چارواکي وایي چې نږدې ۸۰۰ مهاجر یې دغه کمپ ته انتقال کړي. کرېډېټ: رویترز، الیاس مارکو
چارواکي وایي چې نږدې ۸۰۰ مهاجر یې دغه کمپ ته انتقال کړي. کرېډېټ: رویترز، الیاس مارکو

د یونان په موریا کمپ کې تر اور لګېدنې وروسته نږدې ۸۰۰ مهاجر نوي کمپ ته انتقال شوي دي. په ورته مهال ځینې پناه غوښتونکي وایي چې که دغه کمپ ته ورشي نور به له لېسبوس ټاپو څخه نه شي وتلی.

د یونان د کډوالۍ وزارت وایي چې د اور لګېدنې له امله د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته دمګړۍ نږدې ۸۰۰ نوي جوړ شوي کمپ کې اوسېږي. چارواکو زیاته کړې چې دا کمپ یې د لنډې مودې لپاره جوړ کړی دی.  

یوناني وزارت پرون دوشنبه د سپټمبر ۱۴مه وویل چې د ۲۱ مهاجرو د کورونا ویروس د ازموینو پایلې مثبتې وې.

عاجل کمپ

د تېرې سه شنبې په شپه د یونان د مهاجرو تر لوی کمپ موریا کې اور لګېدنه رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې تر ۱۲۰۰۰ مهاجر بې ځایه شول. دغه کمپ چې پنځه کاله مخکې جوړ شوی و تر اندازې زیات مهاجر پکې اوسېدل.

په ورته مهال ګڼ شمېر مهاجر نوي کمپ ته له ورتګ څخه ډډه کوي. دوی وایي چې که کمپ ته دننه شي نور به له لېسبوس ټاپو څخه نه شي وتلی. دغه کسان له تېرې چهارشنبې راهیسې د لېسبوس ټاپو د سړکونو پر غاړو ژوند کوي.

بیا ولولئ: لېسبوس کې ایسار مهاجر وایي نه غواړي نوې موریا ته ولاړ شي: «تر نوي کمپ مرګ ډېر ښه دی» 

نوي کمپ کې حمام او توشک نشته

د چارواکو له خوا جوړ شوي کمپ کې مهاجر د حمامونو او توشکونو له کموالي سره مخ دي. همدا راز کډوال له دې نه وېره لري چې د دوی او د ځایي اوسېدونکو ترمنځ شخړې رامنځ ته شي. د لېسبوس ټاپو ډېری اوسېدونکي پر دغه ټاپو د مهاجرو د شتوالي سره مخالفت کوي. تر دې دمخه څو ځله د دوی او د پناه غوښتونکو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې دي. 

تمه ده چې نن سه شنبه لېسبوس ټاپو کې ځینې مسلکي ډلې د دولت له خوا د تړلي کمپ د جوړېدو پر وړاندې غونډه وکړي. د شمالي اژې قومندان کوستاس مونتزوریس چې د مسلکي ډلو د راغونډېدو غوښتنه یې کړې ویلي چې «مهاجر باید له لېسبوس څخه په کښتیو کې لرې کړل شي.»  

 

نورې ليکنې