په موريا کمپ کي ګن شمېر مهاجر هيله لري چي نورو اروپايي هيوادونو ته ولېږل سي
په موريا کمپ کي ګن شمېر مهاجر هيله لري چي نورو اروپايي هيوادونو ته ولېږل سي

د يوې نظر پوښتنې پايلي ښودلې چي نژدې نيمه برخه پوښتل سوي آلمانيان غواړي د مهاجرت په موضوع کي اروپايي تګلاره جوړه سي.

د يوې نوي تر سره سوي نظرپوښتني د پايلو له مخي له پوښتل سوو آلمانيانو څخه ۴۳ فيصده کسانو د دې پلوي کړې چي آلمان له يونان څخه مهاجر ومني. د يادې نظر پوښتنې پايلي د آلمان د زېډ ډي ايف تلويزيون له خوا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۱۷مه نېټه) د پوليټبارومېټر په نوم پروګرام کي خپرې سوي دي.

 له دغې نظر پوښتني څرګنده سوې چي آلمانيان په دغه موضوع کي همنظره نه دي چي آلمان دي په خپل سر او بېله مخکي له مخکي د ځانګړي اروپايي تفاهم رامنځ ته کولو له يونان څخه مهاجر ومني.

 له پوښتل سوو څخه ۴۶ فيصدو يې ويلي چي صرف په هغه صورت کي له يونان څخه د مهاجرو د منلو ملاتړ کوي، که دغه عمل د يو اروپايي پروګرام او تفاهم په چوکاټ کي تر سره سي.

 له پوښتل سوو څخه ۹ فيصدو يې ويلي چي له سره هيڅ د دې په حق کي نه دي چي آلمان له يونان څخه مهاجر ومني.

 په آلمان کي له يونان څخه د مهاجرو د منل کېدو په تړاو بحثونه هغه وخت بيا تازه سول، کله چي د يونان د ليسبوس ټاپو په موريا مهاجر کمپ کي اورلګېدنې په زرهاؤ مهاجر بې سرپناه کړل.

 له پوښتل سوو څخه ۵۶ فيصدو يې په دې نظر ول چي دمګړی تر ټولو مهمه موضوع د کرونا پاندمي ده. خو له پوښتل سوو څخه نورو ۳۵ فيصدو يې بيا ويلي چي مهاجرت او پناه غوښتنه تر ټولو مهمه موضوع ده. له دې مخکي په اګست مياشت کي تر سره سوي عيني نظر پوښتنه کي ۱۱ فيصدو ويلي ول چی د مهاجرت او پناه غوښتنې موضوع تر ټولو مهمه ده.

 د نظر پوښتنې پايلو ښودلې چي له پوښتل سوو څخه ۶۲ فيصد يې په دې نظر دي چي که آلمان له موريا کمپ څخه مهاجر ومني نو به دا نتيجه ولري، چي نوري مهاجر د اروپا پر لور حرکت ته زړه ښه کړي. ۳۴ فيصد کسانو البته دغه امکان رد کړی دی.

 په زياته د زرغون ګوند سره تړاو لرونکي آلمانيان په دې نظر دي چي له موريا کمپ څخه د مهاجرو منل به دا نتيجه ونلري چي لا زيات مهاجر د اروپا پر لور حرکت وکړي.

 د دغې نظر پوښتني په ترڅ کي د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر د ۱۴مې او ۱۶مې نېټې تر منځ د ټاکنو پر وخت ۱۲۴۱ د رايه ورکولو مستحق کسان پوښتل سوي ول.

 

نورې ليکنې