې.

یاد مهاجر د ګانا، مصر او سومالیا اصلي اوسېدونکي دي.  

اوپن ارمز چې اسپانوی سازمان پرواکتیوا اوپن ارمز سره تړاو لري بیا رغول شوې او اوس یو مجهز روغتیایي ټیم لري. دغه کښتۍ کې همدا راز د کورونا ویروس، ټوبرکلوز او اېډز د ازمایلو امکانات شته. دمګړۍ اوپن ارمز یوازنۍ بشردوستانه کښتۍ ده چې د مدیترانې د ژغورنې او لټون په زون کې فعالیت کوي. ځینې نورې بشردوستانه کښتۍ د ایټالیا په بندرونو کې درول شوې دي.

 

نورې ليکنې