ارشیف. د سلام سازمان مشره وایي چې مهاجر وږي دي. کرېډېټ: کډوال نیوز، مهدي شبیل
ارشیف. د سلام سازمان مشره وایي چې مهاجر وږي دي. کرېډېټ: کډوال نیوز، مهدي شبیل

د کالې قومندانۍ د هغه فرمان یوه اونۍ وروسته چې له مخې یې د نا تایید شویو سازمانونو له خوا پر مهاجرو خواړه وېشل منع شوي وو، د کډوالو د حقونو مدافع سازمانونو د دې فرمان د ځنډلو لپاره د لیل ښار اداري محکمې ته شکایت کړی دی. دغه سازمانونه وایي چې دوی دې ته اړ شوي چې په پټه توګه پر مهاجرو خواړه وېشي.

د فرانسې په شمالي کالې ښار کې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونه د کالې قومندانۍ له فرمان سره مخالفت ښيي. یادې قومندانۍ یوه اونۍ مخکې د یو فرمان په صادرولو وویل چې د دولت له خوا نا تایید شوي سازمانونه نور اجازه نه لري چې پر مهاجرو خواړه ووېشي. خو کالې کې ځینې سازمانونه وایي چې دوی د سپټمپر پر ۱۶مه د قومندانۍ د دې فرمان پر وړاندې د لیل ښار اداري محکمې ته شکایت کړی دی. 

د دغې فرمان له مخې اوس یوازې د لا وي اکتیو په نامه د دولت له خوا تایید شوی سازمان پر مهاجرو د خوړو د وېشل صلاحیت لري. خو د نورو ټولنو په حواله دغه سازمان پر نږدې ۱۵۰۰ مهاجرو خواړه نه شي وېشلي. لا وي اکتیو هره ورځ د سهار او غرمې له خوا په دوو مختلفو ځایونو نږدې ۱۰۰۰ کسانو ته خواړه برابروي. خو ځینې مهاجر بیا دغو ځایونو ته نه شي تللی. 

د فرانسې د پا – د – کالې قومندانۍ په خپل فرمان کې ویلي وو چې د «روغتیایي او د عامې نظافت سره تړاو لرونکو ګواښونو» له امله د دغه ښار پر ۲۰ سړکونو پر مهاجرو د خوړو او څښاکو وېشل منع کړي دي. 

له اساسي حقونو څخه سرغړونه

دغه سازمانونه لکه اوبرژ دې میګران، سکور کاتولیک او یا د ملاتړ سازمانونو فدراسیون دا پرېکړه د مهاجرو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ګڼي. د فرانسې د خبري اژانس په حواله دوی له محکمې څخه د یاد فرمان د «ځنډلو» غوښتنه کړې ده. تمه ده چې نن (د سپټمبر ۱۸مه) یې قاضي شکایت ته رسیدګي وکړي.

د یادو سازمانونو وکیل پاتریس سپینوسي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د قومندانۍ فرمان د «کرامت او د ورورولۍ اصولو» څخه سرغړونه ده.

دغې پرېکړې چې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن په دستور صادر شوی حکومت کې هم بحثونه راپارولي دي. فرانسوۍ ورځپاڼې اکسپرس ویلي د فرانسې د روغتیا وزیر الیویې وران چمتو و چې له دې پرېکړې سره د مخالفت ښودلو لپاره کالې ته ورشي.

موږ دې ته اړ شوي یو چې په پټه توګه مهاجرو ته خواړو ورکړو

په ورته مهال سازمانونه وایي چې اوس دې ته اړ شوي چې له ټاکل شویو ځایونو څخه لرې پر مهاجرو خواړه ووېشي. د اوبرژ دو میګران غړې مایا کونفورتي کډوال نیوز ته وایي: «موږ بندر ته نږدې پر مهاجرو خواړه وېشو. خو دې ته اړ شوي یو چې دا کار په پټه توګه ترسره کړو. مهاجر هر چېرې چې وي موږ خواړه پرې وېشو.»

نوموړې زیاتوي: «پرون مو ۱۵۰ تر ۱۸۰ خواړه چمتو کړې وې خو و. خو دا شمېر کافي نه وه.» 

بل پلو سلام سازمان هره ورځ پر ۱۰۰۰ کسانو سبا ناری ورکوي. د دغه سازمان منشۍ کلېر میلوت کډوال نیوز ته وایي: «مهاجر وږي دي. دوی اندېښمن دي ځکه چې نه پوهېږي چېرته خواړه ترلاسه کولی شي.» 

سازمانونه دغه راز دا پرېکړه د مهاجرو د ژوند د واقعیت مخالف بولي. کلېر میلوت وایي: «تاسې فکر کوئ چې لا ویو اکتیو د مهاجرو تر منځ یو متر واټن ساتلی شي؟ مهاجر له یو بل سره واټن نه شي ساتلی او ماسک هم نه لري؟»

د پولیسو له خوا ځورونه

مایا کنفورتي وایي: «کالې کې مهاجر په سختو شرایطو کې ژوند تېروي: څلور کسان تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي. هلته د روغتیایي تدابیرو مراعاتول ممکن نه دي.» د سازمانونو له مخې د مهاجرو د کمپونو د خالي کولو ورځني عملیات هم د روغتیایي ګواښونه سبب ګرځېدلی شي.

آغلې کنفورتي زیاتوي: «اوس مهاجر د ښار مرکز ته تللي ځکه چې کالې ښار ته څېرمه یې د اوسېدو ځای تړل شوی دی. دا د قومندانۍ تقصیر دی. کلېر میلوت بیا وایي چې «دولت نه شي کولی د دې کار مسولیت د سازمانونو پر غاړه واچوي.» 

که څه هم سازمانونه د خوړو وېشلو ځایونه بدل کړي دي، خو دوی وایي چې اوس هم د پولیسو له خوا د ځورونې سره مخ دي. د اوبرژ دو میګران سازمان له مخې دوی غوښتل چې له ټاکل شوي زون څخه لرې پر مهاجرو خواړه ووېشي، خو پولیسو دوی دې ته مجبور کړل چې د خوړو د وېشلو پروسه ودروي . دغه راز سلام سازمان وایي: «د روانې اونۍ په پیل کې پولیس د خوړو د وېشلو ځای ته راغلل او موږ ته یې وویل چې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو صلاحیت نه لرو.» 

 

نورې ليکنې