پرون دوشنبه د سپټمبر ۱۴مه د ویټنام یوې محکمې یوه یخچالي لارۍ کې د ۳۹ ویټنامیانو د مرګ په تړاو ۷ کسان په بند محکوم کړل. د دغو ۳۹ ویټنامي مهاجرو مړي تېر کال د برتانیا پلازمېنې لنډن ته څېرمه په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي وو.
دا لومړی ځل دی چې ویټنام کې د دې غمجنې پېښې په تړاو څو تنه په بند محکومېږي.
د ویټنام د ها تین ولایت محکمې پرون دوشنبه ۴ ویټنامیان چې عمرونه یې د ۲۶ او ۳۶ کلونو ترمنځ دي په دوه نیم تر اوه نیم کال بند محکوم کړل. دوی په دې تورن وو چې د «غیرقانوني مهاجرو د قاچاق زمینه» یې برابره کړې ده.
دغه راز درې تنه نور په تعلیقي بند محکوم شوي دي.
د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې د لنډن په سوېلي صعنتي سیمه ګریز کې یوه یخچالي لارۍ کې د ۸ ښځو په ګډون چې په ډله کې یې دوې ۱۵ کلنې نجونې هم وې د ۳۹ کسانو مړي وموندل شول. د دغو مهاجرو لارۍ د بلجیم له زیبروژ بندر څخه خپل سفر پیل کړی و، خو دوی بیا د اکسیجن د نشتوالي له امله مړ شول.
یادې پېښې چې نړیوال غبرګونونه راپارولي وو د ناقانونه کډوالۍ خطرونه ښکاره کړل.
د پېښې ځینې قربانیان د ویټنام د مرکزي سیمې اصلي اوسېدونکي وو چېرې چې ډېری خلک پر کب نیولو، کرنې او
یا صنعتي کارونو بوخت دي. د یادې سیمې اوسېدونکي معمولاً
په قاچاقي ډول برتانیا ته د خپلو ماشومانو د لېږلو لپاره
زرګونه ډالره پور اخلي.
تر دې دمخه برتانیا کې د یخچالي لارۍ موټروان موریس رابېنسون او د شمالي اېرلند اوسېدونکی رونان هیوګ د موټروانانو ترمنځ د قاچاقي چارو د تنظیمولو په تور محکوم شوي دي. دواړو کسانو د غیرعمدي وژنې تور منلی دی.
همدا راز فرانسه او بلجیم کې ۱۳ تنه نور د دغو مهاجرو د مرګ په تړاو محکوم شوي دي.