موریا کې تر اورلګېدنې وروسته سلګونه مهاجر د لیدل په پارکېنګ کې ژوند کوي. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز
موریا کې تر اورلګېدنې وروسته سلګونه مهاجر د لیدل په پارکېنګ کې ژوند کوي. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز

له یوې اونۍ راهیسې نږدې ۱۳۰۰۰ مهاجر د لېسبوس ټاپو پر سړکونو شپې سبا کوي. دغه کسان د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه اوبو، خوړو او کمپلونو ته لاسرسی نه لري.

اوس د ورځې ۳ بجې دي او هوا ګرمه ده. د مهاجرو نوی کمپ د میتیلېن ښار په لاره کې پروت دی چې موریا کې تر اور لګېدنې وروسته جوړ شوی. نن ماسپښین سلګونه مهاجر په یوه اوږده لیکه کې ولاړ دي. ځینې خیریه سازمانونه د نوي کمپ پر اوسېدونکو خواړه وېشي.

ټاکل شوې ده چې نن ۱۳۰۰۰ کسانو ته خواړه ورکول شي. خو دا امکان شته چې ټولو ته خواړه و نه رسېږي. د ډموکراتیک کانګو جمهوریت اصلي اوسېدونکی مایکل وایي: «په ورځ کې یوازې یو ځل خواړه وېشل کېږي. خو د خوړو د ترلاسه کولو لپاره سړی باید پیاوړی وي. د خوړو وېشلو د تنظیم په برخه کې ستونزې شته.»

د مهاجرو اوږده لیکه. دغه کسان وایي له یوې اونۍ راهیسې وږي دي. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز
دغه مهاجر له تېرې اونۍ راهیسې وږي دي. کله چې موریا کې اور لګېدنه وشوه مهاجر د میتیلېن ښار په لور تېښتې اړ شول، خو پولیسو یې مخه ونیوله. یوازې ځینې وتوانېدل چې له لیدل څخه سودا واخلي.

خو پولیسو بیا د لیدل مسولینو ته امر وکړ چې مهاجرو ته د سودا ورکولو څخه ډډه وکړي. همدا راز د میتیلېن ښار پر لاره ټول دوکانونه او مغازې وتړلې شوې.

ځینې پناه غوښتونکي وایي، د خوړو ترلاسه کولو لپاره له هغو کسانو چې په میتیلېن ښار کې اوسېږي غواړي چې ورته سودا واخلي او کمپ ته یې راولي. ځینې کسان وتوانېدل چې تېره چهارشنبه شپه موریا کمپ کې د اورلګېدنې پر مهال خوراکي توکي لکه مکروني له اوره وژغوري او له ځان سره یې انتقال کړي.

ګرترود او نوامي په یو لوی دېګ کې سبزي پخوي. دغه دوه کانګویانو څو ځله هڅې کړې چې د خوړو د وېشلو پر مهال خوراکي توکي ترلاسه کړي، خو بریالي نه شول. نوامي وایي: «د خوړو ترلاسه کولو لپاره سړی باید  [له نورو سره] شخړه وکړي.»

«موږ سره مرسته وکړئ»

دوې افغانې ښځې له خپلو ۵ او ۷ میاشتنيو ماشومانو سره پر یو کمپل ناستې دي. دوی دواړې زهرا نومېږي. یوه یې د پودري شېدې خلته را ښيي او وايي: «له موریا کمپ څخه مو شېدې راوړې دي.»

د زهرا لور ۷ کلنه ده. زهرا وایي چې نور پودري شیدې نه لري. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
دغه مېرمنې وایي چې خوړو او  اوبو ته لاسرسی نه لري او ماشومان یې کالي ته اړتیا لري. یوه بله افغانه ښځه د خپلې لورې په ښودلو سره وایي: «موږ سره مرسته وکړئ.»

د اوبو نلونه له دغه کمپ څخه څو متره فاصله لري. خو په اصل کې دا د اوبو رسولو نلونه دي چې سوري شوي دي. تقریباً ټول مهاجر د خپلو جامو او یا د لاسونو مینځلو لپاره خپل بوټلونه ترې ډکوي.

ځينې مهاجر وایي چې کمپلونو ته هم اړتیا لري ځکه چې د شپې له خوا هوا یخه ده. مایکل وایي چې یوازې یو تي شرت لري خو د خوب کولو لپاره کمپل ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي چې داسې ویل کېږي چې نن به رضاکاران مهاجرو ته کمپلونه ورکړي. خو د اړمنو کسانو شمېر زیات دی او ښايي ټولو ته کمپل و نه رسېږي. مایکل یوې بلې ستونزې ته هم اشاره کوي: «تر ټولو لوی مشکل دا دی چې دلته حمام نشته او موږ تشناب ته نه شو تللی.»

مهاجر د اوبو رسولو نلونو څخه اوبه اخلي. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
د دغو مهاجرو لپاره د ځان مینځلو یوازنۍ لاره سمندر ته تلل دي. سمندر له لیدل مغازې څخه یوازې څو دقیقې فاصله لري. مایکل غواړي چې د ځان مینځلو لپاره سمندر ته ولاړ شي خو وایي چې صابون نه لري.

تر ۴۰۰۰ ډېر ماشومان

نن ماسپښین لسګونه ماشومان سمندر کې لامبو وهي. دغه راز ځینې ځوان مهاجر هم سمندر کې لیدل کېږي.

عظیم د خپل ۳ کلن زوی مصطفي د سر د مېنځلو په حال کې دی. لور یې رقیه هم ورسره ده. موریا کمپ کې د ۵ میاشتو قرنطین تر تېرولو وروسته دا لومړی ځل دی چې دوی سمندر ته راغلي دي.

د یونیسف په خبره دغه کمپ کې د ماشومانو شمېر تر ۴۰۰۰ کسانو ته رسېږي. د شپې په پیل کې، کله چې د نوي کمپ د جوړولو لپاره د ماشینونو غږ چوپ کېږي، یوازې د هغو ماشومانو غږ اورېدل کېږي چې پارکېنګ کې لوبې کوي.

افغان مهاجر اعظم له خپلو ماشومانو سره په سمندر کې ځان مینځي. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
په ورته مهال کورنۍ اندېښنې څرګندوي چې ماشومان یې ښوونځي ته نه شي تللی. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان روانپوهې دیمیترا چسیوتي په خبره لومړی په موریا کمپ او اوس د سړک پر غاړه ژوند د ماشومانو پر روان ناوړه اغېز لرلی شي.

نوموړی چې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې سیار کلینیک ته نږدې ولاړه ده وایي چې دا محیط کوم چې دوم پکې لوی شوي دي د هغوی پر ژوند، د ستونزو د هوارولو پر توانایۍ او ټولنیزو مراوداتو باندې اغېز وکړي.

ځینې نور کسان ټینګار کوي چې ناروښانه راتلونکي دوی اندېښمن کړي دي. په ځانګړې توګه دغه نوی کمپ چې د جوړېدو په حال کې دی.

بیا ولولئ: لېسبوس کې ایسار مهاجر وایي نه غواړي یوې نوې موریا ته ولاړ شي: «تر نوي کمپ مرګ ښه دی» 

دغه نوی کمپ لېسبوس ټاپو کې د جوړېدو په حال کې دی. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز
تېره دوشنبه سهار د یونان د مهاجرت وزیر نوتیس میتاراچي وویل چې ټول پناه غوښتونکي به دغه کمپ ته انتقال شي. د نوموړي په حواله دمګړۍ نږدې ۸۰۰ کسان په دغه کمپ کې اوسېږي. د فرانسې خبري اژانس کمپ کې د ځینو مهاجرو له قوله ویلي چې دوی توشک نه لري او کمپ کې حمام هم نشته.

نوامي وایي چې له دغه نوی کمپ څخه وېره لري. هغه چې د یوې ۵ کلنې ماشومې او د یو ۷ میاشتنی ماشوم مور ده زیاتوي: «کمپ څنګه دی؟ حتماً باید کمپ ته ورشو؟»  


ژولیا دومون، لېسبوس کې د کډوال نیوز ځانګړې خبریاله

 

نورې ليکنې