په موريا کمپ کي نوي کږدۍ درول کيږي
په موريا کمپ کي نوي کږدۍ درول کيږي

د يونان په موريا مهاجر کمپ کي د اورلګېدنې وروسته په زرونو مهاجر بې سرپناه سول. د نورو اروپايي هيوادونو تر څنګ او بلجيم هم غواړي له دغه کمپه مهاجر ومني

د يونان په ليسبوس ټاپو کي واقع د موريا په مهاجر کمپ کي اورلګېدنې نژدې ټول بنسټيزه جوړښتونه او سرپناوي له منځه يوړې. د دغه اور په زرهاؤ مهاجر بې سرپناه سول او د هغوی د بيرته ځای پر ځای کولو پر موضوع په ټوله اروپايي اتحاديه کي بحثونه ادامه لري.

د آلمان تر څنګ او د بلجيم هيواد هم چمتو والی ښودلی چي له دغه کمپ څخه مهاجر ومني. دغه هيواد و يونان ته وړانديز کړی چي د ۱۰۰ او ۱۵۰ تر منځ د پناه غوښتونکي ورته ولېږي. ويل سوي چي دغه شمير به د هغو مهاجرو وي چي ماشوم لرونکي کورنۍ وي او يا هم بې پلاره ماشومان وي چي صرف د مور سره مل وي. دغه معلومات د چهارشنبې په ورځ د يونان چارواکو ورکړل.

 له دې مخکي د آلمان حکومت ويلي ول چي له يونان څخه به ۱۵۰۰ هغه مهاجر ومني چي د پناه او محافظت حقدار دي.

 د يوناني چارواکو په وينا د موريا په کمپ کي تقريبا ۱۲۰۰۰ مهاجرو ژوند کاوه کله چي تېره اونۍ هلته اور ولګېد. دغه اور ټول مهاجر بې سرپناه کړل خو د اور له کبله ځاني تاوان رامنځ ته نه سو. د يونان چارواکي اټکل کوي چي دغه اور په قصد سره لګول سوی ؤ.

 آژانسونه/ا.ا.

 

نورې ليکنې