اتریشي پولیس وایي چې ځینې مهاجر تښتېدلي دي. کرېډېټ: پېکچر الاینس
اتریشي پولیس وایي چې ځینې مهاجر تښتېدلي دي. کرېډېټ: پېکچر الاینس

اتریشي چارواکي وایي چې په یوه یخچالي لارۍ کې یې نږدې ۴۰ مهاجر موندلي دي. دغه کسان د سوریې، عراق او ترکیې اصلي اوسېدونکي دي. پولیسو زیاته کړې چې ۵۱ کلن لاري چلوونکی هم نیولی دی.

د اتریش سیمه ییزو پولیسو پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سپټمبر د ۹مې نیټې د شپې له خوا د باس – اتریش سیمې پر لویه لاره د ۶ ماشومانو په ګډون ۳۸ کسان په یوه یخچالي لارۍ کې موندلي دي.

دغه مهاجر چې د سوریې، عراق او ترکیې اصلي اسېدونکي دي پولیسو ته ویلي چې د «اکسیجن د نشتوالي له وېرې» یې لاري درولې ده. د دغو کسانو له ډلې څخه څو تنه یې روغتون کې بستري شوي دي.

اتریشي پولیسو زیاته کړې چې ځینې مهاجر «له فرصته په ګټه اخیستلو سره» تښتېدلي دي او تر اوسه پورې نه دي موندل شوي. دغه لارۍ کې ټولټال ۴۳ کسانو ځانونه پټ کړي وو.

پولیسو د یادې لارۍ په اړه د اطلاع ترلاسه کولو وروسته د چورلکې په وسیله د مهاجرو د نیولو عملیات پیل کړل. دوی دغه راز ۵۱ لاري چلوونکي نیولی چې د ترکیې اصلي اوسېدونکی دی خو په رومانیا کې ژوند کوي. څېړونکي وایي چې دا پېښه د یوې قاچاقي ډلې پر شتوالي دلالت کولی شي. 

د لومړنیو پلټنو له مخې دغه کسان رومانیا کې لارۍ کې سپاره شوي وو. دوی د شېنګېن بهرني سرحد د تېرېدو او لوېدیځې اروپا ته د رسېدو په موخه قاچاق وړونکو ته ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ یورو ورکړې وې.

د باس اتریش – د جزایي څېړنو مسول عمر هېجاوي – پیرچنر ویلي چې دمګړۍ د اتریش له لارې غیرقانوني سفرونو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال اتریش کې د ۷۱ کسانو مړي په یوه یخچالي لارۍ کې موندلي شوي وو. تر دغې پېښې وروسته اروپایي سرحدونه د لنډې مودې لپاره د سلهاوو زرو پناه غوښتونکو پر مخ پرانیستل شول. 

 

نورې ليکنې