لېسبوس ټاپو کې مهاجرې ښځې ماسک اغوستی دی. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز
لېسبوس ټاپو کې مهاجرې ښځې ماسک اغوستی دی. کرېډېت: مهدي شبیل، کډوال نیوز

یوناني چارواکي لېسبوس ټاپو کې د کورونا ویروس وبا د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. موریا کمپ کې تر اورلګېدنې وروسته هغه ۳۵ مهاجر چې د کورونا د ازموینو پایلې یې مثبتې وې له نورو سره یو ځای له کمپه ووتل. اوس بې ځایه شوي مهاجر وایي اصلي ستونزه یې دا ده چې ځان ته خواړه پیدا کړي.

جسیکا له دوو ځوانو مهاجرو سره یو ځای تر یو کمپل لاندې ناسته ده. دوی چې د زرګونو نورو مهاجرو په شان د میتیلېن ښار پر لاره شپې سبا کوي له یو بل څخه واټن نه دی ساتلی. جسیکا وایي: «دلته موږ د چرګانو په څېر یو. کله چې خواړه وېشل کېږي ټول خلک په یو ځای کې راټولېږي. اوسني وضعیت کې له یو بل څخه واټن ساتل ناممکن دي.»

د دغو مهاجرو لپاره چې د موریا کمپ پخواني اوسېدونکي دي کورونا ویروس له ماضي سره تړاو ولري. هغه وخت چې موریا کې د ستونزو سره سره مهاجرو له ویروسه د ځان د ساتلو لپاره هڅې کولې. 

خو موریا کې تر اورلګېدنې وروسته ټولنیز واټن ساتل ناممکن ښکاري، ځکه چې اوس وضعیت نور هم خراب شوی دی. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د سیار کلینیک روانپوهه دیمیتریا چیسیوتي وایي دمګړۍ له دغو کسانو سره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې خوړو او اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. 

بیا ولولئ: راپور: موریا کمپ کې تر اورلګېدنې یوه اونۍ وروسته لا هم مهاجر پر سړکونو شپې سبا کوي

نوموړې زیاتوي چې څو ورځې مخکې ټولو مهاجرو د ویروس په اړه ډېره اندېښنه درلوده. ځکه چې د سپټمبر پر ۲مه کمپ کې د کورونا لومړۍ پېښه ثبت شوې وه. موږ د مهاجرو د روغتیایي معایناتو په ترڅ کې ور سره د کورونا ویروس په اړه خبرې کولې.

له میتیلېن ښار څخه څو کیلومتره لرې تر ۱۲۰۰۰ ډېر مهاجر د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
خو اوس مهال د بې ځایه شویو په ډله کې ډېر لږ کسان ماسکونه کاروي. ۱۳ کلن ابوالفضل یو له هغو مهاجرو دی چې ماسک یې اغوستی دی. دا ماسک د یوې خوشالې کورنۍ په نامه ټولنې له خوا ابوالفضل ته ورکول شوی دی. دغه کمسن افغان مهاجر وایي: «ډېری کسان له کورونا ویروس څخه وېره نه لري. خو موږ باید احتیاط وکړو. که چېرې دلته څوک په کورونا ویروس اخته وي، ټول خلک به پرې اخته شي.»

موریا کمپ کې تر اورلګېدنې یوه ورځ وروسته یوې خوشالې کورنۍ پر مهاجرو ۲۰۰ ماسکونه ووېشل. نیکولا چې د خپل تخلص د ښودلو ډډه کوي وایي تر دې دمخه موږ پر مهاجرو سنېټایزر او صابون هم وېشلي دي. خو اوس څوک د کورونا ویروس په اړه اندېښمن نه دي، دلته خلک ضروري شیانو ته اړتیا لري.

۱۳ کلن ابوالفضل وایي چې د یوې خوشالې کورنۍ په نامه سازمان دا ماسک ورکړی دی. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
د ویروس خپرېدنه

تر اورلګېدنې څو ورځې مخکې موریا کمپ کې ۳۵ کسانو د کورونا ویروس مثبتې ازموینې کړې وې. خو د اورلګېدنې پر مهال دوی ټول له کمپه ووتل. د دغو مهاجرو له ډلې څخه یوازې څو تنه یې موندل شوي دي. 

ځایي چارواکي اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي. خصوصاً چې د اګست میاشتې په پای کې لېسبوس ټاپو له کورونا ویروسه د متاثرو سیمو په لېست کې شامل شو. 

د مهاجرو په نوي کمپ کې چې سمندر ته نږدې جوړ شوی ټول خلک اړ دي چې د کورونا ویروس ازموینې ترسره کړي. هغه کسان چې د ازموینو پایلې یې مثبتې دي له نورو څخه جلا ساتل کېږي، خو د ازموینو پایلې د پناه غوښتونکو پر دوسیې کوم اغېز نه لري. د یونان د مهاجرو شورا غړې او مدافع وکیله الي تانو وایي کورونا ویروس له پناه غوښتنې سره تړاو نه لري... په کورونا اخته کسان قرنطین کېږي خو دا د دوی پر دوسیو اغېز نه کوي.»

بیا ولولئ: لېسبوس کې ایسار مهاجر وایي نه غواړي یوې نوې موریا ته لاړ شي: «تر نوي کمپ مرګ ډېر ښه دی»

د زرګونو هغه مهاجرو په ډله کې چې له یوې اونۍ راهیسې د میتیلېن ښار پر لاره شپې سبا کوی په کورونا ویروس د اخته کسانو پېژندل ممکن نه دي. د بې سرحده ډاکټرانو ادارې غړي چې سیمې ته نږدې سیار کلینیک جوړ کړی هڅه کوي چې دغه کسان په ګوته کړي.

د یادې ادارې ویاند فاریس الجواد وایي: «که چېرې څوک د کورونا ویروس نښې ولري، موږ هغه د میتیلېن روغتون ته لېږو. د روغتون کارکوونکي بیا رسېدګي ورته کوي. روغتون د یاد کس د انتقالولو لپاره امبولانس را استوي.»

هغه زیاتوي چې د کورونا ویروس نښې باید جدي وي لکه شدیده تبه، خو یوازې ټوخه کافي نه ده ځکه چې دلته ټول خلک ټوخېږي.

مخنیوی ممکن نه دی

په ورته مهال ځینې مهاجر کمپ کې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره فعالیت کوي. دادي موکوندي یو له دغو مهاجرو دی. دغه کامروني کډوال تېره اګست میاشت د کورونا ویروس په اړه د بې سرحده ډاکټرانو په ورکشاپ کې ګډون کړی دی. هغه وایي: «موږ اوس پوهېږو چې خلک څنګه په امن وساتو، څنګه خپل لاسونه ومینځو، د ناروغۍ نښې څه دي، او څنګه ماسک وکارو او بدل یې کړو.»

هغه د یادې ادارې له خوا ور کول شوی تي شرت اغوستی دی. خو دا کار یې د ویروس د مخنیوي لپاره نه دی کړی. نوموړی وایي چې دغه تي شرت یو له هغو نادرو شیانو دی چې اورلګېدنه کې نه دی سوځېدلی.

دادي موکوندي د کورونا ویروس په اړه د بې سرحده ډاکټرانو ورکشاپ کې ګډون کړی. کرېډېټ: مهدي شبیل، کډوال نیوز
دادي موکوندي زیاتوي په اوسني وضعیت کې هغه نورو مهاجرو ته نه شي ویلی چې خپل لاسونه ومینځي، ځکه چې څوک اوبو ته لاسرسی نه لري. دغه راز د خوړو د وېشلو پر مهال له نورو څخه واټن ساتل ممکن نه دي.

په ورته مهال د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویاند فاریس الجواد وایي: «تر اورلګېدنې وروسته په کورونا اخته ۳۵ کسان له نورو سره یو ځای شوي دي. دا د اندېښنې وړ خبره ده. خو اوس تر ټولو مهمه مسله دا ده چې مهاجر یو امن ځای ته انتقال شي. سړکونه امن نه دي.»


ژولیا دومون، لېسبوس ټاپو ته د کډوال نیوز اله خوا استول شوې خبریاله

 

نورې ليکنې