د اروپایي کمېسیون مشره ارسولا فون دېر لین. کرېډېټ: پېکچر الاینز
د اروپایي کمېسیون مشره ارسولا فون دېر لین. کرېډېټ: پېکچر الاینز

اروپایي کمېسیون نن چهارشنبه اعلان وکړ په پام کې لري چې د دوبلین مقررات لغوه کړي. د دوبلین مقرراتو له مخې مهاجر باید اروپایي ټولنې ته د ننوتلو په لومړي هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.

دا یوه داسې پرېکړه ده چې د مهاجرو پر وضعیت باندې مهمې اغېزې ولري. اروپایي کمېسیون نن چهارشنبه د سپټمبر ۱۶مه وویل په پام کې لري چې د دوبلین مقررات لغوه کړي. 

د اروپایي د اجرایې مشرې ارسولان فون دېر لیین نن چهارشنبه د اګست ۱۶مه اروپایي پارلمان ته وویل: «د دوبلین مقرراتو د لغولو پرېکړه اعلانولی شم. موږ به د دوبلین مقرراتو پر ځای د مهاجرت د چارو د ترسره کولو لپاره یو نوی سیستم جوړوو...»

د دوبلین مقررات د پناه غوښتنې د ارزولو مسول هیواد په ګوته کوي. د دغو مقرراتو له مخې پناه غوښتونکي باید په هغه خوندي هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي د کوم لارې چې لومړی اروپا ته را داخل شوي وي.

آغلې لیین دا ویناوې په داسې حال کې کوي چې تمه ده راتلونکې اونۍ د سپټمبر پر ۲۳مه دغه کمېسیون د اروپایي ټولنې د نوي مهاجرتي سیاست وړاندیز اروپایي پارلمان ته وړاندې کړي.

نوموړې زیاته کړه: «د پناه غوښتنې او د [مهاجرو د ستنېدنې] لپاره ګډ جوړښتونه به وجود ولري د [هیوادونو] د ملاتړ یو نوی مکانیزم به جوړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ځینې هیوادونه لکه یونان، مالتا او ایټالیا چې ګڼ شمېر مهاجر ورته رسېږي وایي د مهاجرت بار یې پر اوږو کې دی.

د اروپایي ټولنې په مهاجرتي سیستم کې بدلونونه باید د دې اتحادیې د غړو دولتونو له خوا تصویب شي.

 

نورې ليکنې