کرېډېټ: مهدي شبیل کډوال نیوز
کرېډېټ: مهدي شبیل کډوال نیوز

یوناني چارواکو وایي نن پنجشنبه د سپټمبر ۱۷مه یې نوي کمپ ته د بې ځایه شویو مهاجرو د انتقالولو پروسه پیل کړې ده. چارواکو زیاته کړې چې دا کمپ یې د لنډې مودې لپاره جوړ کړی دی او راتلونکي کې به دغه مهاجر له لېسبوس ټاپو څخه نورو سیمو ته انتقال کړي.

د اورلګېدنې له امله د موریا کمپ تر ویجاړېدو وروسته یوناني پولیسو نن پنجشنبه د سپټمبر ۱۷مه نوي کمپ ته د بې ځایه شویو مهاجرو د انتقالولو لړۍ پیل کړه.

د دغو مهاجرو د انتقالولو عملیات نن سهار د ځایي وخت پر ۷ بجو پیل شول. پولیسو بیا دغه کسان هغه کمپ ته انتقال کړل چې د «لنډې مودې» لپاره جوړ شوی دی.  

د فرانسې خبري اژانس په حواله چې نن سهار د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو مهاجرو خپلې خیمې او نور وسایل راټول. بل لور ته د مهاجرو د مدافع بنسټونه وایي چې چارواکو تېره سه شنبه او چهارشنبه په سلګونو نور کسان هم دغه کمپ ته انتقال کړي وو. د یوناني چارواکو د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ یاد کمپ کې د مهاجرو شمېر ۱۲۰۰ کسانو ته رسېږي.

پولیسو تېره شپه دغه نوي کمپ کې ۱۰۰۰ خیمې ودرولې. ویل کېږي چې تر هرې خیمې لاندې نږدې ۸ تر ۱۰ کسان اوسېدلی شي. چارواکو ویلي په پام کې لري چې کمپ کې به روغتیایي خیمې ودروي او د قرنطین لپاره به هم ځانګړي ځایونه جوړ کړي. تر دې دمخه د لسګونو مهاجرو د کورونا ویروس د ازموینو پایلې مثبتې اعلان شوې وې.  

بیا ولولئ: راپور: موریا کمپ کې تر اورلګېدنې یوه اونۍ وروسته لا هم مهاجر پر سړکونو شپې سبا کوي

د عامې روغتیا ساتنه

د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا کې تر اورلګېدنې وروسته نږدې ۱۳۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. دغه مهاجر چې له یوې اونۍ راهیسې پر سړکونو شپې سبا کوي وایي چې د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري.

لېسبوس کې د کډوال نیوز ځانګړو خبریالانو له مخې په اوسني وضعیت کې مهاجر نه شي کولی چې له نورو خلکو سره واټن ساتي او یا روغتیایي تدابیر مراعات کړي. د بې سرحده ډاکټرانو روانپوه دیمیترا چاسیوتي په خبره: «دمګړۍ له دغو مهاجرو سره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې خواړه او اوبه ځان ته پیدا کړي.»

بل پلو د پولیسو ویاند تیودوروس کرونوپولوس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موخه مو د عامې روغتیا ساتنه ده.» نوموړي زیاته کړې چې چارواکي به ډېر ژر یو بشردوستانه عملیات پیل کړي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان بیا وایي چې د شپې له خوا سیمې ته د ننوتلو اجازه نه لري. دغه سازمان چې بې ځایه شویو کسانو ته یو بېړنی کلنیک پرانیستی دی په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «نوي کمپ ته د مهاجرو د انتقالولو عملیات پیل شوي دي. خو دا باید د روغتیایي مرستو مخه و نه نیسي.» د یادولو ده چې دمګړۍ رسنۍ او خبریالان هم سیمې ته لاسرسی نه لري.

په ورته مهال یوناني چارواکو او بشردوستانه سازمانونو ویلي چې دا کمپ د لنډې مودې لپاره جوړ شوی دی. یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ استازي فیلیپ لوکلرک پرون چهارشنبه وویل چې دوی په پام کې لري چې مهاجر په ارامۍ سره له لېسبوس ټاپو څخه اټن او یا بل ځای ته انتقال کړي. هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه پر یوناني چارواکو فشار اچوي تر څو دوی د دغو کسانو د انتقالولو پروسه چتکه کړي.

 

نورې ليکنې