له ارشیف څخه: دمګړۍ ساموس کمپ کې نږدې ۴۷۰۰ مهاجر ژوند کوي. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: دمګړۍ ساموس کمپ کې نږدې ۴۷۰۰ مهاجر ژوند کوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

یونان کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا کې تر اورلګېدنې یوه اونۍ وروسته د دغه هیواد په ساموس ټاپو د مهاجرو یو بل کمپ ته نږدې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده. چارواکو نن سهار وویل چې په چټکۍ سره یې اور مړ کړی دی.

یوناني چارواکي وایي چې تېره شپه ساموس ټاپو کې د مهاجرو یوه کمپ ته نږدې رامنځ ته شوې اورلګېدنه یې مهار کړې ده. ساموس د یونان یو له هغو پنځو ټاپوګانو دی چې اژې سمندر ته څېرمه موقعیت لري.

د ساموس ټاپو د اوروژونکو یو مسول کس نن چهارشنبه وویل چې اورلګېدنه هغه ځنګل کې رامنځ ته شوی و چې د واتي کمپ د مهاجرو د ثبت مرکز ته نږدې موقعیت لري. دمګړي واتي کمپ کې نږدې ۴۷۰۰ پناه غوښتونکي اوسېږي.  

تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم. خو د ساموس ټاپو د پولیس مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د اورلګېدنې په تړاو یې ۱۳ شکمن مهاجر نیولي دي. نوموړي د نیول شویو هویت نه دی په داګه کړی.

بیا ولولئ: رپوټ: د ساموس په «ځنګل» کې کډوال د کثافاتو په منځ کې ژوند کوي (۱/۴) 

تېره اونۍ موریا کمپ کې د اورلګېدنې له امله تر ۱۲۰۰۰ ډېر مهاجر بې ځایه شول. دغه کسان له تېرې سه شنبې راهیسې د لېسبوس ټاپو پر سړکونو شپې سبا کوي.

 

نورې ليکنې