ارشیف. انځور: د فرانسې مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې، د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۰مه
ارشیف. انځور: د فرانسې مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې، د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۰مه

د راپورونو له مخې پرون دوشنبه نږدې ۱۷۰ مهاجر چې په ۱۲ بېړیو کې سپاره ول د مانش کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي. په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې مانش کانال کې یې ۱۴ مهاجر ژغورلي دي.

د راپورونو له مخې پرون دوشنبه د سپټمبر ۱۴مه ۱۶۸ مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. د بي بي سي خبریال سیمون جونز د برتانیا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې دغو کسانو په ۱۲ بېړیو کې سپاره ول.

بل لور ته د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون دوشنبه یې یاد کانال کې ۱۴ مهاجر ژغورلي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ګري – نې د نظارت او ژغورنې سیمه ییز عملیاتي مرکز سمندر کې د دغو کسانو د شتوالي اړه د اطلاع ترلاسه کولو وروسته د دوی بېړۍ ژغورلې ده.

دوی کالې بندر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. سرچینې د ژغورل شویو روغتیایي وضعیت ښه بللی دی.

د یادولو ده چې د روانې سپټمبر میاشتې پر ۷مه برتانوي ځواکونو د دې هیواد د کېنت ښار په ساحلي اوبو کې ۲۲۳ مهاجر نیولي وو چې په ۱۹ بېړیو کې سپاره ول.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېره اګست میاشت کې ۱۴۶۸ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

تر دې دمخه د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۵۶۰۰ زیاتو مهاجرو په کوچنیو بېړیو کې دغه هیواد ته ځان رسولی دی.

 

نورې ليکنې