د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل. کرېډېټ: رویترز، د سپټمبر ۱۴مه
د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل. کرېډېټ: رویترز، د سپټمبر ۱۴مه

د راپورونو له مخې د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مېرکل په پام کې لري چې له یوناني ټاپوګانو څخه ۱۵۰۰ مهاجر ومني. ویل کېږي چې ډېری دغه مهاجر به کورنۍ او ماشومان وي.

د فرانسې خبري اژانس د یوې دولتي سرچینې له قوله وایي چې یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کې اور لګېدنې وروسته د جرمني لومړۍ وزیره غواړي چې د یوناني ټاپوګانو څخه تر ۱۵۰۰ پناه غوښتونکي ومني.

سرچینې زیاته کړې چې ډېری دغه کسان به هغه کورنۍ او ماشومان وي چې د یوناني چارواکو له خوا د مهاجرو په توګه منل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته دمګړۍ تر ۱۲۰۰۰ ډېر مهاجر د لېسبوس ټاپو د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوي. سیمه کې د کډوال نیوز خبریالانو په حواله دغه کسان په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند تېروي او لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

بیا ولولئ: لېسبوس کې ایسار مهاجر وایي نه غواړي نوې موریا ته ولاړ شي: «تر نوي کمپ مرګ ډېر ښه دی» 

تر دې دمخه الماني چارواکو ویلي وو چې د مهاجرو د مسلې د هوارولو لپاره د اروپایي ټولنې په کچه باید د حل لاره وموندل شي.

خو اوس انګلا مېرکل د آلمان د کورنۍ چارو وزیر هورست زېهوفر سره موافقې ته رسېدلې ده. د فرانسې خبري اژانس وایي چې یادې سرچینې نه دي ویلي چې ایا سوسیال ډموکرات ګوند هم له دغو خبرو سره موافق دی که نه.

په ورته مهال د جرمنۍ ورځپاڼې بیلد له مخې د یونان حکومت غواړي د جرمني له دې پرېکړې سره مخالفت وښيي. د کیریاکوس میتسوتاکیس حکومت وېره لري چې دا تصمیم به د دې سبب شي چې نور مهاجر هم جرمني ته د رسېدو په هیله خپلو کمپونو ته اور واچوي.

تېره ورځ د المان د بهرنیو چارو وزارت هایکو ماس وویل چې دولت به تر چهارشنبې پورې د دغو مهاجرو د شمېر په اړه توافق وکړي.

موریا کې تر اور لګېدنې مخکې د دغه هیواد په پنځو ټاپوګانو کې تر ۳۳۰۰۰ ډېر مهاجر اوسېدل. دغه راز د یونان په مرکزي سیمو کې د مهاجرو شمېر نږدې ۷۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي. 

 

نورې ليکنې