د سپټمبر ۹مه. موریا کمپ کې اورلګېدنه. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتینیدیس
د سپټمبر ۹مه. موریا کمپ کې اورلګېدنه. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتینیدیس

د یونان د ولسي ساتنې وزیر میکالیس کریسوهودیس نن سه شنبه وویل چې د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا کې د اور لګېدنې په تړاو یې ۵ مهاجر نیولي دي، خو یو شپږم کس په تېښته بریالی شوی دی.

د یونان خبري اژانس انا له مخې ښاغلي میکایس کریسوهودیس د لېسبوس ټاپو په میتیلېن ښار کې وویل: «پنځه بهرني ځوانان نیول شوي خو یو شپږم په تېښته بریالی شوی دی.» هغه زیاته کړې چې د دغه مهاجر پسې لټون روان دی. 

بل پلو د پولیسو یوې ځایي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دغه کسان د لېسبوس ټاپو پر سړکونو موندلي دي. سرچینې زیاته کړې چې شپږم مهاجر له لېسبوس ټاپو څخه وتلی دی. تر اوسه د یادو کسانو تابعیت نه دی په ډاګه شوی.

د یونان د ولسي ساتنې وزیر په دې اند دی چې د دغو مهاجر تر نیولو وروسته هغه ادعاوې «بې بنسټې» ښکاري چې ګواکې سخت دریځو ډلو د مهاجرو کمپ ته اور اچولی دی.

تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې د اورلګېدنې پړه د مهاجرو پر غاړه ده.

دا په داسې حال کې چې له تېر کال راهیسې لېسبوس ټاپو کې د پناه غوښتونکو او د ځایي اوسېدونکو ترمنځ څو ځله شخړې رامنځ ته شوې دي.

د یو بل خبر له مخې تمه ده چې نن سه شنبه لېسبوس ټاپو کې ځینې مسلکي ډلې د دولت له خوا د تړلي کمپ د جوړېدو پر وړاندې غونډه وکړيد شمالي اژې قومندان کوستاس مونتزوریس چې د مسلکي ډلو د راغونډېدو غوښتنه یې کړې ویلي چې «مهاجر باید له لېسبوس څخه په کښتیو کې لرې کړل شي

د دوو پر له پسې اورلګېدنو له امله د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته دمګړۍ نږدې ۸۰۰ مهاجر په نوي جوړ شوي کمپ کې اوسېږي. چارواکو زیاته کړې چې دا کمپ یې د لنډې مودې لپاره جوړ کړی دی

 

نورې ليکنې