موريا کمپ کي اورلګېدنې ټولې سرپناوي وسوځلې
موريا کمپ کي اورلګېدنې ټولې سرپناوي وسوځلې

د افغانستان د هيواد سره تړاو لرونکو پر څلورو ځوان مهاجر شک کيږي چي د موريا په کمپ کي يې په قصد اور اچولی ؤ. د شنبې په ورځ په محکمه کي د هغوی استماعيه ده.

پر څلورو ځوان افغان مهاجرو شک دی چي د تېري اونۍ د موريا کمپ د اورلګېدنې لاملين دي. د ليسبوس ټاپو څارنوالۍ هغوی د جنايي ډلې په جوړولو او د اوراچونې په تور تورن کړي دي. دا خبر د «کاتيمېريني» په نوم يونانۍ ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۱۷مه نېټه) خپور کړی دی. 

د ورځپاڼې د خبر له مخې ۱۹ کلن او ۲۰ کلن دغه افغانان د سه شنبې په ورځ په ليسبوس ټاپو کي نيول سوي ول. ۱۷ کاله عمر لرونکي دوه نور شکمن کسان د اورلګېدنې څخه يوه ورځ وروسته د يو شمېر نورو کمسن مهاجرو سره يوځای د يونان مرکزي وچي ته لېږدول سوي ول.

ویل سوي چې یاد ۱۷ کلن تورن کسان د يونان و مرکزي برخي ته د انتقال کېدنې وروسته د يونان په شمال کي د پوليسو له خوا ونيول سول. په پام کي نيول سوې چي دغه دوه تورن کسان به د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړل سي.

د موریا په کمپ کې تېره اونۍ د اورلګېدنې له کبله ټول جوړښتونه له منځه تللي ول. د دغه اورلګېدنې په ترڅ کې ځاني تاوان ونه رسېد خو تر ۱۲۰۰۰ څخه زيات د دغه کمپ اوسېدونکي بې سرپناه سول. اورونه پر يو وخت د کمپ په بيلو برخو کي راڅرګند سول او د باد له کبله يې په لمن کي ټول کمپ راغلی.

د یونان چارواکو په موریا کمپ کې د اور لګېدنې وروسته سمدلاسه ویلي ول چې اټکل کوي چې دغه اور په قصد لګول سوی وي. دیوناني رسنیو له خوا داسي ویډیو خپره کړل شوه چې ادعا کېږي د اور لګولو صحنې ښيي.

 

نورې ليکنې