تېره یکشنبه په سلګونو ښځو د یونان په لېسبوس ټاپو کې د یو نوی کمپ د جوړېدو پر وړاندې لاریون وکړ. کرېډېټ: مهدي شبیل
تېره یکشنبه په سلګونو ښځو د یونان په لېسبوس ټاپو کې د یو نوی کمپ د جوړېدو پر وړاندې لاریون وکړ. کرېډېټ: مهدي شبیل

ګڼو مهاجرو پرون لېسبوس ټاپو کې د یو نوی کمپ د جوړېدو پر ضد لاریون وکړ. دا په داسې حال کې چې د شنبې په شپه پولیسو د هغو مهاجرو پر ضد اوښکی بهوونکی ګاز وکاروه چې غوښتل یې له لېسبوس ټاپو څخه وایستل شي. بل پلو د یونان حکومت ویلي چې ټول مهاجر به یو تړلي کمپ ته انتقال کړي چې د جوړېدو په حال کې دی.

د مهاجرو شعارونه: «موږ نوي کمپ ته اړتیا نه لرو»، «موږ ازادي غواړو»، «دلته ژوند دوزخ دی، موږ غواړو چې له ټاپو څخه ووځو». پرون یکشنبه د سپټمبر ۱۳مه لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو د نوي غیرسمي کمپ اوسېدونکو د حکومت له خوا د تړلي پنډغالي د جوړېدو پر وړاندې لاریون وکړ.

موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته نږدې ۱۳۰۰۰ مهاجر بې ځایه شوي دي. د دغو کسانو په ډله کې ډېری یې له یو کال راهیسې په موریا کمپ کې اوسېږي. دوی وایي چې حکومت نه شي کولی چې مهاجر یو نوی کمپ ته انتقال کړي.

ارېن یو کارټن په لاس کې لري چې دا شعار پکې لیکل شوی دی: «موږ نوي کمپ ته نه ځو». د شانتل پر کارټن لیکل شوی: «موږ نوی کمپ نه غواړو. اروپا، لطفاً موږ سره مرسته وکړه.»


شانتل چې د کنګو دېموکراتیک جمهوریت اصلي اوسېدونکې ده د ۲۰۱۹ له اکټوبر میاشتې راهیسې د خپلې دوسیې ځواب ته انتظار کوي. هغه وایي: «موږ نورو ښارونو ته تللی شو. غواړو چې د اروپایي ټولنې نورو هیوادونو ته لاړ شو.»

د اوبو او خوړو نشتوالی

تېره شپه لېسبوس کې مهاجرو د یو لاریون پر مهال وویل چې نه غواړي هغه تړلي کمپ ته ولاړ شي چې د جوړېدو په حال کې دی. که څه هم د لاریونوالو په ډله کې ماشومان هم ول، خو پولیسو د دوی پر وړاندې اوښکی بهوونکی ګاز وکاروه.

بیا ولولئ: د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ کې اور لګېدنه: موریا ورانه شوې

موریا کمپ کې تر اور لګېدنې وروسته نږدې ۱۳۰۰۰ مهاجر د میتیلېن ښار پر لاره د سړکونو پر غاړو شپه سبا کوي . یاد کسان اجازه نه لري چې له غیر رسمي کمپ څخه ووځي. د پولیسو دوه موټرونه د ښار او میتیلېن بندر لارې تړلې دي.

دغه مهاجر وایي چې دوی له پنځو ورځو راهیسې د خوړو له نشتوالي سره مخ دي. سیمه کې اوبه هم نشته. دوی د خپلو بوټلونو د ډکولو لپاره د اوبو رسولو نلونه سوري کړي دي.


محمد او ملګرو یې تېره شنبه د مهاجرو په لاریون کې ګډون درلود. دغو ګینیایي کډوالو شعار ورکاوه چې «اروپا، موږ وژغوره.». محمد وایي: «موږ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه خو دوی له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخیست.»

همدا شان ګڼو مېرمنو پرون یکشنبه د یو بل لاریون پر مهال غوښتنه وکړه چې دوی باید له ټاپو څخه انتقال شي.

«غواړو چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره نورو هیوادونو ته لاړې شو»

ځینې افغانې ښځې د خپل وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي او وایي چې د دوی او د هغوی د ماشومانو برخلیک به څه وي؟ ۴۱ کلنه شریفه وایي: «موږ غواړو چې له دې ځای نه ولاړې شو. غواړو چې ماشومان مو ښوونځي ته لاړ شي. دوه کاله کېږي چې دلته بندې پاتې یو.»

بیا ولولئ: موریا کمپ کې اور لګېدنه: زرګونو مهاجرو درېمه شپه پر سړکونو تېره کړې

یوه ۶۷ کلنه ښځه په ژړا سره وایي چې له یو کال راهیسې موریا کې ژوند کوي. د یوې بلې مېرمنې زوی ناروغ دی. هغه وایي: «تر نوي کمپ مرګ ډېر ښه دی. موږ غواړو چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره [د اروپایي ټولنې] نورو هیوادونو ته لاړې شو.» 


تړلی کمپ

کامرونی مهاجر مارتین چې له خپلو ملګرو سره تر یو کمپل لاندې ناستی دی د نوي کمپ د جوړېدو په اړه اندېښنه ښیي.

موریا کې تر اور لګېدنې مخکې مارتین د کمپ په اداري مرکز کې بندي و. لاندري چې د مارتین ترڅنګ ناست دی وایی چې د اور لګېدنې له امله له زندانه خوشی شوی دی.

هغه کسان چې د پناه غوښتنې دوسیه یې رد شوې اداري توقیف خونې ته اچول کېږي. ځینې نور کسان لېسبوس ټاپو ته د رسېدو سره سم توقیف خونې ته ځي. د مالي هیواد اصلي اوسېدونکی موسی وایي چې تر ۹۰ ورځو بند وروسته خوشی شوی دی. تمه وه چې نوموړي د خپلې دوسیې د بیا رد کېدو وروسته ۶ نورې میاشتې هم زندان کې تېرې کړي.

بیا ولولئ: موریا کمپ کې د اور لګېدنې په تړاو نړیوال عکس العملونه

دغه افریقایان په دې اند دي چې کارا تپې په شمال کې نوی کمپ چې له میتیلېن ښار څخه ۴ کیلومتره لرې موقعیت لري د یو نوی زندان په څېر دی. مارتین وایي: «ډېری هغه کسان چې دغه کمپ ته تللي، نور له کمپه وتلی نه شي.»


پرون سهار د یونان د مهاجرت وزیر نوتیس میتاراکیس نوي کمپ مخ ته له رسنیو سره خبرې وکړې. دا په داسې حال کې چې د تېرې شنبې پر شپه ۳۰۰ مهاجر دغه کمپ ته انتقال شوي وو.

ښاغلۍ میتاراکیس وویل چې «ټول پناه غوښتونکي به دغه کمپ ته انتقال شي.» بل پلو د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس اعلان وکړ چې لېسبوس ټاپو کې به د هرکلي یو دایمي مرکز پرانیستل شي. پرون یکشنبه تر ۵۰۰ ډېر مهاجر یو موقت مرکز ته انتقال شول. 


ژولیا دومون، یونان ته د کډوال نیوز له خوا استول شوې ځانګړې خبریاله

 

نورې ليکنې