۱۶ کم شمس الله تر اورلګېدنې مخکې موریا کمپ کې ژوند کاوه. هغه اوس په سړکونو شپې سبا کوي. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز
۱۶ کم شمس الله تر اورلګېدنې مخکې موریا کمپ کې ژوند کاوه. هغه اوس په سړکونو شپې سبا کوي. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز

که څه هم تېره اونۍ د یونان د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ موریا د اورلګېدنې له کبله ویجاړه شوه، خو لا هم ځینې کسان د سوځېدلو کانتینرونو او خیمو په منځ کې لیدل کېږي. کډوال نیوز له ۱۶ کلن افغان مهاجر شمس الله سره غږېدلی چې د کندز اصلي اوسېدونکی دی.

«د شپې ۱۱ بجې وې کله چې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. زه له ۹ نورو کسانو سره تر خیمې لاندې وم. د اور لمبې ډېرې لوړې وې. موږ د مرګ له وېرې له کمپه وتښتېدو.

اوس د لیدل په پارکېنګ کې شپې سبا کوم. خو هېڅ شی نه لرم. اورلګېدنه کې مې ټوله خیمه نه وه سوځېدلې، نو ځکه کمپ ته راغلی یم چې خپل کمپل واخلم. له کمپ نه بهر هوا یخه ده.

خیمه کې یوازې زه کم سن مهاجر وم. زما عمر ۱۶ کاله دی. کله چې یونان ته رسېدم پېژندپاڼه مې را سره نه وه. اوس مې تذکرې را رسېدلې خو چارواکي ما د بالغ مهاجر په توګه ګڼي.


نه پوهېږم چې نوي کمپ ته لاړ شم که نه. ځینې وایي که کمپ ته ورشو نور به ترې وتلی نه شو. زما په نظر دغه کمپ د کورنیو لپاره جوړ شوی دی نو ځکه زه هلته تللی نه شم. [د یونان د مهاجرت وزارت د ویاند په حواله دغه کمپ کې زیان منونکو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي. مانا یې دا ده چې کمپ یوازې کورنیو ته ځانګری شوی نه دی.]

اوولس میاشتې کېږي چې لېسبوس ټاپو کې یم. دوه میاشتې مخکې مې د پناه غوښتنې مرکه ترسره کړه. له اورلګېدنې مخکې د پناه غوښتونکې څانګې مسولانو را ته وویل چې د سپټمبر پر ۱۴مه مې د دوسیې ځواب راځي، خو بیا اورلګېدنه رامنځ ته شوه او و نه توانېدم چې د چارواکو ځواب ترلاسه کړم.

اوس نه پوهېږم چې چېرته ولاړ شم. تره مې په جرمني کې او د ماما زوی مې په فرانسه کې اوسېږي. خو چارواکي تصمیم نیسي او زه د هغوی د پرېکړې پر اساس عمل کوم. اوس خو له لېسبوس ټاپو څخه هم نه شم وتلی.»

 

نورې ليکنې